لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان دننه وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرونکې د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله څومره پیاوړې ده؟


په پاکستان کې دتېرو څو میاشتو په مهال د ترهګرۍ ګڼ شمیر پېښو کې د قانون پځای کوونکو ادارو غړي په نښه کړل شوي دي خو د تېرو وختونو په پرتله د دې ترهګریزو بریدونو ذمه واري د ټي ټي پي پځای په بیلابیلو نومونو فعاله وړې، وړې وسله والې ډلې اخلي

تېره د نومبر میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې 34 فیصدي اضافه شوې ده اؤ په رامنځته شوؤ 63 ترهګریزو پېښو کې 37 امنیتي عسکر وژل شوي دي.

ددې بریدونو ذمه وارۍ وړې، وړې ډلې لکه لشکر خراسان، تحریک جهاد پاکستان اؤ د حافظ ګل بهادر ډله قبلوي.

په 26م نومبر د بنو بکاخیل سیمه کې په امنیتي ځواکونو شوي ځانمرګي برید کې د ککړ ترهګر تعلق هم د حافظ ګل بهادر د اورپکې وسله والې ډلې سره ښودل شوی دی.

دپاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آی ایس پي ار له مخې دغه برید ګر دافغانستان وګړی ؤ اؤ په برید کې دوه ملکي کسان وژل شوي اؤ د دریوؤ عسکرو په ګډون لس نور ژوبل شوي وؤ.

دا وړومبی برید نه دی چې د حافظ ګل بهادر ډلې سره د تړاؤ لرونکي ترهګر نوم پکې اخستل شوی دی بلکې تر دې وړاندې هم د ترهګرۍ په ګڼ شمیر پېښو کې د پاکستاني تندره وسله والې ډلې حافظ ګل بهادر د ککړتیا رپورټونه مخې ته راغلي دي.

په 15م اګست کال 2021م کې د افغانستان په حکومت د طالبانو لخوا له قبضې کولو وروسته دخېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د حافظ ګل بهادر ډلې فعالیتونو کې پرله پسې اضافه لېدل کیږي.

بنو کې په پاکستاني پوځیانو برید په یو داسې وخت کې شوی دی چې پاکستان پرله پسې په ګاونډي هیواد افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه پرله پسې غوښتنې کوي چې دافغانستان په خاوره موجود د ټي ټي پي اؤ نورو وسله والو ډلو پرضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

پاکستان دافغان طالبانو نه دا غوښتنه هم کړې ده چې حافظ ګل بهادر باید ګرفتار اؤ پاکستان ته یې وسپاري.

پاکستان دعوه لري چې د افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد د کارول کیدو قوي ثبوتونه یې په کابل واکمنو طالبانو ته ورکړي دي خو افغان طالب چارواکي بیا وایي پاکستان باید د خپل کور دننه د ناامنۍ غم پخپله وخوري.

د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې څو کرته د پاکستان دا دعوې رد کړې دي چې ګنې د پاکستان خلاف د بریدونو پلانونه د افغانستان په خاوره کې تیاریږي اؤ ویلي یې دي د دوي حکومت چې څنګه افغانستان کې امن غواړي دغسې د پاکستان لپاره هم د امن هېلې لري.

سږکال د اګست په میاشت کې ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې افغانستان له یوې اوږدې جګړې نه په راتېریدو اوس د ان لوري ته روان شوی دی او کابل د هیڅ یو هیواد په چارو کې مداخله نه کوي.

هغه ویلي وؤ،په تېرو میاشتو کې د داعش اتلس وسله وال په افغانستان کې وژل شوي دي چې تعلق یې دپاکستان سره ؤ خو افغان طالبانو ددې تور په پاکستان نه دی لګولی

د پاکستان د حکومت اؤ افغان طالبانو تر منځ د تورونو اؤ سختو بیانونو په جریان کې د حافظ ګل بهادر ډلې سفیان کاروان په 31م اګست د پاکستان به امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید ذمه واري قبوله کړې وه.

د حافظ ګل بهادر ډلې نیټ ورک یا شبکه پاکستان کې څومره پېاوړې ده اؤ د افغان طالبانو اؤ ټي ټي پي سره دا ډله څنګه اړېکۍ لري ، پر دې د پوهیدلو لپاره اړینه ده چې لمړی باید ددې وسله والې ډلې مشر حافظ ګل بهادر وپېژندل شي.

حافظ ګل بهادر څوک دی؟

حافظ ګل بهادر د پاکستان د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان د دته خیل سیمې سره تړاؤ لري اؤ هغه خپلې دیني زده کړې په میرعلي کې د دارالعلوم نظامیه عیدک نومې مدرسه کې کړې دي.

له دیني زده کړو وروسته هغه د جمعیت علماء اسلام ګوند د طالبعلمانو د تنظیم مالیاتي سکتر اؤ بیا یې مطبوعاتي سکتر پاتې شوی دی.

د شمالي وزیرستان وتلي صحافي ناصر داوړ د خپلې صحافتي دندې په مهال څو کرته د حافظ ګل بهادر سره ناست پاست دی اؤ هغه وایي چې ګل بهادر نه یوازې په نظریاتي توګه افغان طالبانو د اثر لاندې ؤ بلکې هغه افغان طالبانو ته نزدې هم ؤ.

"حافظ ګل بهادر د شمالي ټلوالې پرضد افغان طالبانو سره په جګړه کې تر یو څه حده ونډه هم درلوده، خو د 11م ستمبر نه وروسته چې امریکا افغانستان ته راغله نو بیا په دې حواله د هغه جهادي فعالیتونه وغځېدل اؤ شمالي وزیرستان کې د مهمو افغان طالب مشرانو سره مرستې اؤ ملاقاتونو کې هغه زیاته ونډه درلوده"

د ناصر داوړ د وینا له مخې شمالي وزیرستان کې د ګل بهادر تماسونه د حقاني نیټ ورک اؤ وروسته بیا د القاعده سره جوړ شول اؤ کله چې د ترهګرۍ پر ضد شمالي وزیرستان کې عملیات پېل شول نو هغه مهال ګل بهادر په پاکستان اؤ افغانستان کې د جګړې لپاره د "شورا مجاهدین وزیرستان "په نوم خپله یوه جلا ډله جوړه کړه

هغه وایي دافغانستان لپاره دهغه ډلې په دته خېلو کې د ځانمرګیانو د روزلو یو کمپ هم فعاله ساتلی ؤ.

په پاکستان کې په تېرو وختونو کې تر ټولو زیات د ډرون بریدونه د شمالی وزیرستان په دته خیل سیمه کې شوي دي اؤ په دې بریدونو کې وژل کېدونکي زیاتره غیرملکیان به هم په دته خیل کې ښځېدل.

د ډرون بریدونو لپاره چې به څوک په مخبرۍ تورن وؤ په هدفي توګه د وژلو لپاه د" توره شپه" په نوم سره یوه وسله واله قطعه هم په سیمه کې جوړه کړل شوې وه چې تر ټولو زیات وسله وال ورته د حافظ ګل بهادر ډلې ورکړي وؤ، په دغه ډله یا قطعه کې د بیلابیلو تنظیمونو وسله وال فعاله وؤ.

حافظ ګل بهادر اؤ تحریک طالبان پاکستان:

د حافظ ګل بهادر اهداف په افغانستان کې وؤ اؤ ټي ټي پي زیاتره په پاکستان کې فعاله وه نو ځکه حافظ ګل بهادر د ټي ټي پي سره اړېکې درلودې خو په باقاعده توګه یې په دغه ډله کې خپل وسله وال ورګډ کړي نه دي.

ددې وسله والې ډلې په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال رفعت الله اورکزئ وایي چې حافظ ګل بهادر تل د پاکستان د ریاست نیغ په نیغه د چیلینج کولو نه ډډه کړې ده.

امریکا غږ سره خبرو کې ښاغلی اورکزی وایي ګل بهادر د بیلابیلو ډلو د وسله والو د ایتلاف برخه پاتې شوې ده اؤ دهغه په اړه په عامه توګه داسې تاثر خور ؤ چې هغه یو حکومت پلوه کمانډر دی .

رفعت الله اورکزی وایي کله چې ټي ټي پي جوړه شوه نو هغه مهال ګل بهادر غوره وګڼله چې خپل یو جلا شناخت ولري اؤ د هغه دا حکمت عملي تر زیاته حده کامیابه هم پاتې شوې ده.

حکومتي ملاتړ یې پر مخالفت څنګه بدل شو؟

د حافظ ګل بهادر د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ماضي کې د شمالي وزیرستان انتظامیې ددې ډلې سره په ستمبر کال 2006م کې یو تړون کړی ؤ.

په شمالي وزیرستان کې ترسره شوؤ تړونونو کې به دحکومت له لوري په ځانګړي ډول دا خبره راوستل کېده چې د شمالي وزیرستان نه به افغانستان ته وسله وال نه لېږل کیږي خو په دې تړونونو ډیر کم عمل شوی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو چې په جون 2014م کې شمالي وزیرستان کې د ټولو وسله والو ډلو پرضد پرته له کومه توپیره د ضرب عضب په نوم عملیات پېل کړل نو د نورو وسله والو ډلو په څېر حافظ ګل بهادر هم د پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان خوست ولایت کې پناه واخسته.

د ګل بهادر ډله په افغانستان کې هم زیاته فعاله پاتې شوه ، دشمالي وزیرستان مشرانو د افغانستان پکتیکا ولایت کې د حافظ ګل بهادر سره څو وارې لېدنې کړې وې.

د خبریال ناصر داوړ په وینا کله چې حافظ ګل بهادر په افغانستان کې ؤ نو دغلته یې د ټي ټي پي سره اړیکې نورې هم پیاوړې شوې اؤ کله چې د پاکستان حکومت د ټي ټي‌ پي سره مذاکرات کول نو حافظ ګل بهادر سره یې هم مذاکرات کړي خو دغه مذاکرات نه وؤ بریالي شوي.

ناصر داوړ وایي چې دې مذاکراتو کې ګل بهادر د سخت مخالفت لوري ته تللی ؤ چې له امله دغه مذاکرات کامیاب نه شول.

د حقاني نیټ ورک، القاعده، ټي ټي پي اؤ افغان طالبانو سره د اړیکو اؤ تر اوږدې مودې دې سیمه کې دجګړې تجربه لرونکي کمانډر حافظ ګل بهادر ډلې ته ځانګړی ارزښت ترلاسه دی.

څېړونکي وایي چې د حافظ ګل بهادر ډله کې د وزیرستان اؤ افغانستان ګڼ شمیر وسله وال شتون لري اؤ په راتلونکي کې د پاکستان دننه د دې وسله والې ډلې فعالیتونه نور هم چټک کیدای شي.

د حافظ ګل بهادر ډله کې څوک دي ؟

حافظ ګل بهادر په عمومي توګه د حقاني شبکې برخه ګڼل کیږي اؤ دا تاثر ځکه هم دی چې دحقاني شبکې مرکزونه په شمالي وزیرستان کې وؤ چې دغلته به حافظ ګل بهادر په هره کچه د هغوي ملګرتیا کوله.

حافظ ګل بهادر د وزیر قبیلې د مداخیلو سره تړاؤ لري نو ځکه د افغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله پراته ددې قبیلې زیاتره وسله وال ددې ډلې برخه ده.

د کال 2014م نه وروسته افغانستان کې د استوګنې په مهال هم ګڼ شمیر افغان وسله وال د حافظ ګل بهادر ډلې سره یو ځای شوي دي.

د جاني خیل قبیلې حیات،د داوړ قبېلې مفتي صادق نور اؤ صدیق الله د هغه د مرکزي شورا برخه دي.

( د سید فخرکاکا خیل دا رپورټ د وي او ای اردو په مننه خپور کړل شو)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG