لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د موقتي مهاجرت قانون د نویو راغلو افغان کډوالو پر ژوند اغېزې کړي


په کال 2021 اګسټ میاشت کې کله چې طالبان یو وار بیا پر افغانستان واکمن شول، امریکا په خپل تاریخ کې ترټولو لویه بشري انخلا پېل کړه. د اړونده ادارو د رسمي شمېرو له مخه په دې انخلا کې د 80,000 څخه ډیر افغانان په لومړیو اونیو کې امریکې ته راغلل.

امریکا ته د رسیدو سره، له 70,000 څخه ډیر راویستل شوي دغه مهاجرینو ته دوه کلنی (هیومېټیرین پېرول) ورکړل شو کوم چې موقتي مهاجرت دی او د دايمي استوګنې اسنادو اخیستو لپاره دا مهال هیڅ لاره نه لري. دې بهیر افغان کډوال له ډیرو ننګونو سره مخ کړي.

مسیح صدیقي چې د طالبانو واکمنۍ وروسته امریکا ته راغلی، په نیویارک کې د کولمبیا په معتبر پوهنتون کې ورته داخله ورکړل شوه، خو د هغه د قانوني اسنادو له کبله، هغه ته سټوډنټ لون (د طالبعلمۍ پور) ور نه کړل شو چې خپلې زده کړې سر ته ورسوي.‍

مسیح صدیقي، امریکا ته راغلی افغان کډوال چې غواړي امریکایي پوهنتونونو کې خپل تعلیم بشپړ کړي
مسیح صدیقي، امریکا ته راغلی افغان کډوال چې غواړي امریکایي پوهنتونونو کې خپل تعلیم بشپړ کړي

صدیقي وایي چې د کولمبیا پوهنتون په 2023 کال کې هغه ته داخله ورکړه او نوموړي هلته یو سېمسټر سبق هم وویلو، خو وروسته پوه شو چې د کډوالۍ د دستاوېزاتو د نلرلو له کبله، د نورو زده کوونکو په شان فډرالي مرستي (FAFSA) نشي ترلاسه کولی.

صفي الله روف په امریکا کې د "هیومن فرسټ" بنسټ ایښودونکی دی، هغه سازمان چې افغانانو ته دننه په امریکا کې مرستې چمتو کوي.

دغه سازمان د طالبانو واکمنیدو وروسته او د افغانستان څخه د انخلا پر وخت د 1400 امریکایی وګړو په ګډون د 7,000 څخه ډیر افغانان ایستلي دي. روف دا مهال په امریکا کې د تېرو دوو کلونو راهسې د (افغان اجسټمنټ اکټ) په نوم د یو قانون ملاتړ کوي چې د تصویبیدو له مخه به يې د دغه راغلیو افغان کډوالو لپارد دایمي اوسیدو اسناد ترلاسه شي.

صفي الله رؤف، په امریکا کې د هیومن فرسټ په نوم د مرستندویه تنظیم مشر
صفي الله رؤف، په امریکا کې د هیومن فرسټ په نوم د مرستندویه تنظیم مشر

افغان اجسټمنټ اکټ، په 2022 کې د هغو متحدینو سره د مرستې لپاره معرفي شو چې په 2021 کې امریکا ته راوستل شول. په هغو شاوخوا اتیا زره افغانانو کې چې امریکا ته راوړل شوي، ډیری یې د هیومینيټېرین پېرول سره راغلي، کوم چې د پاتې کیدو لپاره یوازې دوه کلنې ویزې لرلي.
صفي الله رؤف وایي چې "د دغو کډوالو راتلونکی ناڅرګنده وو، که څه هم د پېرول موده د یو کال لپاره وغځول شوه، خو دوی لا هم له نامعلومه راتلونکي سره مخ دي. د افغان اډجسټمنټ اکټ دا باوري کوي چې ټول هغه کسان چې په 2021 کې راغلي د ارزونې پروسې څخه د تېریدو وروسته د اسنادو ترلاسه کولو سره د ټولنې ګټور غړي شي. "

َښاغلی رؤف زیاتوي: "په امریکا کې، د هر ډول قانون تصویب یو لوی خنډ دی او تاسو باید د هر قانون تصویب لپاره غرونه چپه کړئ، په ځانګړې توګه دا مهال چیرې چې سنا او ایوان ډیر ویشل شوي دي، ځکه چې دا قانون یو څه د مهاجرت سره تړاو لري، جمهوري ريپبلیکنس اوس د مهاجرت د هر ډول قانون خلاف دي، خو دا قانون د هغو متحدینو لپاره دی چې په افغانستان کې یې له ۲۰ کلونو څخه زیات د امریکا ملاتړ کړی. که دوي بېرته افغانستان ته لیږدول کیږي نو دا د هغوي ژوند ته یو لوی ګواښ دی. نو ځکه دوی ته باید د استوګنې دایمي اسناد ورکړل شي. "

د اړونده ادارو له مخه دا مهال په امریکا کې د حقوقي مرستو د منابعو ظرفیت کم او د مهاجرت پروسه د کلونو ځنډ سره مخ ده.

لیلا منګل، چې د LLS د کډوالو یوې ادارې سره په ویرجینیا ایالت کې کار کوي وايي چې د نویو راغلیو کډوالو وضعیت نا معلومه دی.

لېلا منګل، په امریکا کې د مهاجرو سره د یوې مرستندویه دلې کارکوونکې
لېلا منګل، په امریکا کې د مهاجرو سره د یوې مرستندویه دلې کارکوونکې

لیلا منګل وویل: "کله چې د دوی قانوني قضیه ډیر وخت نیسي، کډوال د ذهني فشار سره مخ وي او ځینې وختونه دا قانوني جګړه د دوی رواني روغتیا ته اغېزمنه کوي."

مسیح په مشرانو جرګې او نورو استازو غږ کوي چې د "افغان اجسټمنټ اکټ" تصویب کړي ترڅو افغان کډوال هم وکولی شي هغه اسانتیاوو او ګټو ته لاسرسی ولري چې امریکا کې نور دایمي اوسیدونکي یې لري.

"لکه څنګه چې امریکایي چارواکي وایي چې موږ د خپلو افغان متحدینو تر څنګ ولاړ یو، موږ تمه لرو چې دوی به د خپلو متحدینو تر څنګ ودریږي، ځکه زه شخصا په دې باور یم چې دوی تر اوسه د خپلو افغان متحدینو ترڅنګ نه دي ولاړ. نه یوازې د هغو کسانو سره چې شاته پاتې دي بلکه هغه هم چې اوس مهال دلته د کډوالۍ له محدودیت سره مخ دي لکه زما کورنۍ او زما په څیر افغانان چې دلته میشت دي. زه غوښتنه کوم چې زما د ایالت سناتوران او استازي د افغان اډجسټمنټ قانون ملاتړ وکړي. زه ډاډه یم چې د دایمي استوګنې لاره او تابعیت به د افغانانو په وده او بریا کې ډیره مرسته وکړي."

امریکا کې د نورو کډوالو په څېر، افغانان هم په چټکۍ سره کار موندنې ته وهڅول شول چې وتوانیږي د ژوند لوړ لګښتونه پوره کړي. خو د کډوالو سره د مرستې ادارې وایي په هرې ادارې کې د استخدام یا ګمارنې لپاره د اسناد لرل ډیر مهم دي، د کومو چې د پای نېټه نزدې ده. د همدې له کبله ځینو افغان کډوالو ته د خپلو ادارو یا کار ځای لخوا د قراردادونو ختمیدو حال هم ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG