لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ليکوال او جرنلسټ اجمل خټک کشر د 62 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې پښتون ليکوال جرنلسټ اجمل خټک کشر د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی او هم نن په کراچۍ کې ‏خاورو ته سپارل شوی دی.‏

د کشر د کورنۍ په وينا هغه د تېرو څو کالو راهسې د کېنسر په ناروغۍ اخته وو، او تېره شپه په حق رسېدلی دی.‏

اجمل خټک کشر په کال ‏‎1962‎‏ کې د خېبرپښتونخوا په کوهاټ کې زېږېدلی، لومړۍ زده کړې یې هم په کلي کې کړي او بيا یې د لسم ټولګي نه وروسته ‏نورې زده کړې په کراچۍ کې ترلاسه کړي دي.‏

د کشر د نزدې ملګري شمروز خان اېډوکېټ په وينا، اجمل خټک کشر د طالبعلمۍ د وخت نه په پښتون سټوډنټ فېډرېشن کې پاتې شوی، بيا یې لومړۍ ‏نوکري يې په پوسټ افس کې کړې، بيا یې په يو شخصي بېنک کې کار کولو او بيا په جنګ ورځپاڼې ته تللی، هلته سب ايډيټر وو او بيا یې په مستقله ‏توګه تر اخره پورې په جنګ ورځپاڼه کې کالمونه ليکل او هم هلته یې دنده ترسره کوله.‏

هغه وویل، اجمل خټک کشر به اکثره د پښتنو، پښتون کلتور او پښتون ملت پاله سياست سره په نورو سياسي موضوعاتو کالمونه ليکل.‏

د نوموړي په خبره اجمل خټک کشر په کراچۍ کې تر ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړې او د اردو پوهنتون نه یې د سرو زور مډال هم ترلاسه کړی وو.‏

د کشر په مړینه سیاستوالو، خبريالانو او ګڼو کسانو د خواشينۍ څرګندونه کړې ده.‏

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، اجمل خټک کشر د باچا خان او ولي د نظرياتو او فکر رښتونی پېروکار وو، او هغه تر اخري وخته ‏پورې د قومي تحريک سره مل پاتې شوی دی.‏

اسفنديار ولي خان ویلي، د کشر د سياسي مبارزې سره به د هغه صحافت او کالم نګارۍ په مېدان کې هم خدمات تل ياد ساتلی شي، عوامي نيشنل ګوند د ‏اجمل خټک کشر د کورنۍ سره غمرازي کړې ده.‏

د اجمل خټک کشر په مړينه د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري، نګران وزيراعلا، نورو حکومتي چارواکو او د مختلفو سياسي ګوندونو مشرانو ‏خواشيني څرګنده کړې ده.‏‎

اجمل خټک کشر نن په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو، د جنازې په مراسمو کې یې ګڼ‌ شمېر خلکو، خبریالانو او سیاستوالو ګډون کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG