لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په دې بیا غور کوي چې آیا اوکراین کولی شي ورکړل شوي میزائیل د روس په خاوره استعمال کړي؟


امریکا د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اېما باندې اظهار وکړو چې ممکن اوکراین ته دا اجازت ورکړي چې په میزائیلو باندې د روس خاوره کې دننه هغه وسلې او ګوله بارود په نښه کړي کوم چې ماسکو یې په اوکراین باندې استعمالوي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن د پولېنډ په سرښار وارسا کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "مونږ د ضرورت په بنیاد رویه کې بدلون راوستلی شو، په شمول د هغو وسایلو چې د اوکراین په اختیار کې دي، څو په موثره توګه د روس د یرغل په ضد د ځان دفاع وکړي."

بلنکن زیاته کړه چې امریکا او اتحادیان به یې همیش د جنګ په میدان کې د اوکراین ضروریات په پام کې نیسي.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د کیېف د غربي اتحادیانو د دې زړه نازړه توب نه چې اوکراین دې د روس په خاوره کې دننه اهداف په نښه کړي او که نه، ماسکو مفاد اخلي.

زېلنسکي وویل: "په دې پروسه کې د تاخیر نتیجه به دا وي چې روس به دغه پوځي اهداف د روسیې خاورې کې ډېر لېرې انتقال کړي."

امریکا او مغربي اتحادیانو یې اوکراین سره په دې شرط پوځي مرستې کړې دي چې ورکړل شوي میزائیل به په روس خاوره کې ډېر دننه نه استعمالوي، ځکه هسې نه چې د اوکراین او روس دغه روان د دېرشو میاشتو جنګ، پسې پراخه شي.

اوکراین په ماسکو باندې د ډرون حملې کړي دي او سرحد سره نږدې اهداف یې هم په ګولیو ویشتي دي، خو زېلنسکي په تکرار دا مطالبه کړې ده چې مغربي اتحادیان کیېف ته اجازت ورکړي چې د هغو روسي میزائیلو ذخیرې په نښه کړي کوم چې په اوکراین باندې د حملې دپاره کارول کیږي.

په تېرو پنځو هفتو کې، روس د دې په ځای چې د خپلو هغو علاقو د بیا آزادولو کوشش وکړي کوم چې اوکراین نیولي دي، په اوکراین باندې یې فضایي بمباریو ته زور ورکړی دی.

پس د هغه چې د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن او د برطانیې له خارجه وزیر ډېوېډ لامې یوځای په کیېف کې د اوکرایني چارواکو سره ملاقات وکړ، د زیارت/پنجشنبې په ورځ ښاغلی بلنکن وارسا ته ولاړ او د پولېنډ د خارجه وزیر راډوسلاو سېکورسکي سره یې خبرې وکړې.

په کیېف کې د امریکا او برطانیې خارجه وزیر دواړو دا وعده وکړه چې د اوکراین له اړخه د لېرې فاصلې ویشتونکي میزائیلو مطالبه به د خپلو ملکونو مشرانو ته ورسوي.

ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د امریکا صدر جو بایډن او د برطانیې وزیراعظم کیئر سټارمر په واشنګټن ډي سي کې سره وګوري.

خارجه وزیر بلنکن خبریالانو ته ویلي چې هغه په دې باور دی چې اوکراین دا جنګ ګټلی شي.

بلنکن پخپلو خبرو کې ویلي: "په حقیقت کې، مونږ پرعزمه یو چې اوکراین د دې جګړې ګټونکی شي. هر کله مونږ دا لیدلي چې اوکراین د شرایطو خلاف، کامیابي حاصله کړې ده."

د امریکا خارجه وزیر دا هم وویل چي د روس د صدر ولاډیمیر پوټین "ټول مقصد دا و چې اوکراین د نقشي له مخي نابوده کړي، د یو خودمختاره هېواد په حیث یې له منځه یوسي. هغه په دې کې ناکامه شوی دی."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG