لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله فنډ په افغانستان کې د جینکیو د تعلیم لپاره ۱،۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې


په افغانستان کې د جون میاشتې په ۱۴مه، د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره کیږي.

په همدې مهال، "ملاله فنډ" د هغو سازمانونو سره چې افغانستان کې د جینکیو تعلیم لپاره کار کوي، د ۱،۵ میلیونه ډالرو مالي مرستو اعلان کړی دی.

د "ملاله فنډ" د تنظیم یو مشر او د تعلیم مبارز ضیاءالدین یوسفزي وي او اې ډیوه ته ویلي، د جینکیو پر تعلیم د بندیز د ۱۰۰۰ ورځو پوره کیدو په یاد کې، د دوی تنظیم د افغان جینکیو د تعلیم لپاره د یو نیم میلیونه امریکایي ډالرو مالي مرستې کوي.

ښاغلي یوسفزي د منزه شهید سره په مرکه کې وویل: "دا فنډینګ به دیارلسو (۱۳) تنظیمونو ته ورکول کیږي. په دې کې هغه سازمانونه هم شامل دي چې کوم دا وخت په افغانستان کې په سټلایټ ټي وي باندې، په ریډیو باندې او ډیجیټل تعلیم باندې او هم په کورونو کې دننه چې د جینکیو لپاره پټ جوړ شوي سکولونه دي هغوي ته ورکول کیږي."

ښاغلی یوسفزی وايي دا مرستې به په افغانستان کې د "جنډر اپارټایډ چې کوم نظام دی د دې خلاف ايډوکسي کې هم مرسته وکړي."

ضیاءالدین یوسفزی او ملاله یوسفزۍ د وي او اې ډېوه په کوربه توب یو بحث کې
ضیاءالدین یوسفزی او ملاله یوسفزۍ د وي او اې ډېوه په کوربه توب یو بحث کې

حیا چې په کابل کې د طب پوهنځۍ د اخري کال محصله/طالب علمه ده، او زده کړې یې نیمګړي پاتې دي، وي او اې ډیوه ته ویلي، "زه غواړم بیرته پوهنتون ته لاړه شم. زما دا ارمان دی چې پوهنتون مو بېرته پرانستل شي. مونږه دومره په سختۍ درس وویلو او طب دومره اسانه پوهنځۍ هم نه ده . مونږ اووه کاله سبق وویلو او په اخیري دوو سیمیسټرونو کې مو پوهنتون بند شو. اوس سږ کال بیا د کانکور امتحان کې جینکیو ګډون نه درلود. دا زمونږ لپاره ډیر غمجنه خبر وو."

د مصور په نوم د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو بنسټ د دغه بندیز د زرو ورځو د پوره کیدو سره هممهاله د اِقرأ "ولوله" په نوم یو کمپاین پیل کړی دی.

د مصور تحریک بنسټ ايښودونکې شفیقه خپلواک وايي، "دا د ملیونونو ارمانونو او استعدادونو خبره ده. کله چې موږ د IQRA کمپاین لپاره غږونه راټولول نو له نجونو سره مو خبرې وکړې، دوی ټول یوازې احساس کوي. خو د ټولو بندیزونو سره سره افغان ښځو او نارینه په افغانستان کې د روان جنډر اپارټایډ په وړاندې خپل غږ پورته کړی. "

شفیقه خپلواک
شفیقه خپلواک

د ملګرو ملتونو ځینو ماهرینو د طالبانو له خوا له ښځو سره چلند او د هغوی د بشري حقونو منظم محدودیت "جنسی اپارتاید" بللی دی.

د یونېسېف مشرې کېترین رسل د جون په ۱۳مه په یو بیان کې ویلي د یو اشاریه پينځه مېلین جینکو دپاره په منظمه توګه د تعلیم نه بې برخې ساتل کېدل د دوی د تعلیم د اساسي حق سرغړونه ده.

مېرمن رسل ویلي دي: "ښوونځي نه ۱۰۰۰ ورځو د بهر کېدو معنا دا ده چې د زدکړو درې بېلین ګڼتې ضایع شوې."

د طب پوهنځۍ/فاکولتې بله زده کوونکې، پښتنه وايي هیله يې دا ده چې نړۍ دې دوی یوازې نه پریږدي. پښتنه زیاتوي: "نړۍ دې مونږ د طالبانو ظلم ته نه پریږدي او د هېواده بهر میشتو څخه مو غوښتنه ده چې زمونږ غږ جوړ شي."

طالبانو په افغانستان کې جېنکو ته صرف د ښوونځي تر شپږم جماعته د تعلیم حق ورکړی او له هغه پورته د تعلیم نه محرومه دي
طالبانو په افغانستان کې جېنکو ته صرف د ښوونځي تر شپږم جماعته د تعلیم حق ورکړی او له هغه پورته د تعلیم نه محرومه دي

طالبان د خپل حکومت په تګلارو نیوکې ردوي او وايي‌ دا د افغان دود دستور او اسلام سره سمون خوري. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخنزاده د نړیوالو لخوا د اصلاحاتو غوښتنې د افغانستان په داخلې چارو کې مداخلت بللی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له نیولو څخه یوه میاشت وروسته په افغانستان کې د نجونو زده کړې بندې کړې. د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې ښځو د پوهنتونونو پر زده کړو بندیز وغځاوه او هغوی یې په غیر دولتی موسسو کې هم له کار کولو منع کړل.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG