د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ښځو او اقلیتونو لپاره په مخصوصو چوکو د نمایندګۍ نه بغیر د اسمبلۍ ایوان نیمګړی دی.
بل پلو دا وخت حکومتي او د حکومت مخالف ګوندونه په مخصوصو سیټونو دعوې کوي.
په صوبايي اسمبلۍ کې د ښځو د سیټونو په سر د شخړې به څه اثرات وي؟
په دې اړه تفصیل سعدیه قاسم شاه وړاندې کوي.