لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او چین په پاکستان او ایران غږ کړی چې د کشیدګیو د سېوا کولو نه ډډه وکړي


د ایران او پاکستان ترمنځ سرحد ته نږدې یوه علاقه
د ایران او پاکستان ترمنځ سرحد ته نږدې یوه علاقه

د ایران او پاکستان لخوا یو د بل په خاوره کې د فضایي حملو نه پس، چې په کې د اولسي خلکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي، د دغو دوو ملکونو ترمنځ کشیدګۍ نقطه جوش ته رسېدلي دي. دا ېره رامنځ ته شوې چې هسې نه دا کشیدګۍ په شخړه واوړي. دې حالاتو ته امریکا او چین متوجه شوي، او دواړو طاقتونو غوښتنه کړې چې تشدد کې د اضافې مخه دې ونیولی شي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ، د پاکستان فضایي حملو کې د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کې څو تنان ووژل شول چې د ایراني چارواکو په وینا، په کې څلور ماشومان او درې ښځې هم شاملې وې.

پاکستان د خپلو دغو حملو دپاره دا جواز مخې ته کړی چې ګني په ایران کې یې "د ترهګرو تنظیمونو لخوا استعمالېدونکي پټنځایونه" په نښه کړي دي، مګر تهران دا دعوه ردوي.

پاکستان دا حملې دوه ورځې پس د هغه وکړې چې ایران د سرحد نه تېر، د پاکستان په خاوره کې بمبارۍ وکړې او ویې ویل چې هدف یې یو سني مذهبه "ترهګره" ډله وه. پاکستاني چارواکو ویلي چې د ایران په حملو کې ده ماشومان وژل شوي دي.

هم ایران او هم پاکستان دا ردوي چې ګني د بین الاقوامي قانون خلاف ورزۍ یې کړې دي، او هر یو یې په بل تور لګوي چې ګني د هغه په علاقائي خودمختارۍ یې یرغل کړی دی. پاکستان د شورو/چهارشنبې په ورځ د ایران نه خپل سفیر بېرته اسلام آباد ته وروغوښتلو.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ وایټ هاوس وویل چې په دې حالاتو باندې نږدې نظر لري.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل یو ویاند، جان کربي خبریالانو ته وویل: "مونږ نه غواړو چې په خطه کې د هېڅ قسمه وسله والې شخړې اضافه وګورو، په خاص ډول د دغو دوو ملکونو [ایران او پاکستان] ترمنځ."

امریکايي چارواکو له ډېرې مودې راهېسي په ایران تور لګولی چې په خطه کې د "عدم استحکام" رویه لري، خو ایراني چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

ایران هم د ایران او پاکستان ترمنځ د وروستي صورتحال په حوالې سره، د سکون او تحمل غوښتنه کړې ده.

د چین د خارجه وزارت یو ترجمان، مائو نینګ د زیارت/پنجشنبې په ورځ بجېنګ کې خبریالانو ته وویل: "که چېرته دواړه اړخونه ضرورت ولري، مونږ کولی شو د حالاتو په قابو کولو کې یو تعمیري کردار ادا کړو."

چین په دې دلیل منځګړيتوب یا ثالث کېدو ته زړه ښه کړی چې د ایران او پاکستان دواړو سره پراخ سیاسي او اقتصادي تعلقات لري. په پاکستان کې، په خصوص په بلوچستان صوبه کې چېرته چې ایران حملې وکړې، چین د درنګونو د استخراج او بنیادي اډانو په برخو کې په پراخه پیمانه سرمایه کاري کړې ده.

د دې ترڅنګ، پاکستان او ایران په څو داسې سیمه ییزو اقتصادي ډلو او پروګرامونو کې شامل دي چې مشري یې د چین په غاړه ده، لکه د بېلټ اېنډ روډ منصوبه او د شانګهای د همکاریو تنظیم.

که څه هم پاکستان او ایران دواړه دعوې کوي چې په حملو کې یې ترهګر په نښه کړي دي، مګر آزاد څارونکي وایي چې د دوو ګاونډیو ترمنځ شخړه کې اولسي خلک راګیر شوي دي.

د بلوچستان د بشري حقونو کونسل، چې د بلوڅانو د حقونو دپاره یو تنظیم دی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان کې وویل: "دواړه اړخونه د سرحد په دواړو غاړو کې اولسي بلوڅان په نښه کوي."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG