نږدې ۱۵۰ هیوادونو چې ډیری یې په افریقا کې دي، د چین لس کلن د کمربند او لارې پر پروګرام چې د BRI په نوم هم یادیږي لاسلیک کړی دی
دا پروګرام د بیلیونونو ډالرو په ارزښت د نړیوالو زیربنایی پروژو، سړکونوو ریلونو او نورو اساسي کارونو په جوړولو کې مرسته کړې خو ځینې هیوادونه یې بیا په پورونو کې ډوب کړي دي.
د VOA نیروبي بیورو مشره ماریاما ډیالو په افریقا کې د BRI اغیزې او د دې چینایي پروګرام ګټو او پرې انتقادونو ته کتنه کړې چې بهشته تلاش یې تاسې ته وړاندې کوي.