لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا رایې ورکوونکي د صدراتي امیدوارانو د عمر په اړه اندېښمن دي


په دغو انتخاباتو کې به د امریکارایې ورکوونکي هغه څوک غوره کوي چې د هیواد تر ټولو بوډا صدر (بایډن) یا د هغه نه دویم زوړ صدر (ټرمپ) وي.
په دغو انتخاباتو کې به د امریکارایې ورکوونکي هغه څوک غوره کوي چې د هیواد تر ټولو بوډا صدر (بایډن) یا د هغه نه دویم زوړ صدر (ټرمپ) وي.

د امریکا د 2024م کال د صدراتي انتخاباتو لپاره د کېدونکو پرایمري ټاکنو لومړنۍ نتیجې ښیي چې دغه صدراتي ټاکنې به د اوسني صدر جو بایډن او د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ تر منځ د 2020م کال د سیالۍ بیا تکرار وي.

په دغو انتخاباتو کې به د امریکارایې ورکوونکي هغه څوک غوره کوي چې د هیواد تر ټولو بوډا صدر (بایډن) یا د هغه نه دویم زوړ صدر (ټرمپ) وي.

ډېر رایې ورکوونکي د دغه انتخاب څخه ناخوښه دي. د دې میاشتې په پیل کې د اې بي سي نیوز/ اپسوس نظرپوښتنه کې معلومه شوه چې 59 فیصدي امریکایان فکر کوي دواړه ممکنه صدراتي امیدواران په عمر ډېر زاړه دي چې د صدر په توګه د یوې بلې مودې لپاره خدمت وکړي.

د جارجیا پوهنتون د سیاسي علومو کارپوه چارلس بولک وي او اې ته وویل: "له هرې نخښې داسې معلومیږي چې اکثره امریکایان د 2020م کال د انتخاباتو د تکرار کېدو په انتظار نه دي."

چارلس بولک زیاته کړه "که چېرې کوم ګوند وکولی شو چې د ښه معیار، ځوان امیدوار مخې ته راولي، نو هغه تن به په پراخه کچه انتخابات وګټي."

ربېکا یورټیا وويل: "زموږ د امیدوارانو عمر ډېر د اندېښنې وړ دى."

مېرمن ربېکا زیاته کړه: "دا د دې ثبوت دی چې زموږ د دوو ګوندونو نظام په مکمل ډول ختم شوی او سوځېدلی دی. "

ربېکا یورټیا وویل، "ایا موږ دوو سړو ته رایه ورکوو چې د اتیا لیسزې کې عمرونه لري ، یا موږ هغه خلکو ته رایه ورکوو چې دوی د خپل مرستیالانو په توګه غوره کړي دي؟".

هغې زیاته کړه: "هغه چانس چې دوی به ونه شي کولی د ډیمېنشیا (د ناروغۍ نوم)، بوډاتوب یا د نورو روغتیایي علتونو له امله خپله موده سر ته ونه رسوي، دا د یقین نه کولو خبره نه ده. زموږ په نظام کې یو څه مات شوي، او موږ یې باید سم کړو."

په نیو اورلینز کې د ډیلارډ پوهنتون د ښاري علومو او عامه پالیسۍ پروفېسر رابرټ کولنز په دې باور دی چې امریکایان داسې احساس کوي چې دوی ته ریښتیني انتخاب نه ورکول کیږي.

هغه په 1985 کال کې جوړ شوي یو فلم ته په اشارې سره وي او اې ته وویل، "په موږ کې د ډېرو لپاره، دا د- بیک ټو د فیوچر - په څېر احساس دی. دا د هم هغه دوو زړو کسانو تر منځ انتخاب دی چې موږ تېر ځل لرلو ، او ډېر امریکایان حیران دي چې دا څنګه وشول او که دا په دې معنا دي چې زموږ په جمهوریت کې یو څه غلط دي."

رابرټ کولنز وویل: "د دې مسلې ځینې علتونه په کومه طريقه چې کانګرس ټاکل کېږي له وجې هم دي."

خو د دلایلو پرته امریکا فلوریډا ایالت میامي ښار سره تعلق لرونکې 71 کلنه نورما روډریګز په دغه انتخاباتو کې د عمر مسلې خبره سمه نه ګڼي.

نورما روډریګز وي او اې ته وویل: "لکه څنګه چې عمر باید د کار په کوم ځای کې مسله نه وي کله چې دا په استعداد اثر ونه لري، نو دا باید په سیاست کې هم مهمه نه وي."

نورما زیاتوي "بلکې، موږ د کردار، خواخوږۍ او اعتبار په څېر خصلتونو رایې ورکړو."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG