لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په بجټ کې غټې خبرې څه دي- څه ګران شول، څه ارزان شول؟


د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م لپاره د۱۸۸۷۷ اربه روپو بجټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلیمان ته وړاندې کړی چې حکومت دا بجټ د ملک د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټور اؤ مخالفو ګوندونو د ټیکسونو له پلوه ملا ماتوونکی بللی دی.

که د حساب کتاب له جنجال پرته خبره وکړل شي نو د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م په وفاقي بجټ کې چیني، موبایل فونونه، سریا، تانبه، کوله،زسیګرټ، کاغذ، کپړې، د څرمنې مصنوعات، د ګاډو اؤ جایداد نرخونه لوړ کړل شوي اؤ سولر پینلې، سولر پکي اؤ برقي موټر سایکلې ارزانې کړل شوي دي.

د بجټ غټې غټې خبرې په لاندې ډول دي:

پاکستان کې چې د کومو خلکو د ټیکس باقاعده کاغذونه جوړ نه وي چې په اصلاح کې ورته نان فایلرز ویل کیږي د ملک نه بهر به د هغوي په سفرونو د بندیز لګولو پرېکړه کیږي خو کوم خلک چې حج یا عمرې له ځي اؤ یا هم تعلیمي سفرونه کوي هغوي باندې به دا بندیز نه وي.

د فنانس بل یا قانوني مسودې له مخې کومې ایجنسۍ چې په دې پرېکړه عمل نه کوي په هغې به ۱۰ کروړوه روپۍ جرمانه لګولی شي اؤ که چرې یوه ایجنسي په دوهم ځل هم ددې حکومتي امر نه سرغړونه وکړي نو بیا به ترې ۲۰ کروړه روپۍ جرمانه اخستل کیږي.

په بجټ کې په امدن هم لوړ ټیکسونه لګول شوي دي خو د کومو خلکو د میاشتې امدن چې تر ۵۰ زرو روپو وي هغه به له دغو ټیکسونه په امان وي.

د کال چې څوک د ۶ لکو نه نیولي تر۱۲ لکو روپو پوري ګټي له هغوي به ۵ فیصده انکم ټیکس اخستل کیږي اؤ د میاشتې په یو لک روپو ګټلو هم انکم ټیکس پیځوؤ فیصدو ته لوړ کړل شوی دی.

په کال کې چې څو د ۱۲ لکو نه نیولي تر ۲۲ لکو روپو پورې ګټي د هغوي د امدن ټیکس ۱۵ فیصدي ته لوړ کړل شوی خو بیا د چا ګټه چې د ۲۲ لکو نه نیولي تر ۳۲ لکو وي د هغوي په دې ګټه به ۲۵ فیصدي انکم ټیکس اخستل کیږي.

کلیز امدن چې د چا د ۳۲ لکو نه تر ۴۱ لکو روپو وي د هغوي نه به ۳۰ فیصدي انکم ټیکس اخستل کیږي.

په بجټ کې راغلي د چا د ټیکس فایل چې جوړ وي که هغه کور یا جاییداد اخلي یا یې خرڅوي نو ۱۵ فیصدي ټیکس به ترې اخستل کیږي خو که د ټیکس فایل یې نه وي نو بیا به ترې ۴۵ فیصده ټیکس اخستل کیږي.

بجټ کې د هایبرډ اؤ لګژري ګاډو په راغوښتلو ورکړی کیدونکي رعایتونه ختم کړل شوي دي اؤ اوس چې څوک د ۵۰ زرو ډالرو یا له دې ګران ګاډی له بهر راغواړي هغوي به یو شان ټیکسونه اؤ ډیوټۍ ورکوي.

د مالیاتي بل یا قانوني مسودې له مخط د ۸۵۰ سي سي پورې په ګاډي ۲۵ زره روپۍ ود هولډنګ ټیکس لګولی شوی خو د۸۵۰ نه تر ۱۰۰۰ سي سي ګاډو باندې بیا ۴۰ زره، د ۱۰۰۰ سي سي نه تر ۱۳۰۰ سي سي ګاډو باندې ۶۷ زره اؤ ۵۰۰ اؤ د ۱۳۰۰ سي سي ګاډو نه تر ۱۸۰۰ سي سي ګاډو باندې یو لک اؤ ۲۰ روپۍ ټیکس تجویز کړل شوی دی.

په دې بجټ کې حکومت په سیمه ییزه کچه په تیارېدونکو اؤ د بهر نه په راغوښتل کیدونکو ټولو موبایل فونونو ټیکسونه لوړ کړي دي چې د څېړونکو په وینا پاکستان کې به ورسره د موبایل فونونو نرخونه په بره لاړ شي.

د مالیاتي بل له مخې حکومت د ۵۰۰ ډالرو نه د کم مالیټ په ټولو موبایل فونونو ۱۸ فیصده ټیکس لګولی اؤ ددې تر څنګ یې د ۵۰۰ ډالرو نه د ګران نرخ په سي بي یو موبایل فونونو هم ۲۵ فیصد مالیه تړلې ده اؤ هم ددې نرخ په سي کی ډي اؤ ایس کی ډي فونونو به هم ۱۸ فیصدي درامدي ټیکس اخستل کیږي.

خو دا خبره بیا د خاص یادولو ده چې د دې درامدي ټیکس تر څنګ چې کله بیا دا موبایل فونونه خرڅيږي نو هغه وخت به پرې هم ۱۸ فیصدي ټيکس ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG