لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د تورخم پولې تړل کیدو پرضد بلدیاتي استازو اؤ مدني فعالانو احتجاج کړی


د تېرو درو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې تورخم د تړل کیدو پرضد نن د جمعې په ورځ د خېبر قبایلي ضلعې په لواړګي بازار کې بلدياتي استازو او د مدني ټولنې غړو احتجاجي لاريون کړی دی او له چارواکو يې غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه باید د تورخم پوله خلاصه کړي.

د لنډي کوتل پريس کلب مخې ته شوي دغه احتجاج کې سپين بيرغونه په لاس يو شمېر بلدياتي غړو او مدني فعالانو برخه درلوده.

وي او اې ډېوه سره خبرو کې د احتجاج یو ګډونوال اؤ د بشري حقونو فعال سميع الله وويل، دوي نن د امن د غوښتنې دپاره سړک ته راوتلي دي اؤ خپل احتجاج ریکارډ کوي.

د هغه په خبره "له دې وړاندې شل پنځويشت کاله جګړه وشوه نتيجه يې څه وه ؟ مونږ دواړو حکومتونو ته وايو چې جنګ د يوې مسلې حل نه دی مذکرات د کشالو د حل لاره ده پکار ده چې يو بل سره چارواکي کښېني او مسلې دې د مزاکراتو له لارې حل کړي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله نن په دریمه ورځ هم تړلې پرته ده. په شپږم ستمبر په تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو وروسته دغه پوله تړل شوې وه.

د پولې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په لويه شمېره کې عام خلک او د مالونو ډک او تش ګاډي ايسار شوي دي.

د سیمې نه ډیوه ته رارسیدلي اطلاعات وایي په پوله د پاکستان لوري ته ايسار شوو کسانو کې د ځينو سره جسدونه هم دي.

د امن دپاره شوي دغه احتجاجي لاريون کې منتخبو بلدياتي نمايندګانو هم ګډون کړی او ګواښ یې کړی که تورخم پوله سمدستي خلاصه نه شوه نو دوي به په پراخه توګه په احتجاج لاس پورې کړي چې پکي به عام ولس او سياسي ګوندونو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د احتجاج یو ګډونوال بلدياتي چيرمين حاجي عبدالروف وي او اې ډيوه ته وويل د ډزو له پېښې وروسته مسافر، ډرايوران او مزدوران ډېر په تکليف کې دي:

" دلته زنانه دي او مړي هم خلکو سره پرون پورې پراته وو، چې نن به څه حالات وي ټول خلک د پاټک پرانستل کېدو په انتظار ناست دي نن مونږ علامتي احتجاج وکړو تر دې وروسته که زمونږ د خلکو خبره ونه منل شوه نو دا ټول قوم به راپورته کوو".

د احتجاج ګډونوالو د امن دپاره شعارونه ورکړي او سيمه کې د تلپاتي امن دپاره د زمينې برابرولو غوښتنه یې کړې ده .

دوي ويلي دي چې د تورخم په پوله دداسې ډول پيښو له کبله عام ولس او کاروباريان د ډېر زيان سره مخ دي.

په افغانستان کې دطالبانو لخوا په حکومت له قبضې کولو وروسته په تورخم پوله څو وارې د پاکستاني امنيتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي اؤ دا پوله څو وارې مخکې هم تړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG