لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نن د ۱۸زره اؤ ۹۰۰ اربه روپو وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کیږي


د کال ۲۰۲۴-۲۵م لپاره د پاکستان د ۱۸زره اؤ ۹۰۰ اربه روپو وفاقي بجټ نن پارلیمان ته وړاندې کولی شي چې پکې دسرکاري ملازمانو په تنخاګانو، پنشن اؤ الاونسونو کې د اضافو وړاندیز شوی دی.

پاکستاني مطبوعات وایي چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د بهر نه په راغوښتل کیدونکو موبایل فونونو د ټیکس اؤ جنرل سیلز ټیکس د زیاتولو وړاندیزونه هم شوي دي.

بیلابیلو پاکستاني رسنیو د سرچینو له قوله ویلي چې ترقیاتي بجټ کې د ۱۰۱۲ اربه روپو د اضافې سپارښتنه شوې اؤ د ترقیاتي منصوبو لپاره د ۳۷۹۲ اربه روپو د بیلولو امکان ښودل شوی دی.

د بجټ دستاویزاتو له مخې د وفاق ټول بجټ به د ۱۸زره اؤ ۹۰۰ اربه روپو وي چې په دې کې به د صوبو د کلیزو ترقیاتي منصوبو لپاره ۲۰۹۵ اربه بیلولی شي.

حکومت راتلونکي مالي کال کې د ترقیاتي پروژو لپاره د ۹۳۲ اربه روپو د نور پور ترلاسه کولو پرېکړه هم کړې ده چې د هغې په اساس به وفاقي حکومت د ۳۱۶ اربه روپو کورني اؤ د ۶۰۰ اربه روپو بهرنۍ قرضې اخلي.

اټکل کیږي چې بجټ کې به د سرکاري ملازمانو تنخاګانې د ۱۰ نه نیولي تر ۱۵ فیصدو پورې سیوا شي.

همدا شان دې بجټ کې د ټیکسونو ترلاسه کولو هدف ۱۲اعشاریه ۹ ټریلین روپۍ ښودل شوی اؤ د سود اؤ قرضونو د ستنولو اندازه نهه نیم ټریلین روپۍ ښودل شوې ده.

رسنیو اټکل کړی چې د توانایۍ په څانګه کې د رعایتونو ورکولو لپاره په بجټ کې ۸۰۰ اربه روپو د بیلولو امکان دی.

همدا شان بجټ کې د وفاقي ټیکسونو له لارې د ۱۲ اعشاریه ۹ ټریلین روپو راټولولو اندازه لګول شوې ده اؤ د نان ټیکس ریونیو ابتدایي اندازه بیا ۲۱۰۰ اربه روپۍ لګول شوې ده.

رسنۍ د بجټ دستاویزاتو په حواله وایي چې د پټرولیم لیوي په مد کې د ۱۰۵۰ اربه روپو نه د زیاتو پیسو ترلاسه کولو هدف ټاکل کیدای شي.

څيړونکى وایي، حکومت که چېري د پخوا په شان غېر مستقيم ټيکسونه لګوي لکه جي ايس ټي يو فىیصدي لوړول، د بجلۍ، ګېس او پټرولو بيعې لوړول، ‏نو له دې سره به ګراني نوره هم سېوا شي.‏

د دوى په وينا، دا بجټ د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم ايف د شرطونو د لاندې تيار شوی او کله چې دا د پارليمان نه پاس شي نو له هغې وروسته به آی ايم ‏ايف د پور ورکولو په نوي پروګرام د حکومت سره خبرې شورو کوي.‏

څيړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي، " که د آی اېم ايف پروګرام وي او که نه، دا ډير شيان خو مونږ ته د وړاندي نه کول پکار وو خو د سياسى جوړ ‏جاړي له وجې د ځنډ ښکار شو، اوس به دا کتل وي چې په بجټ کي به حکومت ټېکس امدن څنګه سېوا کوي او د ځمکو اخستلو، خرڅولو کاروبار ‏،کرکيله ، واړه او غټ دوکانداران به څنګه په ټېکس جال کې راوستلی شي، د حکومتي ادارو شخصي څانګې ته ورکول او حکومتى خرچې به څنګه ‏راکموي"

سلهري وي او اې ډیوه سره خبرو کې زیاته کړې، چې کله دا هر څه وشي نو د دې اثر خو به د مستقيم او غېر مستقيم ټيکس په شکل کې په خلکو پريوځي.‏ پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.‏

آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي، حکومت دي خپل حجم او دولتي ‏لګښتونه راکم کړي، ترقياتى بجټ دي په صوبو وروا چوي او شتمنه ډلې دي دټيکس جال کي راولي.‏

د اقتصادي چارو خبريال ثنا الله خان وايي،"حکومت ته دوه غټ چيلجونو راوړاندې دي، آمدن یې کم او خرچې یې سيوا دي او بله یې د بجټ خساره ډيره ‏زياته ده او دا پوره کولو دپاره یې نورې قرضې اخلي او راتلونکو درېو کلونو کې به ورته د اويا نه پينځه اويا اربه ډالره صرف بهرني پورونه ورکول وي".‏

تير کال د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه منفي وه خو راوران مالى کال کې حکومت وايي دا به 3.5 فىصدي وي او ګراني به د شلو فىصدى نه کمه پاتي ‏شي.‏ د مياشې په حساب سره خو ګرانۍ کي کمې راغلې خو د سود شرحه ډيره زياته ده او هم دغه وجه ده چې د پاکستان ټول امدن د درنو قرضو په ورکولو کې ‏ولاړ شي.‏

څيړونکي وايي د پاکستان اقتصادي ستونزو کې کمی نه ليدل کيږي او که حکومت د آی اېم اېف نه نوی پروګرام اخلي نو ورته به رعايتونه ختمول او ‏ټېکس امدن سېوا کول وي خو دې دپاره حکومت سره نوې لارې نشته او ورته به دې لړ کي نوي ټيکسونه لګول وي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG