لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه وي


د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو ميلر ويلي، امریکا به د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه وي. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، پرون په درېم ستمبر د پاکستان نايب وزيراعظم اسحاق ډار د امریکايي سفير ډونلډ بلوم سره ليدنه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا نه مرستې غوښتي دي.

پاکستاني مطبوعات د امريکايي سفير او اسحاق ډار ليدنه او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند بيان په هيواد او ځانګړي ډول بلوچستان کې د زياتېدونکې ترهګرۍ سره تړي.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ بيان کې د بلوچستان نوم نه دی ويلی.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاز ډاکټر محمد خورشيد وايي، دا وخت امریکا نېغ په نېغه د پاکستان سره د ترهګرۍ ضد د پخوا په څېر په خلاص مټ کومې مالي مرستې نه کوي.

"اوس خو ظاهره خبره ده، امریکې خپل امدادونه ودرولي دي، خو دوی چې کوم سپورټ ورکوي نو هغه زيات نه زيات استخباراتي معلوماتو شريکولو باندې دی، یا داسې لاجسټک سپورټ ورکوي یا پاکستان ته کوم اخلاقي ملاتړ، کوم چې به وړاندې پاکستان ته مېلاوېدو پېسې به یې ورکولې د اپرېشنو خرچه به یې ورکوله، د پاکستان دپاره یې قرضې وروسته کړې په هغې کې به یې اساني راغله".

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې مشر ډاکټر فېض الله جان وايي، دوی د بلوچستان او پښتنه سيمه کې د رواني بد امنۍ او ترهګرۍ په اړه د امریکې یوشان عکس عمل نه ويني، ځکه چې منطقه کې د چين او امریکې اوږد مهاله سټراټيجيکي او تجارتي ګټې دي.

"زما چې څومره خیال دی چې کله امریکا اووايي، مونږ‎ د پاکستان سرہ د ترهګرۍ خلاف جنګ کې ولاړ‎ یو نو هغه هم دغه د پښتونخوا چې کومې قبايلي ضلعې دي په دې کې چې څه روان دي، نو اشارہ دغه طرف ته وي او بله غټه خبره دا ده چې د امریکې خو د ترهګرۍ خلاف جنګ کې یو لوی پلان دی او هغه د پاکستان نه هم بهر دی او د افغانستان نه هم".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان سره د توانايۍ په برخه کې د پاکستان سره د امریکايي مرستو خبره هم کړې ده.

امریکا وايي، پاکستان کې د توانايۍ په ضرورتونو او نيمګړتیاو خبر ده.

ډاکټر محمد خورشيد وايي، امریکا د ايران سره د پاکستان د ګېس په اړه حساسه ده.

"پاکستان سره که هغوی مرستې کوي نو په دوه درې لارو یې کولی شي، يوه چې کومه رينيويبل انرجي ده نو هغې کې مونږ ويلی شو، چې کوم ډېم جوړول کيږي، هغه يا سولر انرجي، يا ونډ انرجي، چې جديده انرجي ده په هغې کې به د پاکستان مرسته وکړي".

د پاکستان او ایران ترمنځ د ګېس پایپ لاین پحقلہ ایران پاکستان تہ وروستی نوټس ورکړ‎ی او د دغه پايپ نه پوره کېدو په صورت کې پاکستان 18 بيلينه ډالرو پورې جرمانه کېدی شي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG