لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په واکمنۍ کې د پاکستان له لارې د افغانستان په درامداتو کې دوه بيلينه ډالر اضافه شوې


څيړونکي وايي د کله راهسې چې افغانستان کې طالبان واکمن شوي د پاکستان د لارې د افغانستان په درامداتو کې دوه بيلين ډالر اضافه شوې او د کسټم چارواکو ترمخه ډير سامانونه افغانستان ته نه دي رسېدلي چې پاکستان ته یې د نزدې 178 اربو روپیو د ټېکس په مد کې زيان اوښتی دی.

د څېړونکو وینا ده چې د ټرانزټ ټريډ تړون له مخې د افغانستان کوم غیرملکي تجارتي شیان د پاکستان کراچۍ بندر ته راځي زیاتره توکي پکې په پاکستان کې پاتې شي او ټېکس پرې هم نه ادا کېږي.

ددې ترڅنګ د ټرانزېټ ټرېډ کوم شیان چې افغانستان ته یووړل شي اکثر بېرته پاکستان ته قاچاق کيږي.

د پاکستان او د افغانستان د کال 1965م د ټرانزټ ټريډ تړون له مخې د پاکستان د لارې د نورو هېوادونو نه درامد شویو سامانونو باندې به په پاکستان کې ټېکس نه اخستل کيږي.

تجارتي کارپوهان وايي په دې کې ډير سامانونه د نورو هېوادونو نه افغانستان ته د درامد په نوم راوغوښتل شي خو بيا افغانستان ته نه رسیږي بلکې د پاکستان په مارکيټونو کې خرڅيږي.

د دې ترڅنګ ځیني سامانونه د افغانستان نه قاچاق کيږي چې په پاکستان کې بيا په ارزانه بېعه خرڅيږي.

څېړونکی او خبريال لحاظ علي وايي د طالبانو په واکمنۍ کې د پاکستان د لارې د افغانستان په درامداتو کې دوه بيلين ډالر اضافه شوې او د کسټم چارواکو ترمخه ډير سامانونه افغانستان ته نه دي رسېدلي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې لحاظ علي وویل"پاکستان ته د افغانستان په نوم ډير هغه څيزونه درامد شوي چې په افغانستان کې يې استعمال د نشت برابر دی او هغه بيا پاکستان کې خرڅول کيږي، چې کاروباريان پرې حکومت ته ټېکس ور نه کړي"

د پاکستان د ګمرک یا کسټم چارواکو په دريم اکتوبر په 106 شیانو افغانستان ته په وړلو بنديز ولګولو چې پکې ايرکنډيشنونه، ټي وي ګان، د کراکرۍ سامان او د کورني استعمال نور ګڼ څيزونه شامل دي۔

د پاکستان د تجارت محکمه وايي په 2021م مالي کال کې د ټزانزټ ټريډ حجم څلور اربه او 60 کروړه ډالره ؤ، او په 2022-23مالي کال کې دا حجم 6 اربه او 70کروړه امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی .

د افغانستان نه د تجارتي شیانو پاکستان ته د سمګلنګ یا قاچاق کېدو په اړه د رپورټونو په جواب کې په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت وياند ذبيح الله مجاهد وي اوای ډيوه ته وويل حکومت یې د قاچاق په وړاندې جدي ګامونه اخستي دي.

د هغه په خبره "قاچاق ودرول زمونږ وظيفه ده، مونږ ځکه قاچاق نه پرېږدو چې په نقصان يې خبر یو، مونږ ته هم نقصان راکوي او نورو هېوادونو ته هم زيان اړوي".

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس شريک مشر خان جان الکوزی وايي که پاکستان افغانستان ته په ټرانزټ ټريډ ټېکس ولګوي، او يا بنديزونه ولګوي نو دا به د دواړو هېوادونو د پاره زيان وي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي الکوزي وویل "پاکستان د افغانستان سره دا معاهده لري، د دنيا په يو هېواد کې هم د داسې معاهدو په ترڅ کې بل هېواد ته وړونکي سامان باندې ټېکس نه اخستل کيږي، دا به د پاکستان د پاره هم ډير د زيان سوب وګرځي او د منځنۍ اسيا سره به يې تجارت اغېزمن کړي ".

څېړونکي وايي افغانستان ته د تجارتي سامانونو په وړلو د بنديز په ځای دې پاکستان د خپل ټېکس راټولولو نظام پياوړی کړي او د قاچاق د لارو مخه دې ونيول شي چې ورسره افغانستان او مينځنۍ اسيا سره تجارت زيات او روان پاتې شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG