لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په نېږدې دوو میاشتو کې څه کم درې لکه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي


د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، په نېږدې دوو میاشتو کې څه کم درې لکه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

په پاکستان کې د مېشتو غير قانوني کډوالو شمېر تر اولس (۱۷) لکو ښودل کېده خو د ستمبر د اولسمې نېټې څخه تر ديارلسم نومبر پورې په نېزدې دوو مياشتو کې په مجموعي توګه کابو دوه لکه او نوي زره کډوال بيرته افغانستان ته تللې دي.

خو څېړونکي وايي، که چيرې د غېر قانوني کډوالو شمېر له حکومتي دعوو سره برابر وی نو بيا پکار وه چې تر وسه له لس لکو څخه زيات کډوال بيرته تللی وی.

خبريال او څېړونکي عقيل يوسفزي وي او ای ډيوې ته وویل،

"حکومتي دعوې چې څنګه وې هغسې نه ليدل کيږي. دا شمېرې حکومت د فشار دپاره کارولې خو بيا انتظامي توګه یې کوم تياری ورته نه وو نيولی او اوس د هغې نتيجه دا ده چې د کډوالو بيرته ستنېدو شمېره کې ورځ تر بلې کمی ليدل کيږي.

د حکومتي شمېرو تر مخه د ستمبر د اولسمې نېټې وروسته چې د تورخم له لارې نزدې 2 لکهه او 6 زره کډوال د نومبر تر دولسمې نېټې بيرته افغانستان ته تللې دي او هم دا شان تر نوي زره د چمن پولې له لارې اوړېدلې دي چې په دغو کې ځېنې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې قانوني اسناد يې لرل خو د دوي کره شمېره بيا نه ده څرګنده شوې.

د پاکستان حکومت له لوري ویل شوي د دغه دواړو لارو سره سره د چاغي او قلعه سېف الله سره نېږدې لارې هم پرانیستې وې چې د افغان کډوالو د بيرته تګ لړۍ تېزه شي.

د چمن او تورخم په لارو د اوړېدونکو په شمېر کې کمی هغه اندازې او شمېرو په اړه پوښتنې را پورته کوي کوم چې وړاندې اورېدل کېدې.

په اسلام باد کې د افغانستان په اړيکو نظر لرونکی مېشت خبريال طاهر خان ډيوه ته وویل،

"دغه د ناقانونه کډوالو شمېرې په اړه مسله دا ده چې چاته څه معلومه چې څوک کوم چرته ژوند کوي. نو دغه يو مشکل دی د شمېرو په اړه او بل د کډوالو بيرته ستنېدو شمېرې کمېدو په اړه دا هم ده چې کېدای شي ځېنې کډوال دا سوچ کوي چې کېداي شي پاکستان تګلاره کې بدلون راشي او دا فېصله واپس واخلي. بله دا هم چې له ډېرو کډوالو سره به پېسې نه وي جې ټرک ونیسي ځکه چې ټرک ته خو هم په لکونو روپۍ کرايه پکار ده."

د پاکستان حکومتي دعوو تر مخه د شپږ لکهه نه تر اته لکهه افغان کډوال د طالبانو واکمنېدو وروسته پاکستان ته اوښتي دي.

دغه ډول د تورخم په پوله چې د روزانه په حساب نزدې درې زره کسان بيرته روان دي چې دا شمېر هم ورځ تر بلې په کمېدو دی.

د پاکستان حکومت د غیر قانوني کډوالو کومه حتمي شمېره نه ده ښودلې خو دا يې ویلي دي چې غېر قانوني مېشت کډوالو ته نور په هېواد کې د اوسېدو اجازه نشي ورکولی.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG