د طب په څانګه کې د سږ کال د نوبل جایزه د ګل- دوشنبې په ورځ دوو امریکايي ساینس پوهانو ویکټر اېمبروس او ګیري روکون ته د جین په نظم کې د مایکرو ار این اېَ د رول د دریافت کولو له کبله ورکړل شوې ده.
د نوبل جایزو اسمبلۍ د دغو ساینس پوهانو لاسته راوړنه د تیرو څو لسیزو هلوځلو مهم پرمختګ بللی دی.
د انسان په بدن کې د جین د نظم خرابېدل د سرطان په څېر د وژونکو ناروغیو لامل کېدی شي.
د نوبل اسمبلۍ یا پلاوي وویل: "د دوی لومړنیو موندنو د جین د تنظیمولو بشپړ نوي اصول په ګوته کړي دي چې د انسانانو په ګډون په وجود کې د څو سیلولر ارګانیزمونو دپاره ضروري دي."
اویا کلن ویکټر اېمبروس د مېساچوسېټس د طبي پوهنتون استاد او 72 کلن روکون ګیري د هارورډ طبي پوهنتون استاد دی چې ټاکل شوې د اکتوبر په 10مه په سټاک هوم کې خپل طلايي مېډالونه او د یو میلینه ډالرو جایزه ترلاسه کړي.
د روغتیا په برخه کې تېر کال جایزه پروفېسرې میرمن کاټلېن کاریکو چې د هنګري په ساګن پوهنتون کې پروفیسره ده او د امریکا پینسلوېنیا یونیورسټې کې د ضمني پروفېسرې په توګه هم کار کوي، او په پېنسلوېنیا یونیورسټې کې د هغې همکار ډریو وائزمېن ته ورکړل شوې وه.
دا جایزه د نوبل اسمبلۍ سیکرټري یا منشي توماس پرلمن اعلان کړې وه هغه وویل د دې دواړو ساینس پوهانو د تحقیق په مرسته د کرونا وبا خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړول ممکنه شول او له همدې امله دوی ته دا جایزه ورکړل شوه.
Forum