لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان پخلی کړی چې آي ایم ایف ته یې خط لیکلی خو آي ایم ایف وایي د پاکستان نوي حکومت سره کار کولو ته لیواله دی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان نړیوالې مالیاتی ادارې(آي ایم ایف) ته د خط لیکلو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې دغه لیکل شوی لیک به نن آي ایم ایف ته روان شوی وي.

د عمران خان لخوا آی ایم ایف ته د خط لیکل کېدو باوجود دغه نړېوالې مالیاتي ادارې ویلي دي چې د پاکستان نوي حکومت سره کار کولو ته لېواله ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر بیرسټر علي ظفر پرون مطبوعاتو ته ویلي وؤ عمران خان به نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته خط ليکي او دا خبره به پرې واضحه کوي چې د پاکستان سره د هر رقم خبرو لپاره باید دا شرط کيږدي چې په انتخاباتو کې کومه درغلي شوې، د هغې دې ازادې پلټنې وشي.

مسلم ليګ( ن ) د تحريک انصاف ګوند دغه خط ته د ‏پاکستان په اقتصاد حمله ويلې ده اؤ ویلي یې دي چې "دا هغه ډله ده چې د پاکستان اقتصاد یې تباه کړی، پاکستان ‏یې د ديواليه کېدو ډګر ته راوستی او په تېر وخت کې یې هم آی اېم اېف ته دغه ډول خطونه ليکلي دي"

د جمعې په ورځ د اډله زندان دننه د عدالت په خونه کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ومنله چې آي ایم ایف ته یې خط لیکلی دی اؤ دغه خط به نن روان شوی هم وي.

عمران خان ویلي چې که چېرې په داسې حالاتو کې هیواد ته قرضه ورکړل شي نو بیا به دا قرضه ستنوي څوک ؟

هغه ویلي ددې قرضې له امله به هیواد کې غربت سیوا کېږي اؤ ترڅو چې هیواد کې سرمایه کاري نه وؤي نو د پورونو بار به لا پسې درنیږي.

د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي، تر هر څه وړاندې ضروري ده چې هیواد باثباته کړل شي .

هغه تور ولګولو چې وړومبی د نواز شریف د سلیکشن لپاره ادارې تباه کړل شوې، عداتلونه، نیب هر څه تباه کړی شول ترڅو نواز شریف واک ته ورسول شي، اؤ ددې غرض لپاره زه هم صفر ته راوستی شوم، بیا انتخاباتو کې درغلي وکړی شوه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان آی اېم اېف ته د خط ليکلو خبره په داسې وخت کې کړې چې په دې وروستيو کې د درجه بندۍ نړیوالې ادارې "فچ" خبرداری ‏ورکړی چې پاکستان کې د انتخاباتو نتیجې او د هغې له امله رامنځته شوی د سیاسي بې باورۍ وضعیت نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) سره د دغه ‏هیواد د پور د تړون هڅې پېچلې کولی شي.‏

خو د آي ایم ایف د کمیونیکشن ډایریکټرې جولي کوزیک تېره ورځ میډيا ته ویلي چې د اقتصادي ثبات اؤ خوشحالۍ لپاره د پاکستان د نوي حکومت سره په تګلارو کار کولو ته منتظره ده.

کله چې له هغې څخه د عمران خان په لیک د تبصرې په اړه غوښتنه وکړی شوه نو وئ ویل "ملک کې په روان سیاسي پرمختګ تبصره نه شم کولی ځکه نو زه په دې اړه د ویلو لپاره هیڅ نه لرم"

د درجه بندۍ نړیوالې ادارې فچ ویلي دي چې آی ایم ایف سره د پاکستان د لنډ مهاله پور یا اسټینډ بای ارینجمنټ موده د مارچ په میاشت کې پای ته رسي او نړیوالې مالیاتي ادارې ‏سره یو نوی تړون د پاکستان د اقتصادي صندوق د کونجۍ په مانا دی. ‏

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي نوی حکومت به د پور ترلاسه کولو دپاره آی اېم اېف ته ځي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG