لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي، په اېټوپیا کې د ځمکې د ښوېیدنې له امله د مړو شمېر ممکن ۵۰۰ ته ورسیږي


د افریقې د اېټوپیا (حبشه) هېواد په یوې لېرې پرتې علاقې کې ځمکه ښوېیدلې چې له امله یې تر اوسه د مړو شوو کسانو شمېر (۲۵۷) ته رسېدلی او ملګرو ملتونو د زیارت په ورځ ویلي چې دا شمېره ممکن تر پنځه سوو (۵۰۰) پورې لوړه شي.

دا پېښه په کېنچو شاچا ګوزدي سیمه کې شوې ده، او د ژغورنې عملې په مایوسۍ سره د جسدونو او ګېرپاته شوو خلکو په لټون کې خاورې اړولې. خلکو هم ځینو په بېلچو او ځینو په خالي لاسونو خاورې او خټې لېرې کولې.

د سیمې یو اوسېدونکی سولومن تسوما د اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې د هغه د کورنۍ دیارلس (۱۳) کسان مړه شوي چې په کې اووه د تره بچیان یې او وړوکي وریرونه شامل و. هغه زیاته کړې ده: "مونږ ۱۲ جسدونه راووېستل، خو خو تر اوسه مې د خور جسد ندی پیدا کړی."

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (اوچا) ویلي، ضرورت دی چې څه باندې ۱۵۰۰۰ کسان له سیمې انخلا شي، ځکه هلته کې د ځمکې ښوېیدلو نوره خطره هم شته. په دې کسانو کې چې باید د سیمې نه بل ځای ته منتقل کړی شي، د پنځو کلونو د عمر نه ښکته ۱۳۲۰ ماشومان او څه باندې پنځه زره مېندوارې او هغه ښځې هم شاملې دي چې نوی یې اولادونه پیدا شوي دي.

اوچا دفتر دا هم ویلي چې آفت ځپلې علاقې ته مرستې په رسېدو دي او د اېټوپیا د سره صلیب یا رېډ کراس ادارې څلور ټرکونه مرستې هم وررسېدلي دي.

ایټوپیا د افریقې وچې دویم د سترې آبادې ملک دی، او قدرتي آفات په کې زیات لیدلی کیږي، مګر دا وروستۍ واقعې په ریکارډ کچه خلک وژلي دي.

چارواکي وایي، اکثره خلک هغه وخت د خاورو لاندې شول چې کله د لومړۍ ځمکې ښوېيدلو وروستو دوی د پېښې ځای ته منډه کړله چې نور وژغوري، خو چې هلته ورسېدل، نو په دویمه جوپه کې هغوی پخپله د خاورو لاندې شول.

دا واقعه د پایتخت ادیس ابابا نه ۴۸۰ کلومټره لېرې په یوه ګوښه علاقه کې پس د هغه پېښه شوه چې د اتوار/یکشنبې په ورځ هلته کې سخت ډېر باران واورېدلو.

د سیمې اوسېدونکی ګېتاچیو ګیزا وایي، کله چې هغه او زوی ته یې خبر ورسېد چې دوه کورونه د خاورو لاندې شوي، نو دواړو ورمنډه کړله. ګیزا زیاتوي: "کله چې مونږ هلته ورسېدو، نو د خاورو خټو یوه غټه جوپه بیا په ټولو راغله چې زما زوی هم ترې لاندې شو."

ځایي چارواکو په سوشل مېډیا یوه زړه بوږنوونکې ويډیو خپره کړې چې په کې لسهاوو کسان د یوې کندې شاوخوا ولاړ دي او په کنده کې د انسانانو لاسونه او پښې د خټو نه راوتلي ښکاري.

نورو کلیوالو جسدونه انتقالول او په یوه نږدې خېمه کې ښځې ناستې وې او جسدونو ته یې چې په کفنونو کې پېچلي و، ساندې او ژړا ګانې کولې.

اوچا وایي، دوولس (۱۲) تنان چې زخمیان شوي و، یو ځایي هسپتال ته لېږدول شوي، او ۱۲۵ نور کسان بېځایه شوي دي. د لادرکه شوو تنانو شمېر لا تر اوسه ندی معلوم.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېرش د اېټوپیا هېواد د دې واقعې په اړه خفګان څرګند کړی دی.

د ګوتېرش ویاند، سټېفن دوجاریک ویلي: "د ملګرو ملتونو ادارو خوراکي مواد، د صحت وسایل، او نور اهم ضروریات لېږلي چې د ځمکې ښوېیدلو د پېښې اغېزمنو خلکو سره مرسته وشي."

په اېټوپیا کې د ملک د آبادۍ قریب اتلس فیصده یا څه باندې ۲۱ میلینه خلک، د جګړو او شخړو، سیلابونو، وچکالۍ او نورو قدرتي آفاتو له کبله په بشري مرستو باندې ژوند تېروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG