لاس رسیدونکی لینک

 
په پاکستان کې د ښځو نړیواله ورځ د "فېمینسټ سیاست مقابله د نرواکه ریاست سره" تر عنوان لاندې ولمانځل شوه
تازه خبر

په پاکستان کې د ښځو نړیواله ورځ د "فېمینسټ سیاست مقابله د نرواکه ریاست سره" تر عنوان لاندې ولمانځل شوه


په اسلام‌آباد کې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت عورت مارچ د يو شمير خنډونو باوجو ترسره شو. د مارچ ګډونوالو د ښځو د حقونو، د تشدد د ختمولو، د اقلیم بدلون کې د ښځو د استازیتوب، او د روغتیا او تعلیم لپاره د پيسو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د مارچ په اتمه، په پاکستان کې د ښځو نړیواله ورځ د "فېمینسټ سیاست مقابله د نرواکه ریاست سره" تر عنوان لاندې ولمانځل شوه.

یاد مارچ د اسلام‌آباد د پریس کلب مخې ته راجوړ شوې وو، خو ټاکل شوې ځای ته رسېدل د خنډونو له امله ستونزمن و.

د ښځو د حقونو فعالې طاهره عبدالله وي او اې ډیوه ته وویل، دوي د رکاوټونو باوجود هم دغلته رسیدلي دي.

طاهره عبدالله وویل، ، که لارې نه وای تړل شوي، په زرګونو ښځې به دلته راغلې وې. تاسې د څه ویره لرئ؟ موږ له تاسې څه غواړو؟ زموږ مطالبات یوازې برابري، انصاف او حقوق دي. په دې کې څه ناسم دي؟ موږ طالبان یا داعش نه یو چې له موږ سره دا ډول چلند کېږي. "

د اسلام‌آباد انتظامیه د لارو د تړلو لامل امنیتي ستونزې یادوي. له دې وړاندې، د مارچ تنظیموونکو ته د پوځي پریډ ګراونډ کې د دستورې د نمانځلو لپاره وړاندیز شوی و، خو هغه دوي رد کړې و.

دا لومړي ځل ندې چې عورت مارچ ته په اسلام اباد کې د مارچ کولو اجازه نده ورکړل شوي, په تيرو دريو کلونو کې عورت مارچ له اجازي او خنډونو پرته ترسره شوې.

د مارچ ګډونوالو نه یوازې په پاکستان کې د ښځو له ستونزو یادونه وکړه، بلکې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو سره د روان ظلم او صنفي توپیر ته یې هم اشاره وکړه.

په یاد مارچې کې موجود د ښځو د حقونو فعالې صبا ګل خټک وې او اې ډیوه ته وویل، دوي د افغان ښځو لپاره هم خپل غږ پورته کوي.

اغلې زیاته کړه، "هغوی(افغان ښځې) دې په زوره‌ بیرته ونه ‌لېږل شي، ځکه چې د هغوی هیواد کې حالت خراب دی او ژوند یي د ګواښونو سره مخ دی. هغوی نه ‌شي کولی هلته کار وکړي او په امن ژوند تېر کړي".

په یاد مارچ کې د لږکيو د حقونو فعالې جيا جګي وویل، "مونږ په پاکستان کې د جبري مذهب بدلولو په ضد خپل غږ پورته کوو. تعلیمي نصاب کې لږکیو ته په ټیټ نظر کتل کېږي او د کرکې ډک مواد پکې شامل وي. زمونږ د عبادت ځایونه هم خوندي نه دي، او مونږ په ویره کې عبادت کوو".

د پاکستان صدر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو جلا پېغامونو کې د ښځو بااختیاره کولو، د هغوی د تحفظ، تعلیم او اقتصادي ازادۍ لپاره د لا غوره تګلارو په اهمیت ټینګار کړی.

څرګنده دې وي، سږ کال په پاکستان کې د ښځو نړيواله ورځ په داسې حالاتو کې لمانځل کيږي چې غير دولتي تنظيمونه وايي، په کال ۲۰۲۴م کې په یاد هيواد کې د ښحو په ضد د تشدد ۳۲ زو نه زیاتې پيښي رامينځ ته شوي دي، چې ۵۰۰۰ نه زياتي پکې د جنسي تيريو او ۵۴۷ پکې د غيرت په نامه د وژنو پيښې شاملي دي.

وي او اې ډیوه ته د عورت مارچ ګډونوالې فوزيه يزداني وویل، "د پاکستان ښځې له بېلابېلو چلینجونو سره مخ دي، لکه د تعلیم او روزګار محدودیت، د کار په ځایونو کې جنسي ځورونه، او امېدوارو ښځو ته د رخصت نه ورکول یا د بدني جوړښت له امله له دندو ایستل. "

د عورت مارچ فعالانو په دې هېواد کې د ما هوارې په مصنوعاتو د لګول شوي ټېکسونو د ختمولو او د سرکاري سکولونو په نصاب کې د ما هوارې په اړه د مالوماتو شاملولو غوښتنې هم کړي دي.

د عورت مارچ منتظمه رېدا خان وویل، "موږ غواړو چې سېنټري توکي په ښوونځیو کې شتون ولري، ځکه چې ډېری نجونې د حیض په مهال ښوونځي ته نه‌ شي تللی. زموږ غوښتنه دا ده چې دې توکو ته په هر ځآي کې په اسانه لاسرسي ولرل شي. "

د مارچ ګډونوالو د خپلو حقونو د غوښتنو تر څنګ، په دې هیواد کې د مېشتو اقلیتونو لپاره هم خپل غږ پورته کړو.د عورت مارچ منتظيمينو زياته کړه چې مذهبي لږکیو ته د کار، زده کړې او روغتیا په برخه کې مساوي حقونه ورکړل شي. او د مذهب د سپکاوي په قوانينو کې د ژر بدلون راوستل شي

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG