د می ۳۱ مه د تنباکو د مخنیوي نړیواله ورځ ده
دا هغه ورځ ده چې د روغتیا د ملاتړ ډیرې ډلې د تنباکو د خطرونو په اړه پوهاوی وړاندې کوي او معلومات خپروي.
په ډیرو هیوادونو کې، د تنباکو کارول کم شوي خو په انډونیزیا کې ندي کم شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په انډونیزیا کې د سګرټ څکولو کچه مخ په ډیریدو ده.
ډیو ګرونبام په دې اړه راپور جوړ کړی چې بهشته تلاش یې تاسې ته وړاندې کوي.