لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستان څخه د تورخم له لیارې په زیات شمېر افغان کډوال هېواد ته ستنېږي


د پاکستان حکومت لخوا له خپل هېواد څخه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو وخت ختمېدو ته یوه ورځ پاتې ده او د تېرو څو ورځو راهیسې د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې چټکوالی لیدل کېږي.

ماجبين بي بي پيغله وه چې په افغانستان د شوروي اتحاد له حملي وروسته پاکستان ته کډواله شوه او ټول ژوند يې هلته تير کړ خو وايي، اوس په تش لاس او له ګڼو اندېښنو سره د مجبوريت له کبله افغانستان ته روان دي.

"مونږ له ويرې راغلو او اوس دلته پراته يو نو تاسو نه ويني چې شپه څنګه تيره شوه يخني نده؟ ماشومان ماشومان لمسي مي دي يو وړوکی دا دي بل هاغه."

د پاکستان حکومت ویلي د ټاکل شوې نېټي وروسته د غير قانوني کډوالو د نيولو دپاره ټولي تيارۍ ترسره شوي دي.

د ای پي خبري اداري د خېبر پښتونخوا د داخله او قبايلي چارو د محکمي د چارواکو د قوله ليکي چې د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه تر درویشتمې پورې دري ديرش نيم زره پوري غير قانوني کډوال د تورخم د لاري افغانستان ته ستانه شوي دي.

لس کلن علي خان د پنجاب په سيالکوټ ښار کې زيږيدلی وايي ټول ملګري ورنه پاتي شول او ډير په خفګان يې د يو بل نه رخصت واخیست.

"زمونږ د سکول ملګري ټول ما پسي خفه و ما هم ورپسې ژړل هغوي هم راپسې ژړل ټول خفه و زما د پلار په موبايل کې یي مسيجونه کول."

يوه ورځ وړاندي د داخله چارو نګران وزير سرفراز بګټي ويلي کډوالو ته به د پنځوس زره افغانیو نه د زیاتو پیسو د وړلو اجازه نه وي.

له کراچۍ نه افغانستان ته تلونکي افغان کډوال خان محمد وایي، د څارویو ترڅنګ يې قيمتي سامانونه له مجبورۍ په ارزانو نرخونو خرڅ کړي.

"ډک ډک کورونه مو پاتي شول زمونږ چې کومي د خواري مزدورۍ پيسي وې هغه راسره نه پريږدي د پنځوس زره روپو نه سيوا نه پرېږدي، غواګاني مال څاروي مو اخیستي و د لک لک يو نيم لک څاروي زمونږ نه پنځوس زره روپۍ اخلي داسي رکشي پکي نور سامانونه جايداد هر څه دلته پاتي شول."

د خېبر پښتونخوا دري ضلعو هري پور، پيښور او د خېبر لنډي کوتل کې د غير قانوني کډوالو دپاره مرکزونه جوړ شوي دي چېرته چې د سيکورټي درني نفري سره د قانوني اقداماتو ترسره کولو دپاره د نادرا ترڅنګ د نورو محکمو کارکوونکو ګمارل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG