لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د پاکستان د راتلونکي ایتلافي حکومت کارکردګي به د سیاسي ایتلاف په بقا پورې تړلې وي


پاکستان کې په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې یو ګوند هم دومره څوکۍ نه دي ګټلي چې په یوازې ځان مرکز کې حکومت جوړ کړي اؤ مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز پارتۍ اعلان کړی چې مرکز کې به ګډ حکومت جوړوي خو د سیاسي اؤ اقتصادي چارو څېړونکي وایي چې پاکستان کې د راتلونکي حکومت کارکردګي به د حکومت سازۍ لپاره د شوي اتحاد په بقا اډاڼه وي.

څېړونکي وایي پاکستان کې په تاریخي توګه د ګډو حکومتونو تجربه ډیره ښه یا کامیابه نه ده پاتې شوې اؤ که دا ځل هم چرته د مرکزي حکومت لپاره جوړیدونکی سیاسي ایتلاف راتلونکي کې هم پځای پاتې کیږي نو هله به اقتصادي اؤ نورو سترو چیلنجونو ته د ځواب ویلو فرصت ومومي.

د څېړونکو وینا ده چې پاکستان د وړاندې نه د یو شمېر اقتصادي چیلنجونو سره مخ دی اؤ که اتحادي ګوندونه ملک ته د پېښو چیلنجونو پځای خپلو سیاسي موخو ته پام ګرځوي نو په دغسې حالاتو کې به د پاکستان د اقتصاي اؤ سیاسي ثبات پوښتنې پخپل ځاي پاتې وي.

د پېښور پوهنتون د سياست څانګې مشره پروفېسره ډاکټر شاهده امان وایي"د پاکستان تاريخ ته چې وګورو نو د ايتلافي حکومت چرته کوم تکړه مثال نه دی پاتې شوی، چې کله هم ايتلافي حکومت دلته پاتې شوی لکه د 90م لسيزه کې چې ؤ نو زيات دوام یې نه دی موندلی"

پاکستان چې د وړاندې نه اقتصادي ، امنيت او نورو مشکلاتو سره مخ دی د ټاکنو وروسته په دغه هیواد کې سیاسي بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده.

څېړونکي وايي په اوسني صورتحال کې يو مضبوط حکومت کولی شوه چې د ستونزو هواري دپاره زړورې پرېکړې کړې وې خو په داسې کې بيا يو ايتلافي حکومت به څنګه وکړي چې د خپلو سياسي اهدافوپه ځاي هېواد ته ور پېښ چېلنجونه کم کړي.

د سياسي اؤ اقتصادي مطالعاتو کار پوهه شهزاد علي وي او ای ډیوه ته وایي"د سياسي مشرانو او ګوندونو کوم سوچ چې جوړ دی او يا اوسني سياست جوړ کړی نو هغه بس يوازې د خاصو مقصدونو پورې دی، پاتې شوه د چېلنحونو خبره نو زه دا وايم چې چېلنجونه سېوا دي ، نور به هم سېوا کيږي او دې کې د ډېرو خطرو امکان دی"

د مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند خپل منځي روايتي اختلافات چې تر لسيزو پاتې دي خو بيا دغه دواړه ګوندونو 2022م کې د پي ټي آي حکومت د بې باورۍ د تحريک له لارې ختم کړی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې تر شپاړسو مياشتو د PDM ايتلافي حکومت دومداره ساتلی وو خو څېړونکي وایي چې د اقتصاد او امنيت په ستونزو هوارولو کې نه وو بریالي شوي.

سياسي کارپوهان وايي د راتلونکې ايتلاف دپاره لومړی غټ چېلنج اقتصاد دی خو ايا ايتلاف به د خپل منځي اختلافاتو نه بچ پاتې شي؟

پروفېسره ډاکټر شاهده امان ډیوه ته وایي "سياسي استحکام د اقتصادي وضعې سره تړون لري نو مونږ دا خيال کولی شو چې که لږه هم سياسي بې ثباتي راغله او حکومت کمزوری شو نو د اقتصاد صورتحال چې له وړاندې ښه نه دی نور به هم د مشکلاتو سره مخ شي"

د مسلم ليګ (ن) مشر ميا نواز شريف د ټاکنو وروسته د خپل ګوند د راروان حکومت اهداف ښودلې دي او د اقتصادي ستونزې هوارول او بې روزګارۍ کمول يې ترجيحات ګرځولي دي خو څېړونکي وايي په اوسني صورتحال کې ځېنې سخت ګامونه اخستل به د ایتلافي حکومت دپاره دومره اسان نه وي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG