لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ کپ: د اسټرېلیا په وړاندې د افغانستان تاریخي بریا او په اړه یې غبرګونونه


ګلبدین نایب څلور وېکېټې واخېستې او مېن آف دې مېچ وټاکل شو
ګلبدین نایب څلور وېکېټې واخېستې او مېن آف دې مېچ وټاکل شو

د کرکټ نړېوال شل آوريز کپ د سیالیو په لړ کې، د پخواني اتل اسټرېلیا په وړاندې د افغانستان د ټیم شانداره کامیابۍ ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

افغانستان د کرېبین ملکونو په وخت د خالي/شنبې ورځې په ماخوستن چې د افغانستان/پاکستان په وخت د اتوار/یکشنبې ورځې سهار کېده، په ورلډ کپ کې د پیاوړي او پخواني اتل اسټرېلیا ټیم په وړاندې خوندوره لوبه وکړه چې په پای کې یې اسټرېلیا ته په یوویشت (۲۱) رنزونو، تاریخي ماتې ورکړه.

افغانستان تر اوسه اسټرېلیا ته په کرکټ کې ماتې نه وه ورکړې، او تېر ۲۰۲۳ کال کې د پنځوس آوره ورلډ کپ په لوبو کې چې هند کې ترسره شوې، د اسټرېلیا د ټیم لوبغاړي مېکسوېل په غوره بالېنګ، د افغانستان دا امید په اوبو لاهو کړی و، مګر سږ کال یې د افغانستان د بري مخه ونشوای نیولی.

د لوبې حال

د لوبې په اول مېدان کې افغانستان توپ وهنه یا بالېنګ وکړو، چې په کې دواړه اوپنران، رحمان الله ګربز او ابراهېم ځدراڼ ډېر ښه وځلېدل. هغوی هر یوه نیمه سېنچري پوره کړله او په دواړو یې یو سل او اتلس (۱۱۸) رنزونه وکړل چې دې سره افغانستان ته ډېره فایده ورسېده.

د افغانستان لوبډلې ټول شل آوره ولوبېدله او د شپږو وېکېټو په سوځېدو یې ۱۴۸ منډې جوړې او اسټرېلیا ته یې د یو سل او یو کم پنځوس (۱۴۹) ټارګټ وټاکلو.

په دویم مېدان کې د افغانستان ټیم ګلبدین نایب تر ټولو زیاتې، یعنې څلور (۴) وېکېټې واخېستې چې دې هم د افغانستان د ټیم په کامیابۍ کې لوی کردار ادا کړ. نوین الحق درې وېکټې، عظمت، محمد نبي او راشد خان هر یو یوه یوه وېکېټه واخېسته.

د اسټرېلیا ټیم ونشو کولای چې ټول شل آوورونه ولوبیږي او څلور بالونه یې لا پاته و چې ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

غبرګونونه

د لوبې نه وروستو، د افغانستان د ټیم کپټان راشد خان وویل چې د خوشحالۍ نه به د شپې خوب ونشي کولی. هغه زیاته کړه: "دا د ورلډ کپ یوه لوبه ده او په یقین سره چې په ورلډ کپ کې تاسو یو بهترین ټیم ته ماتې ورکوئ. دا یوه ستره کامیابي ده. او دوی (اسټرېلیا) د ۲۰۲۱ کال ورلډ کپ ګټونکي و، نو دې ټیم ته ماتې ورکول فکر کوم سړي ته ډېر طاقت ورکوي او له ډېرې خوشحالۍ سړی خوب ته هم نه پرېږدي."

راشد خان پخپلو خبرو کې وویل چې کرکټ دا مهال د افغانستان خلکو ته د خوشحالۍ یوازېنۍ وسیله ده. هغه زیاته کړه: "مونږ داسې څه پخپل وطن کې ډېر نه وینو چې خلک ورباندې جشن جوړ کړي او د دې شېبو نه خوند واخلي."

د اسټرېلیا کپټان مېچل مارش هم د لوبې نه وروستو پرس کنفرانس ته پخپلو خبرو کې، د افغانستان لوبډلې کارکردګي ډېره وستایله او دا یې ومنله چې د اسټرېلیا په نسبت، افغانستان ښه لوبه وکړه او مېچ یې وګټلو.

د کرکټ نړېوال کونسل (آی سي سي) دا د افغانستان دپاره یوه یادګاري شپه بللې ده.

د کرکټ د ماهرینو او لوبغاړو ترڅنګ، د افغانستان سیاستمدارانو، لکه پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي، هم په سوشل مېډیا غبرګونونه ښودلي او د اسټرېلیا په وړاندې یې د افغانستان د لوبډلې کامیابي ستایلې ده.

طالب مشرانو که څه هم د دې لوبې په اړه خاص څه ندي ویلي، مګر د کابل د پولیسو ترجمان په خوست ولایت کې د اولسي خلکو تصویرونه خپاره کړي چې د کرکټ د بریا په خوشحالۍ کې بهر راوتلي دي.

اوس مهال د نړېوال کپ په سوپر-۸ سیالیو کې، په اول ګروپ کې هند په څلور (۴) پواېڼټو په اول لمبر ولاړ دی. افغانستان او اسټرېلیا دواړه ۲ -۲ پواینټونه لري، او بنګله دېش صفر دی. هند به د اسټرېلیا سره، او افغانستان به د بنګله دېش سره لوبه کوي.

که چېرته هند اسټرېلیا ته، او افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړي، نو سیمي فاینل ته به د افغانستان تګ حتمي شي.

په دې رپوټ کې ځېنې برخې د روئټرز خبري ادارې د رپوټ نه اخېستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د پولیو وېکسين په اړه د پوهاوي تیاتر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG