لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د روس د جګړې او د نوالني د مړینې پرسر په روس ۵۰۰ نوي بندیزونه ولګول


واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ په روس باندې لګول شویو بندیزونو کې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړی او د هغوی په مالي سیستم او پوځي اډانې باندې یې تر ۵۰۰ زیات نوي بندیزونه لګولي.

دا په اوکراین باندې د ماسکو د یرغل راهیسې چې دوه کاله یې پوره شوي تر ټولو زیات بندیزونه دي.

دغه بندیزونه په اوکراین باندې د روس د یرغل له کلیزې څخه چې نن د شنبې یا خالي په ورځ ده مخکې او په روس کې د مخالف رهبر الیکسي نوالني له مړینې وروسته اعلان شوي.

بایډن چې کوښښ کوي د استازو په جرګه کې د سنېټ لخوا تصویب شوې د ۹۵ بیلینو ډالرو قانوني مسوده پاس کړي په کوم کې چې له اوکراین سره نورې پوځي مرستې هم شاملې دي ژمنه کړې چې د روس په ولسمشر ویلادیمیر پوتین باندې به نور سخت بندیزونه هم ولګوي.

هغه د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی که دا پاس نشي په اوکراین او د نړۍ په نورو برخو کې به ورسره د یرغل پېښې نورې هم زیاتې شي.

"مونږ به په امریکا کې په دوامداره توګه دا باوري کړو چې پوتین له هېواد څخه د باندې د خپل یرغل بیه پرې کړي او په کور کې له تاوان سره مخ شي."

د ماسکو له یرغل راهیسې، واشنګتن او متحدینو یې په روسي اهدافو باندې په زرګونو بندیزونه لګولي.

د جمعې د ورځې د بندیزونو په بسته کې په نېږدې هغو ۳۰۰ کسانو او ادارو باندې هم بندیزونه لګېدلي چې د امریکا د خزانې وزارت لخوا په نخښه شوي او دغه ډول ۲۵۰ نور کسان او ادارې چې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا نومول شوي.‌

د سوداګرۍ وزارت هم په دغه لېست کې تر ۹۰ زیاتې کمپنۍ شاملې کړې دي.

خو ځینې پوهان وايي، چې په کسانو او کمپنیو باندې بندیزونه چې له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري او له روس څخه بهر له نړۍ سره دومره اړیکې نه لري ښايي بې ګټې وي.

د امېرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ څخه دالیبار روهاک وویل،

د دې پر ځای باید اداره له متحدینو سره دا په غوره توګه تنظیم کړي چې له اوسنیو بندیزونو څخه د سرغړونو مخنیوی وکړي، په ځانګړي ډول هغه چې د تېلو د ګټې ‌پورې تړلي دي.

"او په بهر کې د روس د خپلواکو پانګو نیول، په ځانګړي ډول د هغوی د مرکزي بانک د پانګې."

د ۲۰۲۲ کال له ډیسمبر راهیسې، امریکا او متحدینو یې د روس د تېلو د یو بېرل بیه ۶۰ ډالره وټاکله او په هغو یې د بیمې یا انشورېنس او مالي سوداګرۍ محدودیتونه ولګول چې له دغې بیې پورته د روس تېل لېږدوي.

د خزانې د وزارت څېړونکو د جمعې په ورځ وویل، چې له اغه اقدام سره د روس د تېلو ګټه یا عاید کم شوی.‌

له دغه سیاست سره روس مجبوره شوی چې په تېره میاشت کې په یو بېرل کې ۱۹ ډالره راکم کړي.

د روس په تېلو باندې دغه حد او د اروپايي ټولنې لخوا بندیز د روس د تېلو په ټولو وارداتو باندې د دې لپاره لګول شوی چې د پوتین د جګړې په ماشین باندې پیسې کمې شي.

خو هېوادونه اوس هم کولای شي چې د ماسکو خام تیل واخلي، که چېرې په نورو ځایونو لکه ترکیه او هند کې یې چاڼ کړای شي.

د مګنیټسکي د عدالت د کمپاین مشر ویلیم بروډر امریکا غږ ته ویلي،

"تر هغو چې روس خپل تېل خرڅولی شي دوی به د خپلو سرتېرو لپاره د میزایلو او ګولیو د اخېستلو توان ولري."

هغه زیاتوي، "تر څو چې مونږ دې ته اجازه ورکړو نو دا جګړه به هیڅکه پای و نه مومي."

اروپايي‌ اتحاد هم د دې اونۍ په سر کې په ماسکو باندې نوی دور بندیزونه ولګول.

د بندیزونو په دغه لېست کې د نېږدې ۲۰۰ کسانو او ادارو نومونه اچول شوي چې اکثره یې له روس څخه دي او له دې سره اوس د بندیزونو په دغه لېست کې د شاملو کسانو او ادارو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات شوی.

د اروپايي‌ اتحاد له بندیزونو سره د لومړي ځل لپاره هغه کمپنۍ هم زیانمنې شوي چې په چین کې دي او له کرملن سره په مرستې کولو باندې مشکوکې دي.

دغه ډول له دغو بندیزونو سره په هند، ترکیې،‌ سربیا، کرغېزستان، سینګاپور، تایلېنډ، سرېلانکا او هانک کانګ کې هم کمپنۍ اغیزمنې شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG