لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مستونګ: داعش د جمعيت علماء اسلام-ف په مشر د چاودنې ذمه واري منلې


د پاکستان بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې تېره ورځ د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علماء اسلام ف د يو مشر په ګاډي شوې چاودنې ذمه واري داعش منلې ده.

په چاودنه کې د جمعيت علماء اسلام ف ګوند يو ځايي مشر حافظ حمدالله ګاډی په هدف شوی خو نوموړی او ملګري یې په چاودنه کې ژوبل شوي وو.

د مستونګ روغتون په چاودنه کې د 11 کسانو ژوبلېدو ويلي وو، د ځايي رسنیو ترمخه ژوبل کسان اول د مستونګ روغتون او بيا کوټې ته منتقل کړی شوي وو.

د جمعيت علماء اسلام ف ګوند د بلوچستان وياند عېن الله شمس وي او اې ډيوه ته ویلي وو، "په چاودنه کې حافظ حمدالله او نور ملګري يې ژوبل شوي دي، خو د حمدالله حالت د خطره بهر دی، دوي يو پروګرام له روان وو او ګاډی یې د چاودنې ښکار شوی دی".

دا لومړی ځل نه دی چې داعش د جمعيت علمااسلام ف ګوند په مشر د چاودنې ذمه واري مني.

له دې وړاندې هم داعش د ياد ګوند په غړو د وژونکو بریدونو ذمه وارۍ منلي دي.

په 30مه جولايۍ د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعه کې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند په یوه غونډه ځانمرګي برید شوی وو د 60 نه زيات کسان پکې وژل شوي او تر 100 زیات نور ژوبل شوي وو.

د دغه ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش پر غاړه اخستې وه.

همدا شان د جون په 24مه هم د باجوړ په عنایت کلي کې د وسله والو په یو برید کې د مذهبي ګوند جمعیت علمااسلام یو غړی مولانا نور محمد او د هغه ورور زبېر وژل شوي وو او د قاري سراج په نوم یو بل تن سخت ژوبل شوی وو.

د دغه برید ذمه واري وروسته وسله والې ډلې داعش منلې وه.

د بلوچستان نګران حکومت د جمعيت علماء اسلام ف ګوند په مشرۍ د پرونۍ چاودنې غندنه کړې ده.

دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې له دغې يوه ورځ وړاندې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د بلوچستان سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه په مستونګ کې یې د داعش کمانډر وژلی وو.

سي ټي ډي د وژل شوي کمانډر شناخت د غلام الدين شاهواني عرف الياس شعېب په نامه کړې او دعوه یې کړې وه، ياد کمانډر د کال 2016م پر اتم اګست په سېول هسپتال کوټه کې د وکيلانو د ځانمرګي بريد ماسټر ماينډ يا پلان جوړونکی وو.

په ياد ځانمرګي بريد کې تر 70 زياته خلک وژل شوي وو چې پکې تر50 زيات وکيلان او دوه خبريالان هم شامل وو.

ويل شوي وو ياد کمانډر په کال 2017 کې د جميعت علما اسلام ف ګوند په مرکزي مشر مولانا عبدالغفور حېدري هم په مستونګ کې ځانمرګي بريد کې ککړ وو، په ياد بريد کې 26 تنه وژل شوي وو او 30 نور ټپیان شوي وو.

ويل شوي کمانډر په ږوب ښار کې د جماعت اسلامي په مرکزي مشر مولانا سراج الحق باندې د ځانمرګي بريد تر سره کولو پلان کړی وو، په ياد بريد کې پينځه تنه ژوبل شوي وو.

سي ټي ډي دعوه کړې وژل شوي کمانډر په کال 2021 کې د بلوچستان د مچ سيمې د کولې يا سکرو په کانونو کې کارکوونکي هزاره خوارکيښو د وژنې پلان ترتيب کړی وو په دغه پېښه کې 11 تنه هزاره شعیه کان کيندونکې وژل شوي وو.

د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ ده.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کې ویلي یې وو په بلوچستان کې د ناامنۍ حالات قابو کول به یې لمړی هدف وي.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز د رپوټ ترمخه سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پیښې رپوټ شوې وې چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.

په رپوټ کې ويل شوي، د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.

د رپوټ ترمخه بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې او بلوچستان صوبه کې له دغې نه د وړاندينۍ میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصدي او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصدي سیوا شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG