لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د اسرایل او حماس جګړه که اوږده شوه په پاکستان باندې به هم بدې اقتصادي اغېزې ولري


پاکستاني څېړونکي وایي د اسرايل او حماس روانه جګړه د نړۍ په ګډون د پاکستان دپاره هم بدې معاشي اغېزې لرلی شي. پاکستان د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف او نورو مالياتي ادارو نه د قرضونو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

څېړونکي ویره لري که چرته د حماس او اسرايل جګړه نوره اوږده شوه يا نورو سيمو او هېوادونو ته خوره شوه نو معاشي اغېزې به يې له خطره ډکې وي.

د معاشي چارو کارپوهان وایي پاکستان د منځني ختيځ هيوادونو، امريکا، او ګڼ شمېر يورپي ملکونو باندې انحصار لري او زیاتوي که د جګړې له امله د نړیوالو هېوادونو نوې نوې ډلې جوړيږي پاکستان ته به اسانه نه وي چې په يو وخت کې هرې خوا ته په توله براې معاشي اړيکې وساتي.

اقتصادپوه ډاکټر فهيم نواز وایي،‌ نن سبا د پاکستان زياته تکیه په عرب ملکونو باندې ده، وایي که هغوی په دغه جګړه کې مخ ته ځي نو امريکا چې د اسرايل طرف ته ده د پاکستان مالي ستونځې به ورسره سېوا کيږي. ښاغلي نواز وي او اې ډیوه ته وویل:

"که دغه عرب بلاک جوړيږي نو پاکستان نه د هغې نه مخ اړولی شي او نه امريکې نه نو پاکستان دپاره به فيصله کول لږ ګران وي او چې څه فيصله هم پاکستان وکړي که عرب خواته ځي او که امريکې خواته يو اړخ به خفه کيږي او د هغې نه به معاشي مسايل جوړيږي".

یو پاکستاني څېړنکار خرم حسين د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په يو مضمون کې ليکلي، چې په منځني ختیځ کې د اسرایل او حماس جګړې د اثر نه به د پاکستان محفوظ پاتې کېدل ممکن نه وي.

اقتصادپوهان وايي په روانه جګړه کې تر ټولو لوی خطر د تېل پېداکوونکو تنظیم اوپېک نه د تېلو دوامداره رسد دی. اقتصادپوه پروفېسر سجاد احمد جان وایي:

"که د تېلو سپلای د دې جنګ په وجه متاثره کيږي نو بيا ظاهره خبره ده د هغې سره به ټوله دنيا کې معيشت لاندې راځي، هغې کې به صرف پاکستان نه وي ځکه اکثره دنيا چې ده د منځني ختیځ په تېلو باندي د هغوي انحصار دی".

څېړونکي ویره لري چې په اوسني وخت کې د حماس اسرايل د روانې شخړې په سمدستي توګه د ختمېدو کوم امکان نه شته او د اوکراين د جنګ د نړیوال اقتصادي اثراتو په څېر به د اسرایل او حماس تر منځ جګړه هم د سیمې او نړۍ لپاره ټولنیزې او معاشي اغېزې ولري.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG