لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د خېبرپښتونخوا په کوهستان کې یوه بله پېغله جينۍ د غېرت په نوم وژل شوې

پوليس وايي، د وژل شوې جينۍ بله ملګرې يې ژغورلې ده. د پوليس رپورټ ترمخه د وژل شوې جينۍ د يو هلک سره يو ځای عکسونه په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي او په دغه تور یې کورنۍ بيا د غېرت په نوم وژلې ده.

د پوليس مقدمې ترمخه دا پېښه په 24نومبر شوې ده.

په کال 2011م کې د کوهستان یوه ویډیو مخې ته راغلې د یو واده په دستوره کې دوه هلکان ګډیږي او ورته ناستې پینځه جينکۍ او ښځې لاسونه پړقوي. دغه ویډیو د افضل کوهستاني په نوم يو ځوان خپره کړې وه او ادعا يې کړې وه چې په ويډيو کې ليدل کېدونکې پينځه جينکۍ د يوې جرګې د پرېکړې وروسته وژل شوې وې.

وروسته ویل شوي وو، په ویډیو کې ښودل شوې پينځه جینکۍ او دوه هلکان وژل شوي، د دغو هلکانو دوه نور ورونه هم د دغه قضیې په سر وژل شوي وو.

افضل کوهستاني هم د کال 2019م د مارچ په میاشت کې په اېبټ اباد ښار کې د دغه قضیې اوریدنې وروسته په ډزو وژل شوی وو.

د تازه پېښې په اړه پوليس رپورټ کې ویل شوي، "د کوهستان د پالس تاڼې په حدودو کې ريما بي بي وروسته له هغې وژل شوې چې د يو هلک سره ګډ عکسونه یې په ټولنيزو رسنيو خپاره شوې، بيا د جينۍ پلار او تره یې په هغې په تماچه ډزې کړي او د غېرت په نوم یې وژلې ده".

د کولۍ پالس يو پوليس چارواکي (اېس ډي پي او) مسعود خان وي او اې ډیوه ته ویلي، "د وژل شوې جينۍ سره بله جینۍ هم وه خو هغه بچ کړی شوې، عدالت ته وړاندې شوې او جج بيا د جينۍ په خوښه هغه خپلې کورنۍ ته سپارلې ده".

نوموړي ویلي، د پوليس ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې چې جينۍ د کورنۍ د جرګې وروسته وژل شوې، او علت یې هم په ټولنیزو رسنيو عکسونه خپرېدل وو.

هغه وویل، د پوليس په مدعيت کې د پېښې مقدمه درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي خو په پېښه کې تورن ککړ کسان نه دي نيول شوي.

د ښځو د حقونو فرزانه باري وايي، "که چرته د کوهستان د پينځو جينکو د وژنې په پېښه کې ککړ کسان نيول شوی او هغو ته سمه سزا ورکړی شوی وی داسې پېښې به نورې نه کېدې".

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغې وویل، "افسوس دا دی چې په هغه قضیه کې نیول شوي کسان بري شوي او دا هغه ډاډ دی چې اوس بيا د جرګې د لارې جينۍ ووژل شوه".

د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلا جسټس (ر) سيد ارشد حسېن شاه په کوهستان کې د جرګې په وينا د جينۍ د مبينه وژنې نوټس اخستی، چارواکو ته یې د پېښې د پلټنو دپاره د ګامونو اخستو لارښوونه کړې ده.

نوموړي "پولیس چارواکو ته امر کړی په دغه مجرمانه عمل کې ککړ ټول کسان دې ونيول شي. چاته هم د قانون په لاس کې اخستو اجازت نشته، د وژل شوې جينۍ د خوندي کولو دپاره دې ضروري اقدامات يقیني کړی شي".

See all News Updates of the Day

د پاکستان پنجاب صوبې تعليمي ادارې بندې، 144 ماده لګول شوې

د پاکستان پنجاب صوبه کې نن د جمعې په ورځ د تعليمي ادارو د رخصتۍ او 144 مادې لګولو اعلان په داسې وخت کې شوی چې هم نن پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاج او لاهور کې د يو شخصي کالج د زده کوونکې سره د مبيينه جنسي تيري، زياتي د پېښې په سر زده کوونکو هم احتجاج اعلان کړی دی.

د پنجاب حکومت اعلان کړی، نن د جمعې په ورځ 18م اکتوبر به د صوبې ټول سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه بند وي.

نن د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د حکومت لخوا د اييني بدلون ضد احتجاج اعلان کړی دی.

او د لاهور په يو شخصي کالج کې د يوې زده کوونکې سره د جنسي تيري د پېښې تور لګېدو وروسته زده کوونکو هم احتجاج اعلا کړی دی.

پنجاب حکومت ويلي، تعليمي ادارو کې د زده کوونکو ساتنه د حکومت لومړيتوب دی، ځکه 144 ماده لګول شوې او زیاته کړل شوې، هيڅ ډول احتجاج او سرکاري ودانيو ته تاوان اړول به ونه زغمل شي.

درې ورځې وړاندې د پنجاب وزيراعلا مريم نواز په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د لاهور په شخصي کالج کې د يوې جينۍ سره د مبيينه جنسي تيري په اړه تشې کيسې جوړې کړل شوي، او هغې تور لګولی وو، دغه منصوبه د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا د ګډوډي جوړولواو جلسو جلوسونو دپاره جوړه کړل شوې وه.

له دغې څو ورځې وړاندې د لاهور په يو شخصي کالج کې د يوې زده کوونکې سره د مبينه جنسي تيري خبر په ټولنيزو رسنيو خپور شوی چې د کالج ساتونکي ورسره جنسي تېری کړی دی.

د يادې پېښې وروسته زده کوونکو په لاهور او نورو سيمو کې سخت احتجاجونه پيل کړي وو.

خو مريم نواز ويلي وو، د کومې پېښې دعوه چې شوې او کومه جينۍ ياده کړل شوې، دغه د 10م اکتوبر ياده کړل شوې او چې د کومې جينۍ ویل شوي هغه د دويم اکتوبر نه په روغتون کې داخله ده، غورځېدلې او په آی سي يُو کې ده.

هغې ويلي، په دغه پېښه ناوړه سياست کيږي.

د پنجاب صوبې پوليسو ویلي، د زده کوونکو د احتجاج په تړاو یې تراوسه پورې 250 کسان نیولي، چې پکې د زده کوونکو نه علاوه نور کسان هم شامل دي.

ويل شوي دا هغه کسان دي چې د احتجاج په نوم یې ګډوډي جوړه کړې ده.

د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ چيف جسټس عاليه نيلم په تعليمي ادارو کې د ځورونو د پېښو په خواست اورېدنه کې د پنجاب صوبې د پوليسو مشر غوښتی او شخصي کالج د پېښې د رپورټ وړاندې حکم یې ورته کړی دی.

بلوڅ يکجهتي کميټي: کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو بې درکه کولو لړۍ پيل شوې

بلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه
بلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه

بلوڅ يکجهتي کميټۍ دعوه کړې، په کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو نيولو لړۍ پيل شوې او يواځې د اکتوبر په 16 مه نېټه په کراچۍ کې تر نهو پورې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي بې درکه کړي دي.

په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه کې د بلوڅ يکجهتي کميټي مشرانو وويل، څو ورځې وړاندې د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر د چينايانو په قافله د شوي بريد وروسته امنيتي ادارو او په خصوصي توګه سي ټي ډي د بلوڅ ځوانانو پورته کول پيل کړي او تر اوسه پورې نزدې 16 کسان چې زيات پکې د پوهنتونو زده کونکي دي نيول شوي دي.

د زده کوونکو او نورو کسانو نيولو په اړه سي ټي ډي يا حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار ويلي، د چينايانو په قافله بريد کونکو ترهګرو ته ډېر نزدې ور رسېدلي او نوموړي د امنيتي ادارو سره د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي هڅو ستاينه کړې ده.

پاکستاني ټي وي چېنل، جيو نیوز سره خبرو کې نوموړي، په دغه اړه نور معلومات حساسه ياد کړي او د شريکولو څخه يې ډډه کړې ده.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په خبره، په نيول شوو کسانو کومه مقدمه نه ده ښکاره کړل شوې او نه عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ مرستيال مشر لالا عبدالوهاب بلوڅ وي او ای ډيوه ته وويل، "چې کوم وسله وال تنظيمونه دي تر هغو د رياست لاس نه رسي، مونږ پرامنه خلک يو او زمونږ مبارزه هم پرامنه ده، مونږ تر ننه پورې داسې کار نه دی کړی چې قانون او امنيت خراب کړو، رياست چې د هغو وسله والو نيولو هڅه وکړي او يې ونيسي، دوی ته اسان کار دغه پرامنه خلک نيول دي چې يې ونيسي او وروسته بيا دغه خلک د ترهګر تنظيمونو غړي ښکاره کړي".

بلوڅ يکجهتي کميټۍ ويلي، د بلوڅانو ماشومان په دغه هيواد کې يو ځای هم خوندي نه دي، دوی هيڅ بشري حقونه نه لري، دوی غوښتنه کړې چې د بې درکه کسانو د پټو ځايونو معلومات دې ورته ورکړل شي او سي ټي ډي لخوا دې واضحه کړل شي چې په کوم جرم کې یې نيولي دي.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ تازه تورونو ته حکومتي چارواکو يا امنيتي ادارو لخوا څه ځواب نه دی ويل شوی، خو د اګست په مياشت کې د پاکستان پوځ بلوڅ يکجهتي کميټي د ترهګرو پراکسي په نوم ياد کړې او ويلي يې وو چې دوی د پاکستان امنيتي ادارو بدنامولو دپاره پروپېګنډه کوي.

د اکتوبر په 6مه د شپې شاوخوا 11 بجې د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر د چينايانو په قافله بريد شوې وو، زمه واري يې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل اې منلې، او دعوه يې کړې وه چې د مجيد بريګېډ فدايي يونټ د چينايانو قافله هدف کړې وه.

په پاکستان کې د چين سفارتخانې ويلي وو چې دا په چينايي قافله ترهګر بريد شوی، دوه چینايان پکې وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

چين د پاکستان نه يو وار بيا غوښتنه کړې وه او پاکستان کې د کارکوونکو چينايانو د امنيت دپاره یې د کلکو ګامونو پورته کولو ويلي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، دغه بريد د پاکستان او چین په دوستۍ شوی دی، او د مجيد بریګېډ په ګډون به د دې پېښې زمه وار د قانون منګولو ته راوستل شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانه کې د چين سفير جينګ زيډونګ سره ليدنه کې ډاډ ورکړی وو چې د کراچۍ نړيوال هوايي ميدان نه بهر شوي ترهګریز برید په اړه تحقیقاتو به په شخصي توګه څارنه کوي.

کورمه کې فرقه ييزه نښتې دوام لري، بريد او ځوابي ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې فرقه يیزې شخړې داوم لري او په تازه پېښه کې د شیعه مسلک سره تړاو لرونکي دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي، د ځایي خلکو په ځوابي ډزو کې دوه برید کونکي هم وژل شوي دي.

‎ځايي پولیسو دغه پېښه تاييد کړې، وايي دا پېښه تیره ورځ د افغانستان پولې سره جوختې د برې کورمې په شنګک سیمه کې شوې چرته چې په موټرسایکل سورو وسله والو پر هغو کسانو ډزې وکړې چې په خپلو پټو کې په کرونده بوخت وو.

‎د دوی په وینا په دغه بريد کې دوه تنه، هدايت حسين او هاشم علي، پر ځاى وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

‎پولیس زیاتوي دوی ته ويل شوي، د پېښې وروسته، قبایلي لښکر چيغه کړې، حمله کوونکي یې ګېر کړي، په هغوی یې ډزې کړې او دوه حمله کوونکي يې وژلي دي.

په برید کې ژوبل او مړي کسان په فوري توګه د ضلعې مرکزي ښار پاړاچنار کې ضلعې روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون مشر اېم ایس ډاکټر سید میر حسین جان رسنيو ته ویلي چې دوه مړي او درې ټپيان روغتون ته راوړل شوي دي، او د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د سیمې یو مدني فعال عمران مقبل وویل، په کورمه کې په پټ مخ کسان راشي وژنې وکړي او بیا وتښتي خو وروسته بیا دغه وژنې فرقه ییزه بڼه خپله کړي او بیا ټوله ضلعه کې د شیعه او سني مسلک خلکو تر مینځ خونړی نښتې پیل شي.

هغه وویل حکومتي چارواکي د دغه خونړیو نښتو یوازې ننداره کوي او د مخنيوي د پاره کوم ګامونه نه پورته کوي.

‎د کورمې مرستيال کمشنر جاوید الله مسيد د دې پېښې د تاييد ترڅنګ ویلي د پېښې پلټنې روانې دي، چې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغه زياته کړه چې حکومتي ادارې په سیمه کې د امن راوستلو لپاره هڅې کوي.

‎يوه اوونۍ وړاندې د اکتوبر په 11مه په همدې سیمه کې يو بله د ډزو پېښه شوې، دوه کسان پکې ټپيان شوي وو. بیا وروسته په سیمه کې په یوه بله پېښه کې د مسافر وړونکو ګاډو په قافله شوي برید کې 15 کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي وو.

د سیمې یو ازاد خبریال عدنان حیدر وايي دې پېښې وروسته په لسګونو کسان د شک په بنیاد پولیسو نیولي چې زیاتره د سکولونو او کالجونو زدکونکي دي.

‎په تېرو څو میاشتو کې د کورمې په سیمه کې فرقه ییز تاوتریخوالی زیات شوی او په وار وار سره دا ډول خونړۍ پېښې کېږي. په دغو تاوتریخوالو کې سلګونه ځايي خلک وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

‎د ضلعي چارواکو په وینا، د دغو پېښو له امله د سیمې ټولې د تګ راتګ لارې بندې دي چې نورې ناوړه پېښې ونه شي. خو دا ګامونه د ځايي خلکو لپاره لا نورې ستونزې پيدا کړې دي.

‎په سیمه کې د تاجرانو د اتحادیې یو غړی اسلام علي وايي د لارو بندیز له امله په سیمه کې د خوړو او درملو کمښت جوړ شوی او د خلکو ستونزې سېوا کړې دي.

‎هغه وویل د افغانستان سره د خرلاچي سوداګریزه لاره هم تړل شوې ده، چې په نتیجه کې یې سوداګرو ته په کروړونو روپۍ تاوان رسېدلی دی.

‎د کورمې ضلعې مرستیال کمشنر جاوېد الله محسود ویلي، حکومت د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره بیړني ګامونه پورته کوي، چې په کې د ځايي قبایلي مشرانو جرګې په مرسته د حل لارو موندل هم شامل دي.

‎که څه هم د سيمې قبايلو او حکومت ترمنځ د مذاکراتو او جرګو هڅې روانې دي، خو بیا هم په سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی نه دی. ځايي مشران او جرګه وال وايي چې حکومت باید نور اغېزمن اقدامات وکړي، چې په سیمه کې تلپاتې امن ټينګ شي.

‎ځايي خلک وايي که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي، نو دا نښتې به ټولې سیمې ته پراخې شي او نور انساني او مالي زیانونه به واړوي.

د خوارک نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وایي پاکستان کې په هرو شپږو کې یو وګړی د ولږې سره مخ دی


نړيوال بينک تيره اوونۍ پخپل يو تازه رپورټ کي ویلي وؤ چې سږکال د ياکستان د کمزورې اقتصادى ودي له وجې د لسو کروړو نه زيات خلک د غربت له کرښې ښکته تللي دي
نړيوال بينک تيره اوونۍ پخپل يو تازه رپورټ کي ویلي وؤ چې سږکال د ياکستان د کمزورې اقتصادى ودي له وجې د لسو کروړو نه زيات خلک د غربت له کرښې ښکته تللي دي

پاکستان نن، په 16م اکتوبر د خوراک نړيواله ورځ په داسې مهال لمانځي چې د ملګرو ملتونو له مخې،د ياد هيواد 15 سلنه ابادي يا په هرو شپږو وګړو کي يو تن د خوراک د سخت کمي ،يا د لوږې سره مخ دی٠

په پاکستان کي د ملګرو ملتونو د ايف اې او يا د خوراک، کرکيلې تنظيم او ډبليو ايف پي يا د نړيوال خوراک پروګرام مشرې فلورنس رول وایس اف امريکا ډيوه ته وويل"په پاکستان کي شل في صدي ابادي يا په پنځوؤ کي يو تن د خپل وزن نه کم دی او 15 سلنه خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي."

په دي موقعه په پاکستان کي د خوراک د نړيوال پروګرام مشرې کوکو شيما وويل د خوراک نړيوال پروګرام د خپلو همکارانو او اړونده ادارو اې ايف آي ډي ، ايف اې او، مقامی حکومتونو او ټولنې سره په ګډه د صحت مند خوراک باوري کولو لپاره هلې ځلې کوي.

نړيوال بينک تيره اوونۍ پخپل يو تازه رپورټ کي ویلي وؤ چې سږکال د ياکستان د کمزورې اقتصادى ودي له وجې د لسو کروړو نه زيات خلک د غربت له کرښې ښکته تللي دي.

د اقتصادي چارو خبريال او څيړونکی مهتاب حیدر ډيوه سره خبرو کې وایي"د 2.8 في صدي د اقتصادى ودې شرحه په پاکستان کي د بې وزلۍ د کچې کمولو لپاره پوره نه ده او تر کومې چې دا شرحه د شپږ في صدي نه پورته شوې نه وي، نه خو غربت کميدای شي او نه د روزګار موقعې ترلاسه کیدای شي."

د نړيوالې مالياتي ادارې آي ايم ايف له مخې، پاکستان د نړۍ د بې وزله هيوادونو په فهرست کي په 52م نمبر ی، او د بشري پرمختيا په فهرست کې د پاکستان وضعيت د 192 هيوادونو څخه په 161م نمبر دی کوم چې د دي هيواد خراب صورتحال نور هم واضحه کوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خوراک د نړيوالې ورځې په مناسبت پخپل پيغام کي ویلي" مونږ د غذایي تحفظ ، تل پاتې کرکيلې او د خپل ولس د خيرښېګړې يقيني کولو لپاره د خپل عزم اعاده کوو او د کرکيلې څانګه کې داسې عصري تګ لارې خپلوو چې زمونږخوراکي نظام د نړيوالو چيلنجونو په مقابله کي مستحکم وي."

څيړونکي وایي د خلکو په ګڼ شمير کي بى وزله کيدل يوه نړيواله ستونزه ده او دې لپاره په حکومتي کچه لکه بې نظير انکم سپورټ پروګرام او د ټولنې په کچه نور ګامونه اخستل پکار دي.

قاؽد اعظم پوهنتون اسلام اباد کي د اقتصادى څانګې استاد ډاکټر انور شاه ډیوه سره خبرو کې وایي" د داسې بې وزله خلکو مرستو لپاره که يو خوا د خوراکي شيانو پيداوار زياتول او د دې ګټې عام ولس ته رسول پکار دي نو بل پلو د ګډو هڅو او همکارۍ د لارې د دوى مرستې کول پکار دي.

د نړیوال بينک د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا 716 میلیونه وګړي په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي، چې د تېر کال په پرتله 23 میلیونه زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې په تیرو دوو پیړیو کې د سختې بې وزلۍ سره د مخ خلکو شمیر کم شوی، د پاکستان په څیر هیوادونو کې د غربت په ضد جګړه لاهم پای ته نه ده رسیدلې، چیرې چې غربت ورځ په ورځ مخ په ډیریدو دی. ‎

څېړونکي وایي تر څو چې پاکستان کې بشپړ سیاسي ثبات نه وي نو افغانستان اؤ منځنۍ اسیا سره تجارت وده نه شي کولی


د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه راکمه شوې ده۔
د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه راکمه شوې ده۔

د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت کوونکي سوداګر وايي که څه هم د شنګهاي همکارۍ تنظيم د منطقې هېوادونه د يو بل سره وصل کولو او سيمه یيز تجارت ته ودې ورکولو باندې زور اچوي خو پاکستان کې چي ترکومه بشپړ سياسي ثبات نه وي رامنځته شوی نو د افغانستان او منځۍ اسيا سره تجارت پرمختګ نه شي کولی۔

د اقتصادي چارو پوهان او سوداګر وايي چې د خېبر پښتونخوا کارخانه دارو دپاره په منځنۍ اسيا کې د تجارت دپاره يو شمېر مواقعي شتون لري خو د پاکستان او افغانستان ترمنځه د روانو سياسي شخړو او بنکي نظام کې د ستونزو له امله ترې سوادګر ګټه نه شي پورته کولی.

د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت کوونکی منظور الهي ډیوه سره خبرو کې وایي
د خېبر پښتونخوا د کارخانو ژوند په دې کې دی چې په سيمه یيز تجارت کې د افغانستان او منځنۍ اسيا مارکيټ ته ځان ورسوي.

د هغه په خبره"دې کې دومره اساني ده منځنۍ اسيا واله چې کوم مال ملېشيا نه او انډيا نه راغواړي نو يوې نيمې نه تر دوو مياشتو پورې وخت پرې لګي او د ټرانزټ مشکلات هم وي، نو هم هغه شيان پاکستان کې جوړېږي او چې بهر نه يي راغواړي نو پاکستان نه به يې راغواړي خو اوس دې کې مرکزي بنک مشکلات جوړوي"

تاجران وايي د پاکستان په سیمه ییز تجارت کې ټوله برخه نږدې 4 فيصده جوړېږي چې د نورو هېوادونو په پرتله ډېره کمه ده۔

دوی زياتوي که څه هم د پنجاب او سیند صوبو په نسبت دا مارکيټ خېبر پښتونخوا ته زيات نږدې دی خو د يادو صوبو په مقابله کې پښتانه تاجران د بنک له لارې پېسو لېږلو رالېږلو کې د زياتو ستونزو سره مخ وي چې له امله يې مارکيټ د دوی د لاسه وځي.

د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت کوونکی منظور علي وایي" يومال ما ولېږلو او د هغې پېسې ماته راغلې او ماته پېسې اکاونټ ته نه دي راغلي او بنک په هغو کې پلټنې کوي او ماته هلته نه بل ارډر ترلاسه شي نو زه بل ارډر څنګه ولېږم، لازمي خبره ده هغه ارډر به بل چرته لاړ شي هغه به ولې مانه اخلي، هغوی د ترکي او ايران سره هم لګيا دي تجارت کوي او داسې هغوی د بندرعباس پورټ هم د خپل تجارت دپاره کاروي"

تاجران وايي د سياسي شخړو په نتيجه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د لارو تړل کېدو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت له خوا په ټرانزټ دوه فيصده ټيکس لګېدو سره هم دوه اړخيزه تجارت اغيزمن کېږي۔

دوی وايي د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت ښه کولو دپاره د شنګهاي همکارۍ په تنظيم زور اچول دومره اړين نه دي څومره چې په هېواد کې د سياسي ثبات او د جمهوري ادارو خود مختاري مهمه ده ۔

د تجار منظور الهي په وینا،" هغه خلک که زور هم واچوي او دا سياسي ثبات نه وي دلته سم حکومت نه وي نو دا معاهدې هم نه شي کولی او دا عملي کېدای هم نه شي، هغوی به خپل شور او زور اچوي خو هغوی ته خو لاري شته کنه، اوس چين نېغ په نېغه منځنۍ اسيا او افغانستان ته واخان بارډر باندې سړکونه جوړوي لګيا دی او هم د دې وجې نه چې دلته زمونږه مشکلات دي او هغوی خپله لاره وباسي، هغوی ته څه ضرورت دی چې پاکستان باندې تجارت دپاره زور واچوي چې تاسو کاروبار ښه کړئ، دا خو زمونږه کار دی"

تاجران د سرکاري شمېرو په اساس وايي د پاکستان او منځنۍ اسيا ترمنځه د دوه اړخېزه تجارت کچه د 300 نه تر 400 ميلينه ډالره مخې ته راغلې ده.

تاجران وايي د سيمه یيزو هېوادونو وصل کول او علاقايي تجارت ته ودې ورکولو دپاره اړين دي چې د افغانستان واکمنان او تاجران په اعتماد کې واخيستل شي۔

پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټريز مشر فضل مقیم خان ډیوه ته وایي که افغانستان مرکزي اېشیا سره تجارت کې شامل نه وي" نو د منځنۍ اسيا لاره خو به خلاصه وي خو هغه به ډېره اوږده وي ځکه چې د بندرعباس د لارې ايران او دوبۍ باندې به تجارت کېږي نو بيا خو د شنګهاي تنظيم مقصد ختم شو، مقصد دا دی چې دا ټول هېوادونه د ملګرو غوندې يو بل سري تعاون وکړي"

د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه راکمه شوې ده۔

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG