د صحت عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو نړېوال پلان اعلان کړ چې مقصد یې د ډینګي او نورو مرګوني مرضونو د زیاتېدونکي خطرې سره مقابله کول دي. دغه ډول مرضونه چې د مختلف قسمه اربووایرس له امله پیدا کیږي، په دنیا کې یې میلینونه خلک اغېزمن کړي او د بلینونو انسانانو صحت ته یې خطره پېښه کړې ده.
د ډبلیو اېچ او ډایرکټرجنرل ډاکټر ټډراس ادهانوم ګبريسس وویل: "په دې وروستیو کلونو کې د ډینګي او نورو اربووایرل مرضونو په تېزۍ سره خورېدل، داسې یوه د توجو وړ لړۍ ده چې د سرحدود قطع نظر او د ټولو سېکټرونو ترمنځ یو هماهنګ جواب غواړي."
یو اربووایرس داسي یو وایرس دي چې د میاشو، کنو، او نورو حشراتو په ذریعه انسان ته انتقالیږي.
ډینګي د اربووایرل مرضونو په جمله کې تر ټولو ستونزمن یا خطرناک راښکاره شوی دی. ډبلیو اېچ او وایي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسي د ډینګي مرض د واقعاتو شمېر هر کال قریب دوه برابره په زیاتېدو دی او صرف همدا روان کال تر اګسټ میاشتې پورې د دې مرض واقعات د ۱۲.۳ میلینو نه زیات شو چې په دې کې د مړینې واقعات څه باندې شپږ زره (۶۰۰۰) ښودل شوي دي.
د صحت عالمي ادارې مشر ټډراس وویل چې د نوموړې ادارې هدف دا دی چې د ډینګي او نورو اربووایرل مرضونو په وړاندې داسې مقابله وشي چې دا شمېرې په کمېدو شي. د ټډراس وینا وه چې د صحت عالمي ادارې په وړاندې شوي پلان کې شامل ګامونه به "کمزورې آبادیو ته حفاظت ورکړي او د یو صحتمند مستقبل دپاره به لاره هواره کړي."
د ډبلیو اېچ او مشر دا هم وویل چې د ډینګي مرض په مقابله کې هر څوک یو کردار ادا کولی شي، "د ماحول د پاک ساتلو نه نیولې بیا د میاشو او نورو حشراتو د کنټرول حمایت او په وخت باندې مریضانو ته د صحت د خدماتو مهیا کولو پورې."
د ډبلیو اېچ او د تازه پلان د اعلانېدو نه وړاندې، د صحت د عالمي ادارې د حاروي سیمو د امراضو مخنیوي څانګې مشر ډاکټر رامان وېلایودهان د نهې/سې شنبې په ورځ په جېنیوا کې خبریالانو ته وویل: "ځیني عوامل، لکه بغیر د پلان نه د ښارونو پراختیا او ناولې اوبه، ناولتیا او نظافت ته پام نه ساتل، د موسم بدلون او بین الاقوامي سفرونه، د ډینګي مرض د تېزې خورېدنې دپاره لاره هواروي."
ډاکټر رامان زیاته کړه: "دا مرض اوس په څه باندې ۱۳۰ ملکونو کې اېنډېمیک شوی دی. د زیکا، چېکونګونیا او په دې وروستیو کې د اوروپوچې وایرس مرضونو په شان د نورو اربوووایرل بیماریو خورېدل هم دغه شان زیات شوي دي، په خصوص په امریکایي ملکونو کې."
ډینګي مرض په حاروي او تحت الحاروي آب و هوا کې معمول پیدا کېږي، په خصوص په جنوب ختیځه ايشیا، غربي بحرالکاهل او د امریکا په براعظم کې. ډبلیو اېچ او وایي چې د ډینګي مرض او همدا شان د نورو اربوویرل مرضونو اکثریت واقعات سږکال د امریکایي خطې نه رپوټ کړی شوي دي.
د ډبلیو اېچ او وینا ده چې په افریقه کې هم حالات د فکرمندۍ وړ دي، "چېرته چې ملکونه د جنګونو او نورو قدرتي آفتونو ترڅنګ، د څو قسمه مرضونو سره هم مقابلې کې ښکېل دي"، او په دې توګه د هغوی د صحت په کمزوره نظامونو باندې نور اضافه بار هم راغلی دی.
د رپوټونو ترمخه، سږکال په دیارلسو (۱۳) افریقایي ملکونو کې د ډینګي مرض څه باندې پنځلس زره (۱۵۰۰۰) واقعات رپوټ کړی شوي دي.
په پاکستان او افغانستان کې هم په دې وروستیو کې د ډینګي مرض له امله اندېښنې زیاتې شوي. څه موده وړاندې د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ډېنګي مرض زياتېدو د امکان خبرتيا ورکړه. چارواکو ويلي د ډيرو بارانونو له وجې ډېنګي مرض سېوا کېدی شي.
Forum