لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او نړیوالو تنظیمونو په پاکستان کې د ایکس رسنۍ په تړل کېدو اندېښنې ښودلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کانګرس غړو او د بیان د ازادۍ سازمانونو پر پاکستان ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ ته په درناوي د ایکس په ګډون ټولې ټولنیزې رسنۍ باید بحالې کړي.

د خبريالانو د تحفظ نړيوال تنظيم کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس په پاکستان کې په ټولنیزه رسنۍ ایکس( پخواني ټویټر) باندې د بندیز په اړه په ایکس رسنۍ خپورکړي خپل په یو بیان کې ویلي، په پاکستان کې ایکس رسنۍ ته لاس رسی پرله پسې په پنځمه ورځ هم محدود دی. چارواکي باید د ټولنیزو رسنیو ټولو فورمونو ته بې له خنډ و خاره د خلکو لاس رسی باوري کړي.

بیان کې ویل شوي چارواکي باید له انتخاباتو وروسته د ستونزو په اړه د میډیا رپورټنګ د اسانۍ لپاره په ازادانه ډول د معلوماتو خپرولو اجازه ورکړي.

همدا شان له ټیکساس څخه د کانګریس یو غړي ګریک سازر د امریکې د بهرنیو چارو له محکمې غوښتنه کړې ده چې په پاکستان باید فشار راوړي ترڅو د ټولنیزو رسنیو نه محدودیتونه ختم کړي.

هغه په ایکس رسنۍ لیکلي "پاکستانیان له ټاکنو وروسته د مداخلې بې نقابه کولو لپاره ټویټر کاروي خو اوس پاکستاني چارواکو د پرله پسې دریمې ورځې لپاره ټویټر ته لاسرسی بند کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت باید له (پاکستاني) چارواکو څخه غوښتنه وکړي چې ټویټر ته لاسرسی بحال کړي. زموږ متحدین باید د بیان د ازادۍ او ډیموکراسۍ په اساسي معیارونو پوره اوسي"

په انټرنیټي بندیزونو نظر لرونکي تنظیم نیټ بلاکس پخپل یو ټویټ کې لیکلي چې "د میټرکس څخه معلومیږي چې د ښکاره انتخابي درغلیو په اړه د دعوؤ مخې ته له راتلو وروسته د شنبې د ورځې یعنې څلورو ورځو راپدیخوا پاکستان کې په ټوټیر یا ایکس په پراخه کچه بندیز پځای دی، دا ګام د جمهوریت اؤ میډیا د ازادۍ مخې ته یو واضحه خنډ دی"

د امریکې د خارجه محکمې غبرګون:

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو مېلر د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اوونیز بریفنګ په مهال د یو خبریال د پوښتنې ځواب کې وویل "مونږ له پاکستان څخه د رائ د اظهار د درناوي غوښتنه کوؤ، رائ څرګندولو اؤ د سوشل میډیا فورم ټویټر ته چې اوس ورته "ایکس" ویل کیږي ، باید لاس رسی پځای کړل شي"

هغه وویل "مونږ پاکستان کې د رائ څرګندولو په ازادۍ، په دې اړه په رپورټنګ اؤ اجتماع په رقم بندیزونو اندېښنه لرو چې په دې کې د حکومت له لوري په جزوي یا بشپړ ډول د انټرنیټ تړل کیدو اؤ یقیناً چې ټولنیزې رسنۍ هم شامل دي "

پاکستان کې د ایتلافي حکومت د جوړښت په اړه میتهیو ملر وویل "کله چې هم تاسو د یو هیواد دننه اتحادي سیاست وینئ نو دا د هغه هیواد خپله پرېکړه وي، اؤ دا داسې څه نه دي چې مونږ پرې غور وکړو"

پاکستان کې شوؤ انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په اړه ویاند وویل" مونږ په ځانګړي ډول غواړو چې د مداخلې د هرې دعوې باید بشپړه پلټنې وشي"

پاکستان کې د تېرو پنځوو ورځو راهسې ټولنیزې رسنۍ ایکس ته په لاس رسي کې په داسې حال کې ستونزې راولاړې شوي چې په دغه رسنۍ پاکستان کې د شوؤ انتخاباتو په اړه ګڼ شمیر صارفین انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي اؤ د تورونو د ثبوتونو په توګه بیلابیلې ویډیوګانې هم خپروي.

پاکستاني چارواکو ایکس ته لاس رسي کې ستونزې د تخنیکي مسله بللې ده خو د دغه مسلې نوعیت یې بیا نه دی روښانه کړی

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG