لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:اکتوبر کې د پاکستان دننه 198 ترهګریزو بریدونو کې 62 امنیتي چارواکي وژل شوي


د اکتوبر په اوومه نېټه په کراچۍ کې د وسله والو په حمله کې دوه چینایان ووژل شوو
د اکتوبر په اوومه نېټه په کراچۍ کې د وسله والو په حمله کې دوه چینایان ووژل شوو

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز (پکس) تازه رپورټ وايي چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په مجموعي شمیر کې کمښت لیدل شوی خو بیا هم اکتوبر د کال 2024م دويمه خونړي مياشت وه.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د تازه رپورټ ترمخه يوازې په اکتوبر مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي که څه هم د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواکونو لخوا هره ورځ د اطلاعاتو په بنياد عملیات کیږي خو بيا هم د تشدد پيښې نه تم کیږي.

د امنیتي چارو کارپوهه سلمان جاوید وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي "زما په خيال اصل مسله نظرياتي ده او پاکستان له په بنيادي توګه هم دې ته کتل پکار دي، چې دا څنګه کمزورې کړل شي ولې چې تر څو په نظرياتي مېدان کې ددې ټولې نظریې جرړې غوڅې نه کړل شي نو دا پېری په سم ډول قابو کې نشي راتللی"

وړاندې د پاکستان پوځ ویلې وو چې روان کال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

د پکس رپورټ ترمخه د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي او وخت په وخت په افغان طالبانو ټينګار کوي چې په دې اړه باید ګامونه واخلي.

افغان طالبان د پاکستاني چارواکو تورونه ردوي اؤ وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په افغانستان نه اچوي.

څېړونکي وایي یوازې په افغانستان د ترهګرۍ د هرې پېښې پړې ور اچولو سره د ترهګرۍ په ستونزه قابو نه شي موندل کیدای بلکې پاکستان ته به خپلو تګلارو یوه ژوره کتنه کول پکار وي.

د امنیتي چارو کارپوهه محمد نفیس وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي،ټي ټي پي، بي اېل اې او د حافظ ګل بهادر ډله دا مهال کافي متحرک دي او د بريدونو پړه په غاړه اخلي.

هغه وایي داسې ښکاري چې د دې ډلو خپل مينځ کې همکاري ده او د يو بل سره په همغږۍ هدف ټاکي او بيا پرې عمل کوي.

د محمد نفیس په خبره،دا د څېړونکو او حکومت دپاره ډېر د اندېښنې وړ صورتحال دی. باید چې حکومت او امنیتي ادارې د ترهګرو په چالونو او حربو ځانونه پوهه کړي او بيا د هغې په ترڅ کې خپله کړنلاره جوړه کړي.

د رپورټ ترمخه د کال 2024 په وړومبيو 10 مياشتو کې په ګرد هیواد کې مجموعي ډول 785 بريدونه شوي چې پکې 951 کسان وژل شوي او 966 تنه ټپيان شوي دي چې په هيواد کې په دوامداره توګه د تاو تريخوالي لوړه کچه ښیي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG