لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رېپبلېکنانو د کنوېنشن خاتمه: ټرمپ په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د خپل ګوند لخوا نامزدګي ومنله


د امریکا پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د خپل رېپبلېکن ګوند د ملي کنوېنشن په څلورمه او آخره ورځ، د دې ګوند لخوا راتلونکو صدارتي انتخاباتو ته خپله نامزدګي په رسمي توګه قبوله کړه او په دې ډول هغه اوس د نوامبر میاشتې عمومي ټاکنو کې، د رېپبلېکن ګوند رسمي نامزد ګڼل کیږي.

ټرمپ د خپلې نامزدګۍ د قبولۍ په وینا کې، چې په ځایي وخت د زیارت ورځې په ماخوستن یې وکړه او څه باندې یو نیم ساعت اوږده وه، اول یې د امریکا د خلکو په اتحاد ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغه غواړي د ټولو امریکاییانو دپاره صدر وي، نه دا چې د نیمو امریکاییانو دپاره. د هغه مطلب دا و چې د اتحاد پیغام د خپل ګوند نه بهر خلکو ته هم ورسوي.

تر دې وړاندې، ښاغلي ټرمپ رسنیو ته ویلي و چې د برید مخکې، د ده وینا په بشپړه ډول بدله وه خو هغه دغه وینا څیرې کړه او د نن شپه وینا یې ډیره مختلفه ده.

ټرمپ د ټولو امریکاییانو نه مننه وکړه چې د ناکامه قاتلانه هڅې د پېښې وروسته یې ورسره خواخوږي ښودلې وه.

هغه د خالي ورځې د واقعې په تفصیل قصه وکړه او ویې ویل: "خدای زما په طرف و.... زه به نن شپه دلته نه وم، خو یوازې د خدای په مرحمت سره دلته ستاسو مخې ته ولاړ یم.»

ټرمپ په هغې پېښې کې د کورې کامپرېټور په نوم یو تن وژل شوي ملاتړي قدرداني هم وکړه، او د ټولو نه یې وغوښتل چې د هغه په یاد کې یوه شېبه خاموش پاته شي. هغه وویل چې د وژل شوي تن او د زخمي تنانو له کورنیو سره یې د پېسو د مرستې وعده کړې ده.

ټرمپ پخپلو خبرو کې په ډېموکرېټانو غږ وکړ چې "عدلي نظام دې د وسلې په توګه نه کاروي او پخپلو سیاسي مخالفینو باندې د جمهوریت د دښمن ټاپه نه لګوي.»

ټرمپ د خپلې وینا په دویمې برخې کې یو وارې بیا پر امریکایانو د اتحاد او یوځای کیدو غږ وکړ. ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې هغه غواړي ډیموکراسي ژوندۍ وساتي.

د مېلانیا ټرمپ راښکاره کېدل

د زیارت ورځې په ماخوستن، د ډانلډ ټرمپ مېرمن مېلانیا ټرمپ هم کنوېنشن ته راغله. هغې، چې سرې جامې یې پر تن کړې وې او موسکا یې پر شونډو وه، د کنوېنشن ځای ته په ننوتلو سره، د ټرمپ د زوی، اېرېک ټرمپ، او د ټرمپ د نومل شوي نایب صدر جې ډي وېنس ترمنځ کېناستله.

د مېلانیا ټرمپ راتګ کنوېنشن ته، یوځل بیا هغه د خلکو او رسنیو سترګو ته راوستله. مېلانیا دا ډېره موده کېدله چې د خپل خاوند ډانلډ ټرمپ سره نه ښکارېدله، آن چې کله ټرمپ سږکال او تېر کال عدالتونو ته حاضر شو، هلته کې هم مېلانیا موجوده نه وه، او داسې فکر کېدلو چې هغې په انتخابي کمپېنونو او د ټرمپ په تړاو نورو غونډو کې د ګډون نه انکار کړی دی. خو د کنوېنشن په آخره ورځ د هغې راښکاره کېدل یوځلي بیا هغې ته د امریکاییانو پام واړولو.

ټرمپ پخپلې وینا کې د مېلانیا ټرمپ د حمایت نه ځانګړې مننه وکړه.

مېلانیا ټرمپ، جې ډي وېنس، د وېنس مېرمن، او د ټرمپ د کورنۍ یو شمېر نور غړي
مېلانیا ټرمپ، جې ډي وېنس، د وېنس مېرمن، او د ټرمپ د کورنۍ یو شمېر نور غړي

ټرمپ د خپل نومل شوي نایب صدر جې ډي وېنس ستاینه هم وکړه او د هغه په تېرو کارنامو او تعلیمي کامیابیو یې رڼا واچوله.

د مېلانیا نه علاوه، د ټرمپ د کورنۍ نور غړي، د هغه دواړه لوڼې، زامن، نږورګانې، زومان، او لمسیان هم حاضر و.

د کنوېنشن په آخره ورځ د ټرمپ دوېم ځوی، اېرېک ټرمپ هم د خپل پلار په حق کې وینا وکړه. د هغه نه علاوه، یو شمېر نور رېپبلېکنان او د رېسلېنګ یا امریکایي پهلوانۍ پخوانی اتل، هولک هوګن او د یو اېف سي یا آزادې مقابلې د تنظیم مشر ډانا وایټ هم د ټرمپ په حمایت کې ویناوې وکړې.

داخلي سیاست

ډانلډ ټرمپ پخپلې وېنا کې، د خپلو پخوانیو تقریرونو خلاف، خپل سیاسي مخالفین په سپکو نومونو یاد نکړل، صرف یو ځل یې د بایډن نوم واخېست، خو ویې ویل چې بیا به یې په دې تقریر کې نوم نه یادوي.

ټرمپ پخپلې وینا کې د امریکا د داخلي مسئلو په اړه خپل دریځ روښانه کړ او ژمنه یې وکړه چې که دی ولسمشر شي نو د ده مشرتابه به د مسایلو حل لاره اوباسي. اقتصاد کچه به لوړوي، ټیکسونه به راکموي او د غېر قانوني کډوالو مخه به نیسي، خپل سرحدونه او پولې به خوندي ساتي. ټرمپ وعده وکړه چې د ګرانۍ کچه او د سود شرحه به هم راټیټه کړي.

ټرمپ د خپل ولسمشرۍ پر مهال د امریکې اقتصاد ته اشاره وکړه چې ډير بهتره وو.

ټرمپ د خپل اقتصادي پلان په اړه وغږید چې څنګه به کاروبارونو ته وده ورکوي او څنګه به امریکې کې روزګارونه زیاتوي.

هغه بیا هم د خبرو په وروستۍ برخې کې د کډوالو پالیسۍ ته اشاره وکړه چې هغه د کډوالو د راتلو مخالف نه دی بلکې د غېر قانوني‌ لارې د مهاجرینو د راتلو مخه نیسي، او د دې سره به د انساني‌ قاچاق مخه هم ونیول شي.

خارجي سیاست

د بهرنۍ پالیسۍ په اړه، ډونالډ ټرمپ وعده وکړه چې که صدر وټاکلی شي، په نړۍ کې به امن راولي. هغه په اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل ته اشاره وکړه، د حماس او اسراییل جګړې یادونه یې وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا لوی جنګونه به ختموي.

ټرمپ د ایران په اړه هم وویل چې د ولسمشر جو بایډن د انتظاميې پر مهال لا ایران مضبوطه شو.

د صدارتي انتخاباتو دپاره رېپبلېکن نامزد پخپلې بهرنۍ پالیسۍ کې د شمالي‌ کوریا سره د اړیکو ښه کولو یادونه وکړه، روسیې باندې فشار راوستلو ژمنه یې وکړه. ټرمپ زیاته کړه چې هغه به جنګونه په ټیلیفون ختموي.

ټرمپ د افغانستان په اړه وویل چې کومه وسله طالبانو ته پاته شوې د امریکې د مشرتابه لویه اشتباه وه. هغه د بګرام هواي اډې په اهمیت وغږید او ویې ویل چې د امریکې لپاره دا اډه ډيره مهم وه خو اوس چین ته پاته شوه.

ټرمپ دا هم وویل چې که بیا صدر شي، نو د امریکا پوځي طاقت به زیات کړي. هغه وویل: «مونږ په خپل پوځ په نویو وسلو سمبال او پیاوړی کړو.»

د رېپبلېکن کنوېنشن خاتمه

د ټرمپ په دې وینا سره، چې څه باندې یوه نیمه ګېنټه اوږده وه، د وېسکانسن ریاست په مېلواکي ښار کې رېپبلېکنانو ملي کنوېنشن هم ختم شو، او اوس به د نوامبر میاشتې تر انتخاباتو پورې، ټرمپ او رېپبلېکن ګوند یې په انتخابي کمپېنونو بوخت وي. په دې کنوېنشن کې رېپبلېکنانو په پراخه کچه د ټرمپ نه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ او د پارټۍ اتحاد یې ښکاره کړ.

بل اړخ ته د امریکا ډېموکرېټک ګوند چې مشر یې صدر جو بایډن دی، هم په اګسټ میاشت کې، د اېلېنوی ریاست په شیکاګو ښار کې ځان ته خپل کنوېنشن جوړوي چې هلته به ډېموکرېټان خپل له طرفه صدارتي انتخاباتو ته نامزد ټاکي.

د دې نامزدګۍ دپاره جو بایډن غوڅ اکثریت ګټلی، او طمعه کیږي چې هغه به نامزد وټاکل شي، خو په بایډن باندې نن سبا فشارونه په زیاتېدو دي چې د خپلۍ نامزدګۍ نه تېر شي.

په آینده ورځو کې به دا معلومه شي چې آیا بایډن د خپلې نامزدګۍ څخه تېرېږي او که نه، خو تر اوسه یې ګوښه کېدل نه دي منلي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG