لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور بورډ بازار کې د افغانانو کېبنونه اؤ عارضي دوکانونه انتظامیې نړولي


د پيښور بورډ بازار چې په کوچني کابل پيژندګلو لري او افغان کډوال پکې بيلا بيل کاروبارونه کوي پرون د خالي په ورځ ضلعي انتظامې هلته په سلګونو کاروباري ځايونه نړولي دي.

د پيښور د ضلعي انتظامي چارواکو په وينا بورډ بازار کې دغه عارضي دوکانونه او کيبینونه د سرکار په ځمکه يا د سړک په غاړه جوړ کړی شوي وؤ او پرون د غير قانوني تجاوزاتو ضد اپريشن کې د منځه وړل شوي دي۔

خو بورډ بازار کې کاروبار کوونکي افغانان وايي د تيرو څو لسيزو راهيسي دوي دلته اباد دي او دغه يې د ګټي وټي يوازیني ذريعه وه کومه چې پرون ضلعي انتظامي بغير د څه پيشګي ړنګه کړه او په سلګونو بې وزله افغان کډوالو دوکاندارانو یې مالي زیان واړولو۔

د دولس کلن عابد الله خاکسار د چرګانو پنجره هم په عملياتو کې د مينځه وړل شوې ده ، هغه ډېوه ته وايي دغه پنجره یې د ټول فاميل چې په لسو کسانو مشتمل دی، يوازینۍ د معاش ذريعه وه۔

هغه وایي"مونږ د چرګانو کاروبار کولو، دوه درې دوکانونه مو تباه شول زمونږ دا څه حال دی، مونږ دا درې څلور مېاشتي کيږي د افغانستان نه راغلو پاکستان ته د پناه راوړلو دپاره، هلته مو ځای نه و دلته راغلو دلته هم اوس زمونږ د پناه ځای نشته، څه به وکړو، دا نن دا حال دی دا وګوره چرګان مرګان هر څه لاړل بورډ بازار يې وران کړو‘‘

د ضلعي انتظامي چارواکو په وينا دې عملياتو کې څلور سوه نه سيوا غيرقانوني کيبينونه او نورې ودانۍ ړنګې کړل شوي دي او د سرکار په کار کې په خنډ جوړيدو د سلو نه سيوا کسان نيول شوي هم دي۔

چارواکي زياتوي دا ټولي ودانۍ په تجاوزاتو کې راتلې او دغه دوکاندارانو په فټ پاتونو قبضه کړې وه چې تري عام ولس ته تګ راتګ کې ستونزي ورپيښې وې۔

چارواکي زیاتوي ټوله ضلعه کې به بغير د څه توپير نه د تجاوزاتو پرضد عمليات دوام لري۔

خالد خان نومي افغان دوکاندار وايي ټول مال یې دغه عملياتو کې چور شو او وس تش لاس پاتي شوی دی.

نوموړي وايس اف امريکه ډيوه ته وويل ‘‘زمونږ د تپوس څوک نشته پکار وه چې مونږ ته یې وخت راکړی وی کله چې د افغانانو دا هله ګوله شورو شوي مونږ سره ډيره سختي شورو شوې ده‘‘

د پاکستان حکومت د روانې اکتوبر میاشتې په پيل کې ټولو غیر قانوني کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د دملک نه د وتلو لپاره مهلت ورکړی و او ورسره یې دا خبرداری هم ورکړی و چې که څوک پخپله خوښه ونه وځي، چارواکي به یې ونیسي او وبه یې شړي.

په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمېر بهرنیو هیوادونو له پاکستانه غوښتي چې دا افغان کډوال دې نه وباسي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې کېدای شي دا کسان افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو لخوا د ځورونې او ځپل کېدو سره مخ شي

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG