لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب اسمبلۍ نوؤ ټاکل شوؤ غړو د سني اتحاد کونسل د سخت احتجاج ترڅ کې د اسمبلۍ د غړیتوب لوړه کړې ده


د جمعې په ورځ په پنجاب اسمبلۍ کې په سني اتحاد کونسل کې شامل شوؤد تحریک انصاف ګوند د پلوي ازادو غړو د سخت احتجاج نه وروسته د پنجاب اسمبلۍ نوؤ ټاکلو شوؤ غړو د اسمبلۍ دغړیتوب لوړه کړې ده.

ټاکل شوې ده سبا د خالي په ورځ به د پنجاب اسمبلۍ د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر ټاکنه هم د پټو رایو ورکولو له لارې کولی شي.

د پنجاب اسمبلۍ د نوؤ غړو د لوړې لپاره چې کله د جمعې په د اسمبلۍ غونډه د اسپیکر سرادار سبطین خان په مشرۍ پېل شوه نو سني اتحاد کونسل کې شامل شوؤ د تحریک انصاف پلوي ازادو غړو په اسمبلۍ کې انتخاباتو کې د شوې مبېنه درغلیو پرضد سخت احتجاج وکړو اؤ بیلابیل احتجاجي شعارونه یې ورکول.

د احتجاج له امله د اسمبلۍ اسپیکر تر څه ساعته د اسمبلۍ غونډه وځنډوله خو د جمعې له مانځه وروسته چې غونډه سر دوباره پېل شوه نو د اسمبلۍ غړو د غړیتوب لوړه وکړه.

په پنجاب اسمبلۍ کې مسلم لیګ(ن) ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي اؤ فیصله یې کړې ده چې په دغه صوبه کې به خپل حکومت جوړوي.

مسلم لیګ(ن) ګوند د پنجاب د وزیراعلا څوکۍ لپاره د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور اؤ د مسلم لیګ منتظمه مریم نواز نومولې ده اؤ دا به په تاریخ کې وړومبی ځل وي چې د پاکستان د یوې صوبې وړومبۍ وزیره یا وزیراعلا به ښځه وي.

په عین حال کې د پاکستان الیکشن کمیشن د سیند اؤ بلوچستان صوبو څخه د قامي اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو د منتخبو ښځېنه غړو نوملړ هم خپور کړی دی.

پیپلز ګوند ته د سیند صوبې څخه د ښځو لس ځانګړې څوکۍ ورکړل شوي اؤ ایم کیو ایم ته څلور څوکۍ ورکړل شوې دي.

د الیکشن کمیشن د اعلامیې له مخې د سیند څخه د قامي اسمبلۍ لس ځانګړې څوکۍ د پیپلز ګوند شازیه مري،نفیسه شاه، شګفته جماني،شاهده رحماني،شهلا رضا،مهتاب راشدي،مسرت مهیسر،مهرین بوټو،شازیه ثوبیه اؤ ناز بلوچ ته ورکړل شوي دي.

هم دا شان د ایم کیو ایم څلورو ښځینه غړو اسیه اسحاق، نګهت شکیل،سبین غوري اؤ رعنا انصاري ته هم د قامي اسمبلۍ غړیتوب ورکړل شوی دی.

د بلوچستان اسمبلۍ څخه د قامي اسمبلۍ د ښځو ځانګړې څوکۍ بیا د پیپلز پارټۍ ازبل زهري، د مسلم لیګ(ن) کرن حیندر اؤ اختر بي بي اؤ د جمعیت علماء اسلام عالیه کامران ته ورکړل شوې دي.

خو الیکشن کمیشن بیا تر اوسه سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو ورکولو اعلامیه نه ده خپره کړې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د ښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ یو ګوند ته انتخاباتو کې دګټلو عمومي څوکیو د شمېرې په بنیاد ورکول کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG