لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندو کې په پوله د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته شوي


پاکستانۍ امنيتي سرچينې وايي په مومندو کې د افغانستان سره په پوله نښته شوې، په نتيجه کې يې دوه پاکستاني عسکر ژوبل شوي دي. افغان طالبانو لا هم د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو ترمينځه په پوله زياتېدونکې نښتې د دواړو ملکونو خرابو اړيکو ته نور زيان اړوي.

د پاکستان او افغانستان امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته تايد کړې چې د مومندو سلاله پوله باندې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمينځ نښته شوې خو د دواړو هېوادونو حکومتونو په پوله د بريد په اړه څه نه دي ويلي.

چارواکي وايي د شورو په ورځ ناوخته په پوله د دواړو خواو د وړې او درنې وسلې ډزې پيل شوې وې چې تر د زيارت سهار وختي پورې روانې وې.

چارواکو د شخړې د پيل کېدو کوم علت نه ښودلی خو ځايي خلک وايي د درنو وسلو اوازونه اورېدل چې د زيارت د ورځې سحر نه راپدېخوا غلي شوي دي.

د ډيورنډ پولې سره نزدې اوسېدونکی تفسير مومند وايي، "دلته چې څومره پورې ځايي خلک دي او څومره قومونه دي هغوي ډير په ويره کې دي چې چرته دا جګړه راونه غځيږي، د پولې پورې غاړه چې کوم قومونه دي خوګا خېل ملا خېل دوړ خېل نو هغوي په دې ويره کې دي چې دا جګړه چرته خوره نه شي".

په وروستيو کې په رسنيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېورنډ په پوله د نښتو خبرونه سېوا شوي دي، د ستمبر په 19مه د غلام خان په پوله، په اتم ستمبر د کورمې په شرکو، د اګست په دولسمه په تورخم، د مې په اتلسمه د کورمې خرلاچي او دې ترڅنګ په پوله د نورو سيمو نه وخت په وخت د نښتو خبرونه مخې ته راځي.

څيړونکي وايي دغه نښتې اکثر له په پوله د دواړو خواو د نوو امنيتي چوکيو جوړولو، د وسله والو په تګ راتګ يا د ازغن تار په سر مخې ته راځي کومې چې د شخړې سوب ګرځېدې شي.

څيړونکی حقنواز خان وايي، "چې کله يو څيز بيا بيا کيږي (په پوله نښتې) او بيا يو بل سره پوله په پوله دې کرکه او نفرت هم خور دی د يو بل ضد نو بيا هېوادونو کې ولس هم دغه غوښتنې (شروع) کړي چې جنګ دې وشي".

څيړونکي وايي په پوله تاو تريخوالي کې زياتوالی په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته زيات شوی دی.

د څيړونکو په وينا د دواړو هېوادونو ترمينځه په پوله شخړې نه يواځې اړيکو ته زيان رسوي بلکې عام ولس هم ترې اغېزمن کيږي او بايد چې دا ستونزې د خبرو اترو د لارې هوارې کړی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG