لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: ځمکه د ټولو دپاره ورځ تر بلې توده او خطرناکه جوړیږي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېرش د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ځمکه د هرچا دپاره ورځ تر بلې زیاته تودېږي او خطرناکه کیږي، او هر کال قریب نیم میلین کسان د همدې وجې مړه کیږي. هغه د نړۍ د تودوخي وجه، د فوسیل سوند موادو استعمال وښود.

انتونیو ګوټېرش خبریالانو ته وویل: "په بلینونو خلک په عالمي کچه د ډېرې زیاتې تودوخي سره مخ دي، چې د دنیا په مختلفو برخو کې د ۵۰ سنټي ګرېډ نه پورته حرارت په مرګوني چپو کې مړاوې کیږي. دا ۱۲۲ درجې فارنهایټ ده، او د اېشېدلو د درجې نیمایي ته رسیږي."

د اتوار/یکشنبي ورځ، د ځمکې پر مخ ګرمي د ریکارډ کچې ته لوړه شوه، خو په سبا یې د ګل په ورځ ګرمي نوره هم زیاته شوه او د اتوار ورځې بې مثاله ریکارډ یې هم مات کړو.

د ځمکې پرمخ درجه حرارت په مداومه توګه لوړیږي، او ساینسپوهان وایي چې وروستۍ دیارلس (۱۳) میاشتې، پر له پسې د درجه حرارت ریکارډونه قایم شوي دي. په نړۍ کې د اوسط درجه حرارت په نسبت، دوه برابره یې په ښاري علاقو کې تودوخه لوړه شوې ده.

د ګرمۍ چپو سږ کال په هند او د افریقې په ساحل خطه کې ګڼ شمېر خلک هلاک کړي دي. تېره میاشت د سختې ګرمۍ له امله شاوخوا ۱۳۰۰ کسان په سعودي عرب کې د حج په مهال مړه شول. په روانه میاشت کې په یورپ، امریکې، او آسیا کې بې مثاله ګرمي راغلې ده.

انټونیو ګوټېرش وویل چې د صحت عالمي ادارې او د موسمیاتي عالمي تنظیم د اندازې ترمخه، په ۵۷ ملکونو کې د ګرمۍ له امله صحت ته د ورپېښو خطرو د خبرادریو په نظام کې بهتري راوستل به د کاله د قریب یو لک کسانو ژوند وژغوري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG