لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاملا هېرېس او ډانلډ ټرمپ به د نهې ورځې مباحثه کې یو بل ته مخامخ کیږي


په قامي کچه سروی یا نظر پوښتنې ښيي د دواړو امیدوارانو ترمنځ به مقابله سخته وي.
په قامي کچه سروی یا نظر پوښتنې ښيي د دواړو امیدوارانو ترمنځ به مقابله سخته وي.

د ډیموکرېټک ګوند صدارتي امیدواره او نایب صدره کاملا هېرېس ، او د ریپبلېکن ګوند امیدوار پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به نن د نهې – سه شنبې په ورځ کېدونکي صدارتي مباحثه یا مناظره کې یو بل ته مخامخ کیږي، چې سږ کال د نومبر په پينځمه نیټه کېدونکي د امریکې صدارتي انتخاباتو کېمپېن یوه مهمه شیبه کیدی شي.

دغه دواړو امیدوارانو چې تر دې مخکې یې نه د یو بل سره ملاقات شوی او نه یې هم په ټېلې فون خبرې کړي دي خو دوی به د نهې – سه شنبې په ورځ د امریکا په فېلېډېلفیا ښار په نېشنل کانسټېټوشن سېنټر ودانۍ کې د مباحثې په وخت د یو بل سره مخامخ کېږي. تمه ده چې د ۹۰ منټونو په مباحثه کې به دواړه په یو بل ټکونه وکړي او د اې بي سي نیوز ټېلې وېژن د کوربنو ډېوډ مېور او د لېنسي ډېوېس د سوالونو جوابونه به ورکوي.

امکان دی چې په مېلینونو امریکایان به د هېرېس او د ټرمپ خبرې اترې په ټېلې وېژن وګوري چې د دې صدراتي مهم یوازنۍ مباحثه ګڼل کېږي.

د مباحثې نه اته هفتې وروسته به د امریکې په 50 ریاستونو کې به صدر د انتخاب دپاره ووټونه یا راې اچول کېږي.

په قامي کچه سروی یا نظر پوښتنې ښيي د دواړو امیدوارانو ترمنځ به مقابله سخته وي.

ټرمپ به کوښښ کوي چې ځان بیا وایټ هاوس ته ورسوي. په 2020م کال صدارتی انتخاباتو کې هغه د صدارت د دویمې دورې دپاره انتخاب د موجود صدر جوبایډن نه بېللی و. هېرېس به کوښښ کوي چې د نایب صدارت نه ځان د صدر چوکۍ ته ورسوي.

د جولای په میاشت کې بایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره د انتخاب نه لاس په سر شو او د ځان په ځای يې د هېرېس نوم وړاندې کړو. ډېموکرېټېک پارټۍ زر د هغې د نامزدګۍ حمایت وکړو. کله چې بایډن د انتخابي کېمپېن نه لاس په سر کېدو نو د مقبولیت په لحاظ هغه د ټرمپ نه وروسته ګڼل کېدو خو اوس ګڼ شمېر نظر پوښتنې ښيي چې هېرېس د ټرمپ نه مخکې ګڼل کېږي.

نیویارک ټایمز اخبار او سېیان کالج د اتوار- يکشنبې، په ورځ شایع شوي نظر پوښتنې کې وايي ټرمپ د ۴۸ او د ۴۷ فیصد په کچه په وېسکانسن، مېشېګن او پېنسېلوېنیا ریاستونو کې مقبولیت لري. په څلورو نورو ریاستونو کې دواړه امیدواران د مقبولیت په لحاظ برابر دي.

د نیویارک ټایمز او سېیانا سروی شيي چې د نهې، سه شنبې، د ورځ مباحثه د هېرېس دپاره زیات اهمیت لري چې د امریکې ولس ته ځان ور وپېژني. په سروی کې برخه د اخیستونکو ۲۸ فیصد امریکایانو وېنا وه چې هېرېس نوره پېژندل غواړي. د ټرمپ په اړه د ۹ فیصد خلکو دا خیال و، چې په ظاهره دا څرګندوي چې د هېرېس په مقابل کې خلک ټرمپ ډېر پېژني.

هېرېس د مباحثې دپاره تیاری کوي، چې په کې د ټرمپ په شان تن سره مناظره هم شامله ده او د هغې نه سختې پوښتنې کېږي. ټرمپ د مرستیالانو سره په صلاح مشورو کې مصروف پاتې شوی.

په مباحثه کې چې کله یو امیدوار خبرې کوي نو د بل تن مایک به بند وي. دواړه امیدواران به د کوربه د سوال جواب په دوو منټو کې ورکوي او بل امیدوار به په دوو منټو کې خپل غبرګون- ردعمل بیانوي.

د حمل د ختمولو واک اختیار، مهاجرت، د مېکسیکو سره د امریکې سرحد او شخصي کردار هغه موضوعات دي چې کوربانه به يې په امکاني توګه راپورته کوي.

مخامخ په مخامخ په یو بل د نيوکو په ځای هېرېس او ټرمپ د یو بل په غېر موجودګۍ کې په یو بل تنقیدونه کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG