لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او اوکراین امنیتي تړون لاسلیکوي


واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جي سیون په سرمشریزه کې چې په ایټالیا کې ده یو اوږد مهاله دفاعي‌ او امنیتي‌ تړون لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جېک سلیوان د دغه تړون د لاسلیک کېدو په اړه وویل چې روس ته د امریکا د دې اقدام په اړه خبر ورکړل شوی.

سلیوان وویل، "که ویلادیمیر پوتین فکر کوي چې له اوکراین سره به د ایتلاف ملاتړ پای ومومي نو دی غلط دی."

هغه زیاته کړه، چې دغه تړون باندې لا له مخکې څخه ۱۵ نورو هېوادونو لاسلیک کړی خو په تړون کې داسې ژمنتیا نشته چې امریکايي سرتېري به نېغ په نېغه د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین دفاع کوي.

د وایټ‌ هوس د ملي امنیت ویاند جان کربي د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ به د روس جنګي ماشین ته د لګښتونو زیاتېدو ته دوام ورکړو."

هغه زیاته کړه،

"مونږ به نوي ګامونه اعلان کړو چې د روس له کنګل شویو پانګې څخه د اوکراین په ګټه کار واخېستل شي او له هغوی سره مرسته وکړي چې د پوتین د پوځ لخوا پرې رامنځ ته شوی ویجاړی ورغوي."

د جي سیون مشران هم داسې پلان لري چې له دې سرمشریزې څخه د ګڼو چېلنجونو د حل لپاره کار واخلي چې په هغو کې د منځني ختیځ جګړه، له چین سره غیر متوازن تجارت، مصنوعي زېرکتیا او د کډوالۍ مسلې شاملې دي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوسیېټډ پریس، رویټرز او فرانس پریس خبري رسنیو څخه اخېستل شوې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG