لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د داعش د سایبرعملیاتو مخه نیولو پرضد ګامونه اخېستي دي



د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکي براین نېلسن وویل : "د نن ورځې ګامونه د داعش د فنډونو د لېږدولو په وړتیاو ، د کرېپټوکرنسۍ د کارولو او خپل انلاین شتون د خپلې  ترهګریزې مفکورې او د بهرتي کولو او پراختیا لپاره ګډوډوي،."
د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکي براین نېلسن وویل : "د نن ورځې ګامونه د داعش د فنډونو د لېږدولو په وړتیاو ، د کرېپټوکرنسۍ د کارولو او خپل انلاین شتون د خپلې  ترهګریزې مفکورې او د بهرتي کولو او پراختیا لپاره ګډوډوي،."

امریکا د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې لخوا د خپل انلاین یا ورچول، او خپل ځان نه اعلان شوي خلافت ته د ودې ورکولو هڅو د شنډولو لپاره نوي ګامونه پورته کړي.

واشنګټن د نهې/ سه شنبې په ورځ د دوو مصري وګړو پر ضد بندیزونه ولګول چې د اسلامي دولت مشرانو ته د سایبر سیکیورټي روزنه ورکولو باندې تورن دي ترڅو دوی د کرېپټوکرنسۍ له لارې پیسې انتقال کړي او د ترهګرې ډلې د خلکو بهرتي کولو هڅې پراخه کړي.

الماوجي محمود سلیم او د هغه کاروباري شریکه، سارا جمال محمد السید باندې تور لګول شوی چې دوی د داعش پورې اړوند آنلاین پلېټ فارم جوړ کړی چې الېکټرانک هورایزنز فاونډیشن (EHF) ویل کیږي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې الماوجي د داعش مشرانو ته "د کمپیوټر ایپلي کیشنز یا پروګرامونو کې تکنیکي مرسته ورکړی" او دا پلیټ فارم په کارولو سره د ترهګرې ډلې ملاتړ کوونکو ته لارښوونه کړې چې څنګه د قانون عملي کوونکو ادارو د څار نه بچ شي او پیسې راټولې کړي.

په دغه بیان کې په سارا جمال محمد السید تور لګول شوی چې د اي اېچ ایف پلیټ فارم کې د شاملیدو لپاره د داعش غړیو په بهرتي کولو او د پلیټ فارم آنلاین ساتلو لپاره ضروري ویب سرورز (کمپیوټرې) په اخیستلو سره د خپلو ملګرو سره مرسته کړې.

د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکي براین نېلسن وویل : "د نن ورځې ګامونه د داعش د فنډونو د لېږدولو په وړتیاو ، د کرېپټوکرنسۍ د کارولو او خپل انلاین شتون د خپلې ترهګریزې مفکورې او د بهرتي کولو او پراختیا لپاره ګډوډوي،."

دې وزارت په ترکي اوسېدونکی کې د مالي چارو سهولت کار فاروق ګوزیل باندې هم بندیزونه ولګول چې په شام کې یې د داعش وسله والو ته د پیسو په رسولو کې مرسته کړې.

د نهې په ورځ په یوه جلا بیان کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې نوي نومونه او په نتیجه کې یې بندیزونو د واشنګټن ژمنه پیاوړې کوي چې له 80 څخه زیاتو هېوادونو سره کار وکړي چې د داعش پرضد مبارزې د مالي ګروپ برخه دي، چې مقصد یې د داعش نړیوالې مالي شبکې ګډوډ کول دي.

د دې میاشتې په پیل کې، داعش د تشدد یو نوی لړۍ پیل کړه چې نامه یې وه "او هرچرته چې یې ومومئ ووژنئ یې"، کوم چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکوانو د القدس څانګې د وژل شوي مشر جنرل قاسم سلېماني د تلین په مراسمو کې په دوو ځانمرګي بریدونو سره یوځای شول چې نږدې 90 کسان پکې وژل شوي وو.

د امریکا وروستي استخباراتي ارزونه اندازه لګوي چې په عراق او شام کې د داعش مشرانو شاوخوا 25 میلینه ډالرو نغدو زیرمو ته لاسرسی لري، چې په 2019 کې د دغه ډلې د فزیکي خلافت له ړنګیدو وروسته شاوخوا 300 میلینه ډالرو نه راکم شو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG