لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر اوکراین د روسي یرغل دویمه کلیزه: یورپي مشران او د امریکایي کانګرس غړي کیف ته تللي


پر اوکراین د روس د یرغل نن دوه کاله پوره شول خو لا هم جګړه روانه ده او د اوکرایني چارواکو په وینا روسي ډرون الوتکو په جنوبي ساحلي ښار اوډیسه کې د جمعې په ورځ بیا پر یوه ملکي ودانۍ برید کړی چې لږ تر لږه یو تن پکې وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین پوځ وایي دغه ډرون په هغو پینځو ډرون الوتکو کې وو چې دوی د شپې په نیمه کې ویشتلي او را غورځولي دي.

دا وروسته برید په داسې وخت شوی چې یورپي مشرانو د اوکراین په پایتخت کیف کې پر اوکراین د روسي یرغل او د جګړې د دویمې کلیزې په مناسبت نن د شنبې- خالي په ورځ د را غونډېدو تیاري کوله.

د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډیرلېن د ایټلي له وزیراعظمې جورجیا ملوني، د کېنېډا له وزیراعظم جسټن ټروډو او د بیلجیم له وزیراعظم الکزنډر دي کرو سره یو ځای له پولېنډه په رېل ګاډي کې تللې ده.

دا مشران غواړي پر اوکراین د روس د یرغل د دوهم کال د پوره کېدو په مناسبت له اوکراین سره خپله خواخوږي شریکه کړي او د روس خلاف د خپلې دفاع لپاره د نورو پوځي مرستو ډاډ ورکړي.

بلې خواته د دې جګړې د دویم کال له پوره کېدو سره سم روس خپل د دفاع وزیر د اوکراین هغو سیمو ته لېږلی چې روسي پوځیانو نیولې دي.

د رپوټونو له مخې د 2024 کال د فرورۍ تر 24مې پورې پر اوکراین د روس د بشپړ یرغل په نتیجه کې شاوخوا 83,000 اوکرایني پوځیان وژل شوي دي. امریکايي چارواکو هم اټکل کړی چې څه باندې 70,000 اوکرایني پوځیان وژل شوي او دوه چنده ټپیان شوي دي.

د اې بي سي نیوز د رپوټ له مخې د اوکراین د صدر زلنسکي مېرمنې اولینا زلنسکي ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر دوه میلینه زیات اوکرایني ماشومان له هېواده وتلي او لږ تر لږه 528 وژل شوي دي، له دې پرته هم په جګړه کې د زرګونو اوکراینیانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه د جګړه له پیل راهیسې د شاوخوا 50,000 روسي پوځیانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي، خو د امریکا استخباراتو د تېر کال په دسمبر کې دعوه کړې وه چې په جګړه کې تر هغه وخته 315,000 روسي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ټاکل شوې چې وزیراعظمه ملوني به د ویډیو کانفرنس په وسیله د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي او دې غونډې ته به د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم وینا کوي.

اوکراین پر خپلو غربي متحدینو ټینګار کوي له کیف سره دې خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي چې وکولای شي د روس خلاف خپله دفاع وکړي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ماښام په خپله ورځنۍ ویډیویي وینا کې ویلي، د امریکا پوځي مرسته- چې په کانګرس کې د ځنډ ښکار ده- "زموږ د دفاع لپاره د موادو په توګه هم او نړۍ ته د پیغام ورکولو دواړه له پلوه بنیادي حیثیت لري".

د امریکا په سېنټ کې د اکثریت مشر چک شومر دا مهال په اوکراین کې دی او هغه هلته د استازو اېوان له غړو په ټینګار سره غوښتي چې "سم کار وکړي" او له اوکراین سره د پوځي مرستو قانوني مسوده منظوره کړي.

ښاغلي شومر د ډیموکرېټ ګوند له څلورو نورو سنېټرانو سره یو ځای د جمعې په ورځ د اوکراین په غربي ښار لیف کې د دې هېواد له صدر ولادیمیر زلنسکي سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

چک شومر وروسته خبري غونډې ته وویل، "موږ ته صدر زلنسکي ویلي، موږ ته امریکایي وګړو ویلي او موږ ته د اوکراین چارواکو ویلي چې له مرستو پرته به اوکراین جګړه وبایلي".

د امریکې سېنټ تېره اوونۍ یوه قانوني مسوده منظوره کړه چې پکې له اوکراین سره د 60 اربه ډالرو پوځي مرسته هم شامله ده، خو د استازو اېوان ریپبلکن سپیکر مایک جانسن دا مسوده لا رایو ته نه ده وړاندې کړې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG