لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان بېلابیلو برخو کې په ناقانونه توګه د میشتو افغان کډوالو د نېولو لړۍ چټکه شوې ده


د پاکستان د بیلا بیلو سیمو نه د رارسیدلو راپورونو تر مخه دغه هیواد کې د میشتو افغانان کډوالو په ضد عملیات چټک کړی شوي دي اؤ کومو افغان کډوالو سره چې د استوګنې قانوني اسناد نه وي، پولیس هغوي نیسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر تر مخه افغانستان کې د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته تېرو دوو کلنو کې ۶ لکه افغانان پاکستان ته په کډه راغلي دي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره ورځ خبریالانو ته ویلي غیر قانوني کډوال پاکستان کې د استوګنې اجازه نه لري اؤ دوي به بېرته خپل هیواد ته شړلی شي.

د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر خان وي او ای ډیوه ته وایي، افغانستان کې غیر یقیني صورتحال دی، نو ځکه دوي(یو این ایچ سي ار) د پاکستان په شمول د نړۍ نورو هیوادونو ته خواست کړی دی چې په زوره دې افغانان ونه ویستل شي.

شل کلن زاهد الله نوی د دولسم ټولګي نه فارغ شوی و. جلال آباد کې به یې د درزیتوب کار هم کولو. د لوړو زده کړو اراده یې لرله، چې دغه وختونو کې دوه کاله وړاندې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړو. دی پیښور ته په کډه راغلو او دلته نه یې ترکیې ته د اوړیدو هڅه وکړه.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "زه ملګرو دې ته اړ کړم چې زه دې په ناقانونه طریقې دلته نه ترکیې ته لاړ شم. ما په قرضو باندې د دې ځایې نه خبره وکړه او په پټه روان شوم. ایران کې ونیولی شوم. د بند دوران کې ایرانیانو اتلس ورځې داسې ووهلم، چې په پوزه او غوږونو مې وینې راماتې شوې"

هغه دخپلې کیسې په دوام وایي "بیا یې زه د افغانستان نیمروز ولایت ته راواړولم. هلته نه خپل ولایت ننګرهار ته راغلم، خو هلته د کار روزګار زمینه برابر نه وه، نو مور پلار دې ته اړ کړم چې زه دې یوځل بیا پاکستان ته ولاړ شم. نو زه بیرته دلته راغلم"

زاهد الله وایي اوس د یو نیم کال نه دلته د پیښور یو بازار کې په مزدورۍ د بل دوکاندار ټماټر خرڅوي. د کور نور غړي یې په کامې اولسوالۍ کې دهقاني کوي. دی تر خپله وسه هره میاشت هغوي سره مالي مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیسون (یو این ایچ سي آر) او حکومتي شمیرو تر مخه دا مهال پاکستان کې دیارلس لکه افغان کډوال میشته دي چې پکې هغه شپږ لکه کډوال هم شامل دي چې د طالبانو د واک ترلاسه کولو نه وروسته دلته راکډه شوي دي.

د دغه کډوالو ۵۲ فیصدي خیبر پښتونخوا کې اوسیږي.

د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر خان وایس آف امریکا ډیوه ته دوي د نورو کلونو په څیر سږکال هم یوه ایډوایزري جاري کړې وه اؤ په هغې کې یې د هاغو هیوادونو نه خواست کړی و، چرته چې افغانان میشته دي، چې دوي دې افغانان بېرته نه لیږي ځکه چې افغانستان کې حالات غیر یقیني دي.

قیصرخان وایي پاکستان د تیرو څلویښتو کلونو نه د افغان کډوالو میلمستیا کوي. وایي "زمونږ خواهش دی چې پاکستان دې دغه میلمستیا جاري وساتي"

ښاغلی قیصر خان زیاتوي د کال ۲۰۰۲م نه تر دې مودې پورې د یو این ایچ سي آر د رضا کارانه واپسۍ پروګرام لاندې څلورڅلویښت لکه افغان کډوال بېرته خپل هیواد افغانستان ته ستانه شوي دي، چې پکې ۱۶۰۰ دې تیرو دوو کلونو کې ستانه شوي دي.

حکومت پاکستان کې میشتو افغانانو ته پي او آر یعني د رجسټریشن د ثبوت کارډونه جاري کړي دي. خو کډوال اکثره ګیله کوي، چې ددغو کارډونو باوجود دوي ځورول کیږي.

پيښور کې میشت افغان کډوال نصیر احمد ډیوه ته وایي "چې کله پولیس مونږ ونیسي. مونږ ورته کارډ وښایو، نو کله وایي دا واکسین کارډ دی. کله بیا نور څه وایي. مونږ ته خو حکومت راکړی دی. مونږ خو خپل ځان نه څه نشو لیکلی. ځینو ځایونو کې چې د پولیس والا زړونه خوږ شي، نو وایي ځئ خپله مزدوري کوئ. او چې زړه یې خوږ نه شي، نو خامخا به دې تاڼې ته بوځي او زر نیمې روپۍ به درنه اخلي"

د کوټې او کراچۍ نه راپورونه ترلاسه شوي، چې دغلته پولیسو په سلګونو افغانان نیولي دي.

تېره ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي. پاکستان کې ناقانونه میشته افغانان به نیول کیږي او خپل هیواد ته به اړولی شي.

دغه راز د خیبر پښتونخوا د اپیکس کمیټې غونډه هم تیره ورځ د نګران اعلا وزیر محمد اعظم خان مشرۍ کې تر سره شوې، چې پکې اړونده ادارو ته صوبه کې د میشت افغانانو د جایدادونو او کاروبارونو په هکله د معلوماتو د راغونډولو امر شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG