لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن به په ډېلوېر ریاست کې د کواډ مشرانو د غونډې کوربه وي


د ښي اړخ نه: د جاپان وزیراعظم کېشیدا فومیو، د هند وزیراعظم نریندر مودي، د امریکا صدر جو بایډن، د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزي
د ښي اړخ نه: د جاپان وزیراعظم کېشیدا فومیو، د هند وزیراعظم نریندر مودي، د امریکا صدر جو بایډن، د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزي

وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې صدر جو بایډن به په دویم او آخري ځل د سپټمبر په ۲۱مه پخپل ټاټوبي ډېلوېر ایالت کې د کواډ مشرانو د غونډې کوربه وي.

بایډن خیال کې لري چې د کواډ هېوادونو د درېیو مشرانو، د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزي، د هند وزیراعظم نرېندر مودي، او د جاپان وزیراعظم کېشیدا فومیو سره غونډه جوړه کړي. دا ناسته به د ملګرو ملتونو د سرمشریزې اسمبلې په مهال جوړیږي، کوم چې دا وخت په نیویارک کې پیل شوې ده.

توقع کیږي چې بایډن او د اسټرېلیا، هند او جاپان مشران به خپل ترمنځ همکارۍ پراخې کړي، او په دې کې د سمندري بالادستۍ په اړه د آګاهۍ دپاره انډوپسفیک شراکتداري هم شامله ده، کوم چې یوه اهمه منصوبه ګڼل کیږي او مقصد یې د چین په جنوبي سمندر کې د چین د جارحانه رویې مقابله ده.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرين ژان-پیئر د زیارت په ورځ یو بیان کې وویل: "د کواډ مشرانو د دې ناستې توجو به زمونږ د ملکونو ترمنځ د سټراټیجيکې هماهنګۍ مضبوطه کولو، د یو آزاده او پرانېستې انډوپسفیک خطې په اړه زمونږ مشترک تصور ته فروغ ورکولو، او په اهمو برخو کې انډوپسېفیک شراکتدارانو ته د مستحکمو فایدو رسولو ته وي."

بایډن په کال ۲۰۲۱ کې په وایټ هاوس کې د کواډ مشرانو د اولنۍ ناستې کوربه و. د هغه وخت راهېسې، د دې ډلې مشرانو تر اوسه دوه ځلي نور هم ملاقاتونه کړي چې دا ناستې په جاپان کې ترسره شوې.

د دې دپاره چې د کواډ ډلې اهمیت وښودلی شي، بایډن د دې ډلې ټولو مشرانو ته په جدا جدا وختونو کې وایټ هاوس کې د ریاستي کچې مېلمستیاوې هم وکړې.

سږکال ټاکل شوې وه چې د کواډ ډلې هېوادونو مشران په هند کې ناسته وکړي، مګر وروسته د دې ډلې مشرانو په دې اتفاق وکړ چې هند به په ۲۰۲۵ کې د کواډ ناستې کوربه وي.

د کواډ ډله کې امریکا، اسټرېلیا، جاپان او هندوستان شامل دی. په دې کې د امریکا صدر جو بایډن او د جاپان وزیراعظم کېشیدا فومیو به آینده کال کې د کواډ د ناستې په وخت د خپلو ملکونو مشران نه وي، نو دا به د دوی آخري موقع وي چې په دې غونډه کې برخه اخلي.

سږکال چې د کامېلا هېرس او ډونالډ ټرمپ ترمنځ هرچا صدارتي انتخابات وګټل، هغه به آینده کال کې نوې ډیلي ته د کواډ ناستې دپاره وربلل کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG