د امریکا په کالجونو او پوهنتونونو کې د زده کونکو کلني فیسونه تر اتیا زرو ډالرو رسېږي خو د کمولو لارې یې هم شته
زده کونکي وایي، دوی د پوهنتون د څلور کلنې دورې لپاره په کال کې له 40,000 څخه تر 80,000 ډالرو پورې فیس ورکوي.
ددغو فیسونو د کمېدو لارې چارې څه دي؟
د وي او ای خبریالې لورل بومن پرې راپور جوړ کړی چې بهشته تلاش یې تاسې ته وړاندې کوي.