لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: طالبان دې نیول شویو ټي ټي پي وسلوالو ته سزا ورکړي. څېړونکي: نه ښکاري چې طالبان دا کار وکړي


د پاکستان حکومت کابل کې د طالبانو حکومت نه غوښتنه کړې افغانستان کې نيول شوي د تحريک طالبان پاکستان 200 پورې جنګيالو ته دې د قانون سره سم سزا ورکړي، خو څيړونکي وايي د ټي ټي پي د وسلوالو نیولو خبرونه باوري نه دي ځکه چې په دې حقله افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه دريځ مخي ته نه دی راغلی.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني وويل، دوی غواړي په وروستیو کې نيول شوي د ناقانونه ګرځول شوي ټي ټي پي وسلوالو ته دې د افغانستان د طالبانو حکومت سزا ورکړي.

خو څېړونکي وايي په دې حقله د طالبانو د حکومت قوي معلومات مخې ته نه دي راغلي او د دوی په وینا دا خبره امکان هم نه لري ځکه چې وایي افغان طالبان او ټي ټي پي يو بل سره د کلک مسلکي او عقيدوي تړون ترڅنګ جګړه کې هم قوي ملګري پاتي شوي دي.

څېړونکي او خبريال وقاص شاه وایي، د ده نه دی خيال چې د ټي ټي پي خلاف به افغانستان کې داسې کاروايي وشي ځکه چې وایي د هغې ډېر وجوهات دي:

"که د ټي ټي پي په افغانستان کې کاروايي کوي نو ټي ټي پي سره نورې لارې دي، هغه داعش ته تلی شي القاعدې ته تلی شي نورو تنظيمونو ته تلی شي، په افغانستان کې امارت اسلامي په دومره مضبوط پوزيشن کې نه ده اوس اګرچې په ټول ملک کې د هغوي حاکميت دی قبضه يې ده خو زما نه دی خيال چې ګنې د هغوي سره دومره قدرت او طاقت شته چې خپل زاړه ملګري چې روس خلاف جهاد کې يا د امريکې خلاف په جنګ کې د امارت اسلامي ملګري وو د هغوي خلاف کاروايي وکړي".

د کابل طالبانو په وروستيو کې نه يواځې د ټي ټي پي په حقله د پاکستان لګول شوي تورونه په سختۍ سره رد کړي بلکې ايران او پاکستان دواړو هيوادونو ته يې د افغان کډوالو سره د نړيوالونو قانونو سره سم د چلند يادونه هم کړې ده.

د خبري غونډې پرمهال جليل عباس جيلاني ويلي، په تېرو څو هفتو کې پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه نه يواځې پاکستان بلکې ټوله نړۍ اندېښمنه ده۔ هغه وويل د افغانستان د خبرو پروسه هم روانه ده او په هغې کې په دې خبره زور راوړل شوی چې د هغې غاړې نه د بريدونه مخه دې ونيول شې کومه چې ددغه هېواد ذمه واري هم جوړيږي۔

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح ا لله مجاهد يو وار بيا دا خبره تکرار کړه چې دوي به هيچاته هم د افغانستان خاوره د پاکستان ضد استعمالو اجازه ورنه کړي.

څېړونکي وايي بايد پاکستان په ړومبي فرصت کې خپلې پولې په صحيح معنو کې خوندي کړي ګنې د څه ډول عملياتو په صورت کې به د دواړو هېوادونو اړيکې په دښمنۍ بدلې شي.

خبريال او څېړونکی علي اکبر وایي د دې خبرو د لاسه د پاکستان او افغانستان په مستقبل کې تاوتريخوالی سېوا کېدی شي:

"که فرض کړه پاکستان په افغانستان کې کاروايي کوي د افغان طالبانو د مرضۍ خلاف يا د هغوی په نوټس کې د نه راوستلو نو بيا به هغوي هم په پاکستان کې کاروایي کوي او دغه شان د دواړو خوږو ملکونو تعلقات نور هم خرابېدلی شي".

د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د دې خبرې تصدیق وکړو چې حکومت یې فیصله کړې ده ټول هغه افغانان او نور بهرنیان له ملک نه په زوره وباسي چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسیږي.

خو څېړونکي وايي د پاکستان د کډوالو بيرته ویستلو فيصله يو سياسي دام ښکاري چې وایي څه مثبتې ګټې به را نه وړي.

خبريال او څېړونکی وقاص شاه وایي، د افسوس خبره ده چې پاکستان دا معامله هم د سياست ښکار کړې ده، وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي‌ د پاکستان ولس او د افغانستان ولس بیا بیا د دواړو دولتونو نه غوښتنه کړې ده چې که ستاسو په رياستي کچه باندې څه مسلې وي په دې کې ولس، تجارت او کاروبار مه راولئ:

"د بدقسمتي نه د پاکستان سره اوس ډېر لږې لارې او اپشن دي چې کډوال اوس وليږي، که کډوال واپس افغانستان ته لاړو نو پاکستان سره به ليوريج [په طالبانو باندې د اغېز] څه پاتې شي".

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ویستلو په فيصله اندېښنه ښکاره کړې ده، ځکه چې دې کې به هغه افغانان هم اغېزمن شي چې په نړېواله کچه د تحفظ په لټه کې دي. ښاغلي جيلاني ويلي دي د غيرقانوني افغان کډوالو د ویستلو د فيصلې منظوري نګران کابينې ورکړې ده او دا چې دغه پرېکړه يواځې د افغان کډوالو په اړه نه ده بلکې د نورو ملکونو غير قانوني وګړي به هم ویستل کېږي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG