لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لمز پوهنتون استادانو له عدالته غوښتي پاکستان کې زېږېدلو ماشومانو ته دې شهریت ورکړل شي


د لاهور د يوې تعليمي ادارې څو استاذانو د پاکستان سپريم کورټ ته خواست کړی چې په ياد ملک کې زېږېدليو هغو ماشومانو ته دې د هېواد د شهريت حق ورکړی شي، چې میندې پلرونه یې لسګونه کلونه مخکې دې هېواد ته ور کډه شوي دي.

قانون پوهان وايي د پاکستان قانون هغو ټولو ماشومانو ته د شهريت بنيادي حق ورکوي چې په پاکستان کې پيدا شوي وي خو وايي اړونده ادارې د افغان کډوالو ماشومان د دې حق نه محرومه ساتي چې د قانون نه سرغړونه ده.

د پاکستان د شهريت قانون 1951م څلورمه ماده د افغان کډوالو هغو ماشومانو ته د شهريت ورکولو حق ورکوي چې په پاکستان کې زېږيدلي وي، خو قانون پوهان وايي د افغان کډوالو لوی شمېر ماشومان له دې حقه محرومه ساتل شوي او اړوندې ادارې دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ له قانون سره سمې نه تر سره کوي.

په پېښور کې د هایکورټ وکیل سيف الله محب کاکاخيل وایي، قانون په دې موضوع باندې واضح دی، وایي قانون د مهاجرینو په باره کې خبره نه کوي، "که يو مهاجر کس دی او ماشومان یې دلته پيدا شو نو هغه يو ځای کې نه دی ذکر شوی چې مهاجر د پیدایش سرټیفیکېټ اخیستلو اجازه نه لري".

په سپريم کورټ کې دغه تازه خواست د لاهور تعليمي اداري لمز د شپږو استاذانو يوي ډلې جمع کړی دی او دريځ يې خپل کړی چې د پاکستان د ايين ترمخه په دې خاوره زېږيدونکي هر ماشوم د دې هېواد وګړی دی، که مور او پلار يې دلته په قانوني توګه اوسيږي او که په غير قانوني توګه.

د ملګرو ملتونو د يوې سروې له مخې تقريباً 60 فيصده افغان کډوال يا خو په پاکستان کې زېږېدلي يا چې کله د دوی مشرانو هجرت کاوه نو دوی نابالغه وو.

نعمت خان افغان کډوال دی او پېښور هایکورټ ته یې خواست کړی چې د هغه څلورو ماشومانو ته دې د پيدايش سرټیفیکېټ ورکړل شي، وايي اړوندو ادارو يې په پاکستان کې زېږېدلو ماشومانو ته د پیدایش د سرټفکيټ ورکولو نه انکار وکړ نو ځکه يې نن د دې اعلي عدالت دروازه وټکوله:

"د ډاک اسماعيل خيلو يونين کونسل ته ورغلم هغوي راته برټ سرټفکيټ نه جوړولو چې نه ته افغانی يې بيا نادرا والا ته ورغلم هغوي راته هم نه جوړولو اخري بس ډېر زيات يې ستړي کړم هایکورټ ته راغلم که دوی راته انصاف راکرو".

په سپريم کورټ کې د نومبر په 30مه جمع شوي دغه خواست کې دا دريځ هم خپل کړی شوی چې د پاکستان نګران حکومت د کډوالو ویستلو ګام د بشري حقونو پرضد دی او حکومت تر دې دمه په دې ثابتولو کې ناکامه دی چې دوی د کوم قانون لاندې دغه کډوال باسي.

قانون پوهان وايي د قانون ترمخه د ماشوم د زېږون په وخت هر هسپتال او د يونين کونسل سيکرټري تابع دي چې د پاکستان په خاوره پيدا شوي ماشوم ته د پيدايش سرټیفیکېټ ورکړي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG