لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونيسف: د پاکستان پنجاب صوبه کې خچنې هوا د پينځو کلونو نه کم عمر ماشومان د خطر سره مخامخ کړي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونيسف يو تازه بیان کې ويلي د پنجاب په مرکزي ښار لاهور او په ځینو نورو ضلعو کې په تېره هفته کې د هوا د ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د هوا د مېعار نه 100 چنده زیاته شوې ده چې له امله یې په پاکستان کې 11 ميلينه ماشومان د خطر سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، د پاکستان د ټولو نه د زیاتې ابادۍ صوبې پنجاب کې انتهايي خچنې هوا د خلکو صحت او په خصوصي توګه د پينځو کلونو نه د کم عمر ماشومان د خطر سره مخامخ کړي دي.

اسلام اباد کې د معروف انټرنېشنل روغتون ډاکټر سهېل نسيم وايي، " دماشومانو سږي په حجم کې ورکوټې وي او په ماشومانو د هوا ککړتیا تر ټولو زیات منفي اغېز کيږي، او د هوا د ککړتیا له وجې بیا د ماشومانو سږي وده نه شي کولې دغه شان کوم ماشومان د مور په خېټه وي د هغې سږې او زړه هم بیا وده نه کوي، ددې ککړتیا نه بچ کېدو موجوده حل هم دا دی چې د ماسک استمال دې لازمي وکړل شي".

یونيسف ويلي، د لسګونو په شمېره کې د ماشومانو په شمول په سلګونو خلک په سختو ځپل شویو ښارونو کې هسپتالونو کې داخل کړی شوي دي. د ادارې په وينا، د فضا د خچنوالي کچه دومره زیاته ده چې د خلا نه هم لیدل کېږي.

په تېرو څو کلونو کې سموګ يا په فضا کې خچنوالی او د هند د پنجاب حکومت دپاره لویه مسله جوړه شوې ده.

تحقیقي رپورټونه وايي د دې په لویو وجوهاتو کې د موټرو لوګی، دوړه او په پټو کې د بوټو سوځول شامل دي.

د ماحولياتي چارو کارپوهه زېنب نعيم وايي، "دا وخت په لاهور ښار کې د هوا ککړتیا د مناسب تناسب نه څلور سوه فیصدي زیاته ده يعنې کله چې د شمېرو ترمخه د هوا ککړتیا 300 ته ورسي نو مطلب دا وي چې دا هوا الوده يا خچنه ده او دا وخت لاهور کې دا شمېره 1200 ته رسیدلې ده او دې سره اوس د پنجاب نور لويو ښارونو هوا کې هم ککړتیا سېوا شوې ده تر دې چې اسلام آباد کې هم".

هغې وويل، که حکومت په وخت په دې قابو موندلو د پاره څه عملي ګامونه پورته نه کړه، نو راتلونکو لسو کالو کې به په پاکستان کې د کور دننه سا اخستل هم ممکن پاتې نه شي.

د پنجاب په سختو ځپل شویو ضلعو کې سکولونه د نومبر د میاشت تر نیمايي پورې تړل شوي دي. پارکونه، د لوبو ميدانونه، د ساعت تيري ځايونه او ژوبڼونه د نومبر تر 17مې نېټې پورې بند کړل شوي دي.

صوبايي حکومت د هر چا دپاره ماسک لګول لازمي کړي دي او 50 فیصد کارکوونکو ته يې د کوره د کار کولو امر کړی دی چې ګرین لاک ډاون یا زرغون لاک ډاون ورته ويل شوي دي.

د یونيسف استازي فاضل وويل، دوی په دې اندېښنه لري او د سموګ د لاسه 16 ميلينه ماشومانو د زدکړو عمل د سکولونو بندېدو له امله ځنډېدلی دی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG