لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د غره د ګټانو اؤ واورو راښوییدو له امله ۳۰ کسان مړه شوي


فائل تصویر
فائل تصویر

د افغانستان په نورستان اؤ پنجشیر ولایتونو کې د غره د ګټانو اؤ واورو راښوییدو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

د مشرقي ولایت نورستان د اطلاعاتو اؤ فرهنګ د رییس سیمع الحق حق بیان له خولې افغان اؤ نړیوالې میډیا ویلي چې په نور ګرام ولسوالۍ کې د غره ګټان په څو کورونو راښوییدلي چې تر ۲۵ؤ زیات کسان په کې مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

هغه ویلي چې په پېښه شپږ کورونه په بشپړ ډول تباه شوي اؤ ۱۴ نور زیانمن شوي دي.

د اطلاعاتو اؤ فرهنګ رییس ویلي د راپریوتو کورونو د ملبې څخه د اوو کسانو مړي راویستل شوي اؤ د نورو ګېرو کسانو د راویستلو هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په سیمه کې سختې واورې ورېدلي اؤ دغه غرییزه سیمه کې د پرتو واورو اؤ خراب موسم له امله مرستندویه فعالین په امدادي فعالیتونو کې د ستونزو سره مخ دي.

نوموړي پخلی کړی چې په پېښه کې د ۲۵ نه تر ۳۰ پورې کسان مړه شوي چې د زیاترو جسدونه د خاورو لاندې دي اؤ د راویستلو هڅې یې روانې دي.

رایټرز خبري اژانس د طالبانو د حکومت د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د وزارت د چارواکو له خولې په یاده پېښه کې د ۲۵ کسانو د مړینې اؤ ۸ؤ نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی خو ویلي یې دي چې ګڼ شمیر کسان لا د ړنګو کورونو د ملبې لاندې ګېر دي نو له دې امله د مړو شمېره کې د اضافې اندېښنه شته.

افغان میډیا وایي چې په ورته وخت کې د افغانستان د پنجشیر ولایت په حصه اول اؤ خنج ولسوالیو کې هم د واورینو ګټانو راښوییدو له امله پینځه کسان مړه شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG