لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د ټاکنو پر وخت د ملک 128 میلیونه خلکو ته د مصنوعي ذهانت او د درغو ویډیوګانو له لیارې ناسم مالومات وړاندې شوي


دغو کې د ډیرو بحثونو لاندې راغلې یوه مقدمه کې بندي د پخواني وزیراعظم عمران خان په رضا هغه ویډیو هم ده چې پکې ده د انتخاباتو د ګټلو دعوه کړې.

دا د جعلي ویډیوګانو څخه یوه ده چې پکې ناسم مالومات خپاره کړای شوي.

دغسې ډیرې جعلي ویډیوګانې انلاین خپرې شوي چې پکې دریو ویډیوګانو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ملاتړو کاندیدانو د ووټونو څخه د بایکاټ اعلان کړی.

دې جعلي ویډیوګانو کې په یوه کې عمران خان ویلي د هغه ګوند به د ووټونو نه بایکاټ کوي.

د پنجاب د قانون پخواني وزیر بشارت راجه او د تحریک انصاف ګوند د یوې بلې کاندیدې ریحانه ډار ویډیوګانې هم خپرې شوې وې، څوک چې د سیالکوټ نه بیا ټاکنو ته ولاړ وو.

نزدې تمامو بیا ددغو بیانونو نه ډډه وکړه او دغه دعوې يي دروغ وبللې.

د پروسې بشپړتیا ته ګواښ:

صدف خان د پاکستان د پالیسیو څیړنیز مرکز میډیا میټرز فار ډیموکریسي کې کار کوي، دا وايي مصنوعي ذهانت او جعلي ویډیوګانې د انتخابونو لپاره په خصوصي توګه خطرناکې دي.

صدف خان زیاتوي د یو مشر لکه د عمران خان ویډیو چې خپره شي نو زیات امکان دی چې ولس پرې دهوکه شي. له دې سره یو ماحول جوړ شي چرته چې قوي امکان وي زیات خلک د دغو ناسمه مالوماتو په اساس د ووټ اچولو فیصله وکړي.

کله چې داسې وشي نو د رايي اچولو په شفافیت او د جمهوریت په معیار پوښتنې راپورته کیږي.

یو صحافي وایس اف امریکا ته ویلي د پاکستان په کیس کې د انټرنیټ د قطع کولو حکومتي پریکړې میډیا لپاره دا کار ګران کړی وو چې ناسمه مالومات اصلاح کړي.

د پاکستان داخله وزیر د انټرنیټ د تړلو د پریکړې دفاع کړې او وايي چې ترهګره حملو په سبب د دې حاجت پیدا شو او دوی دا ګام پورته کړو. خو صحافیان او نور خلک وايي د انټرنیټ تړلو کره مالوماتو او انتخابي حوضو ته د دوی د رسايي مخه ونیوله.

صحافیان وايي چې د انتخابونو په وخت شکمنه بی ضابطګیو په سمدستي توګه د راپور کولو هم دوی جوګه نه وو.

د پاکستان انتخابي کمیشن د وایس اف امریکا په دې اړه پوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی. خو یاد کمیشن د ملک الیکټرانیکي میډیا د کنټرول ادارې ته ویلي په قامي کچه میډیا په اصولو او قانون باندې د پابنده ساتلو خبره یقیني کړي.

فافین یا د ازاد او شفافه ټاکنو شبکې ویلي مصنوعي ذهانت او جعلي ویډیوګانې وټران باندې اغیز کولی شي.

مثبت امکانات:

د نیومیکسیکو ریاستي پوهنتون د ارټس او لیکونو کالج سترمشر اینریکو پانټیلي وايي په ځينو حالاتو کې مصنوعي ذهانت مثبتې اغیزې هم لري.

دی وايي مصنوعي ذهانت د هغو خلکو غږ جوړیږي کوم چې د غږ پورته کولو جوګه نه وي.

ددغو خلکو غږ په وړاندې قدعنونه مات کړي او عام ولس ته يي پیغاماورسي.

د ایمیل د لارې وایس اف امریکا ته ښاغلي پانټېلي ویلي مصنوعي ذهانت دا صلاحیت لري چې جعلي مواد راڅرګند کړي، د مصنوعي ذهانت موادو پلټنو کې لاس کوي او د کره خبري راپورونو ریښتیاو ته رسولو کې هم خپله برخه رول لوبولی شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG