د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې بنو کې وسله والو د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې برید کړی چې پکې دوه پولیس وژل شوي دي.
پولیس وایي له برید وروسته یې شپږ ساعته د ترهګرو پرضد عملیات کړي اؤ په برید کې ککړ ترهګر یې هم وژلی دی.
بنو کې په پولیسو د شوي دې برید ذمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.
د بنو پولیس وايي تېره ورځ د بنو میریان تاڼې په ټیري رام سیمه کې نامعلومه وسله والو د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور پولیسو باندې ناتاره ډزې وکړې چې پکې دوه پولیس اهلکار ژوبل شول.
پولیس وایي کله چې د وسله والو برید کې ژوبل پولیس دعلاج لپاره هسپتال ته ورسولی شول نو هلته یې د زخمونو توان را نه وړو اؤ ساه یې ورکړه.
برید کې د وژل شوؤ پولیسو پېژندګلو د مرستیال سب انسپکټر فیاض الدین او سپاهي سکندر په نومونو سره شوې ده.
د بنو پولیس ترجمان خنظله قریشي وي او اې ډیوه ته ویلي پولیسو د وسله والو برید ته سمدستي ځواب ویلی او برید یې په شا تمبول شوی دی.
د ترجمان په خبره د تښتېدو پرمهال یو برید کوونکي په ژوبل حالت کې د هاوید تاڼې په طوري سیمه کې د یو ځايي تن کور ته ننوتلی ؤ او له دغه ځایه یې پولیسو سره جګړه پېل کړې وه.
په عملیاتو کې د پولیسو ترڅنګ د پاکستان د پوځ د ځانګړي ځواک عسکرو (کمانډو فورس) هم برخه اخستې.
امنیتي سرچینې په پولیسو برید کې د ککړ ترهګر د نیولو لپاره امنیتي ځواکونو تر شپږو ساعتو اوږده عملیات کړي اؤ وايي دغه عملیات د هغه ترهګر په وژلو سره پای ته رسیدلي دي.
سرچینې وایي د پوځ ځانګړي ځواک د کورغړي چې پکې زنانه او ماشومان شامل وو له خوندي کولو وروسته دغه کور په چاودیدونکو توکیو الوځولی دی.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې په قبایلي ضلعه باجوړ کې هم د پولیو ډلو د حفاظت لپاره د روانو پولیسو ګاډی په بم الوځول شوی ؤ چې پکې شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ تر ۲۵ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.
د دغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان دواړو په یو وخت قبوله کړې ده.
پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو په ورکوونکو ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پولیسو اکثره وخت د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي چې په دې حملو کې تر دې وخته په سوؤنو پولیس اؤ د پولیو ضد ورکران وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
Forum