لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او هنرمندانو د افغان کډوالو د ويستو د فېصلې بيرته اخستو غوښتنه کړې


د افغان کډوالو ستونزې او حل لارې
د افغان کډوالو ستونزې او حل لارې

پاکستان نه د افغان کډوالو د ويستل کېدو په مسله پېښور کې ټولګونديز کانفرنس شوی، سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او هنر مندانو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې د کډوالو ويستلو فېصله دې بيرته واخلي ځکه افغان کډوال به د يو شمېر خطرو سره مخ شي. پوليسو د غونډې راجوړونکی حيات روغانی د څه وخت د پاره نيولی وو.

پرون د ګل يا دوشنبې په ورځ پېښور پريس کلب کې د څېړنیز او پرمختیایي مرکز مفکورې او د موسیقۍ د هنر سره د تړلو فنکارانو تنظیم هنري ټولنې په کوربه توب تابيا شوې غونډې ګډونوالو وويل پاکستان د افغان کډوالو ويستلو پريکړه د خپل سياسي ګټو دپاره پورته کړې ده.

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي،"نه بېن الاقوامي قانون اجازت ورکو او نه پاکستان يو قسم قانون لري د مهاجر باره کې دلته صرف دوه قوانين دي يو فارن ايکټ او يو دی د اميګرېشن ايکټ، په هغې کې يو تن نيول کېدی شي خو په دويمه ورځ پکې ضمانت کيږي ته سړي هډو بوتللي نشي دا لاقانونيت دی".

د غونډې په پای کې پوليسو د پریس کلب د مخې نه د مفکورې مشر حیات روغانی نيولی وو، خو وروسته یې بيا پرېښودی دی.

نوموړي وي او اې ډيوه ته وویل، پولیس ورته ويلي، دی یې په غلط فهمۍ کې نيولی وو مقدمه پرې نه ده درج شوې او خوشی کړی شوی دی.

خو د غونډې وروسته د پي ټي ایم خېبر ضلعې کوارډینیټر افتاب شینواری، او د پښتون سټوډنټس فیډریشن غړی دانیال دانش ګرفتار کړل شوي. د پي ټي ایم د پېښور ویاند ډاکټر مشتاق تر سیمینار پیل کېدو وړاندې په لاره کې پولیسو نیولی. او ويل کيږي د پي ټي اېم بلال اورکزی هم نيول شوی دی.

د دې ګرفتاریو پرضد په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون مخې ته راغلی، خو پوليسو د نيول شوو کسانو په حواله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د مفکوري مشران وايي، پيښور هايکورټ کې یې د نيول شوي ملګرو د ګرفتارۍ پرضد خواست کړی دی.

د کانفرنس ګډون والو وويل د افغان کډوالو بيرته ویستلو کې افغان زنانه کډوالې ډېري اغېزمنېدی شي ځکه چې افغانستان کې د تعليم ترڅنګ د ښځو په کار روزګار بنديز دی.

د ملي جمهوري غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعاله پلوشه عباس وايي،"چې دلته نه زمونږ دا خوېندې ميندې او بچي لاړ شي نو ايا د هيومن رايټس وايليشن [د بشري حقونو سرغړونه] ترمخه په دې د ټول عالم څه فوکس شته چې دوی به د کومو ستونزو نه تيريږي دلته چې زمونږ کومي بچي [ماشومانې] دي هغوی کم از کم که په هره طريقه ده که په سخته ده که په نرمه ده هغوي تعليم خو حاصلوي پاکستان کې، واپس چې هغوی لاړې شي نو ايا د هغوي د بشري حقونو به څوک تپوس کوي".

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په درېيمه نېټه ويلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت غېر ملکيان د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ګواښ کړی وو که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي.

د افغان کډوالو په ويستلو متحده ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ترڅنګ افغانستان کې د طالبانو حکومت نيوکې کړي او د دغه فېصلې بيرته اخستو غوښتنه يې کړې ده.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG