لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو نوي مشر کیېف ته په سفر کې ژمنه وکړه چې نېټو به د اوکراین ملاتړ جاري ساتي


د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي او د نېټو نوی مشر مارک روته
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي او د نېټو نوی مشر مارک روته

د نېټو نوي سېکرېټري جنرل مارک روته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي سره د ملاقات دپاره، کیېف ته سفر وکړ او هلته یې وویل، نوموړی نېټو ائتلاف په دې پوهېږي چې اوکراین د روس د جارحیت په مقابله کې د جنګ دپاره فوري ضروریات لري.

ښاغلي روته خبریالانو ته وویل، اوکراین ته په دې زمان کې د هغه سفر کول اهم و، ځکه غوښتل یې د اوکراین خلکو او ټولو ته "دا روښانه واضحه کړي چې نېټو د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی."

مارک روته زیاته کړه چې صدر زېلنسکي په ملاقات کې ورسره په هغو برخو بحث وکړ کوم چې اوکراین په کې اضافي حمایت ته ضرورت لري او په دې یې هم خبرې وکړې چې د نېټو اتحادیان د دغو ضروریاتو د پوره کولو دپاره څه طریقه کار خپلولی شي.

روته وویل: "نېټو د اوکراین سره ولاړ دی، ستاسو او زمونږ خپل د امن په خاطر."

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وویل چې هغه خپل "د کامیابۍ پلان" باندې ورسره بحث کړی او یو ځل بیا یې دا غوښتنه وړاندې کړې چې د اوکراین اتحادیان دې دوی ته اجازت ورکړي چې مرسته شوې وسلې، د روس خاوره کې دننه اهدافو باندې استعمال کړی شي.

په همدې حال کې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په برلېن کې په زرهاوو کسانو د اوکراین سره د جرمني د پوځي مرستو په ضد مظاهره وکړه. د دوی یوه اهمه مطالبه دا وه چې د نېټو غړی ملک، جرمني دې اوکراین ته وسلې لېږل بند کړي.

هم په زیارت/پنجشنبې ورځ، د روس دفاع وزارت هغه رپوټونه تصدیق کړل چې وایي ځواکونو یې د اوکراین په ختیځ کې د ووهلېډار ښارګوټی قبضه کړی دی. روسان دا ښار د اوګلېډار په نوم یادوي. په دې ښارګوټي باندې د تېرو دوو کلونو راهېسي د روسانو حملې کېدلې.

همدا رنګه د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو روسي ډرون د اوکراین د چرنیهیف سیمې په یوه سرحدي علاقه کې یو ټرک په نښه کړ چې اوبلن/مایع ګېس په کې بار و. د اوکراین د پولیسو وینا ده چې په دې حمله کې دوه غټان او یو شپږ کلن ماشوم مړه شول.

بل اړخ ته د روئټرز خبري ادارې د اوکراین د امنيتي ذرائعو له قوله خبر ورکړی چې د اوکراین ډرونونو د چهارشنبې په شپه د روس په وورونیژ سیمه کې یوې پوځي اډې او د میزائیلو او تیلو په ذخایرو حملې کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG